د مونږ په حساسې سیمې او درستې نړۍکې مستکبر لویدیځ ورځ تربلې کمزوری شوی دی
(last modified Fri, 08 Jul 2022 07:47:31 GMT )
Jul 08, 2022 12:17 Asia/Kabul
  •  د مونږ په حساسې سیمې او درستې نړۍکې مستکبر لویدیځ ورځ تربلې کمزوری شوی دی

اسلامی نړۍ له تاندو او انګیزه لرونکو ځوانانو ډکه ده او دراتلونکي دجوړونې لپاره ترټولو لویه پانګه ، په نفس باندې اعتماد او امید دی چې  نن سبا په  اسلامی نړۍ  په تیره ددغې سیمې په هیوادونو کې څپې وهي ، مونږ درست دنده لرو ،  دغه پانګه وساتو او نوره ئې هم زیاته کړو.

زمونږخبریال راپور راکړ ، داسلامی انقلاب معظم لارښود او د مسلمانانو ولی امر مسلمین د بیت ا.. الحرام د حاجیانو په نامه پخپل پیغام کې  روښانه کړې ده ،اوس نور لیبرالزم  او کمیونزم  د لودیځ دتمدن  د ترټولو مهمې ډالۍ په توګه ، د  پنځوس او سل  کلن مخکې وخت ځلاګانې نه لري ، د لویدیځ په پیسو ولاړې ډیموکراسۍ عزت او آبرو ، له ډيرو جدي پوښتنو سره  مخامخ شوې ده او لویدیځي متفکران  اعتراف کوي ، چې  له عملی او معرفي لالهاندۍ سره  لاس او ګریوا ن شوي دي .

  د  مسلمانانو ولی امر  ټينګار وکړ ،  دامریکا او د هغې جنایتکار همدست یعني ، په سیمې کې غاصب رژيم ، ناکامۍ او سربدالي  د فلسطین ، لبنان ، سورئې، عراق ، یمن او افغانستان د پيښو په صحنو کې  په اوڅاره لیدل کیدلی شي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود  د مقاومت په اوڅاره غوړیدونکي  او ځلیدونکي  او  د اسلامی ویښتیا او ځان پوهونې د ودې پر ځلانده پیغامونو باندې په ټينګار سره  ووئيل ، د فسطین صحنه ، ددغې حیرانونکي ښکارندې  یوه ځلا ده ، چې توانیدلې ، دصیونیسټ یاغي  رژيم  ئې له یرغلیز او غوریدونکي حالته  د انزوا او دفاع وضعیّت ته کاږلی  او  اوسني ښکاره   سیاسی  او امنیتی او اقتصادي مشکلات  ئې ورباندې  وتپي ،  د  مقاومت  یوه بله ځلانده  نمونه ،  په لبنان ،عراق ، یمن او ځینو نورو سیمو کې  په وڅاره توګه لیدل کیږي .

 حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  ددې خبرې په کولو سره چې   نننۍ دنیا  په اسلامی ایران کې  داسلام د سیاسی حامیّت او قدرت  یوه سرلوړی مثال  دی زیاته کړې ده ،  ددغو اساسی اصولو  دلیسټ په سر کې  ، په قانون جوړونې او اجرا کې  د اسلام حاکمیّت  ،د هیواد په ترټولو مهمو مسئلو کې  پر ولسی رایو تکیه ، بشپړ سیاسی خپلواکي او د ستمګرو قدرتونو په وړاندې نه تسلیمیدل دي   ، او همدغه اصول دي ، چې د مسلمانو ملتونو اوحکومتونو داجماع  ځاي کیدلی   او اسلامی امت  ملګرتیاؤ او لورنیونو په لړ کې  یو موټي  او متحد ساتلی شي .

د مسلمانانو ولی امر وحدت او معنویّت ، د حج دوه اساسي ستنې  او دسالامی امت د نیکمرغۍ  اوعزت دوه عامل وبلل او ټينګار ئې وکړ ، اسلامی نړۍ له تاندو او انګیزه لرونکو ځوانانو ډکه ده او دراتلونکي دجوړونې لپاره ترټولو لویه پانګه ، په نفس باندې اعتماد او امید دی چې  نن سبا په  اسلامی نړۍ  په تیره ددغې سیمې په هیوادونو کې څپې وهي ، مونږ درست دنده لرو ،  دغه پانګه وساتو او نوره ئې هم زیاته کړو.

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

 

ټیګونه