د لویدیځ د سلطې پړاو پاې ته رسیدلی دی
فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر په یوه اعتراف کښې وویل چې په دنیا باندې د لویدیځو هیوادونو د سلطې پړاو د ختمیدا په حال کښې دی.
د انګلستان جنګ غواړي پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر د ډیچلي فاونډیشن په کلنۍ غونډه کښې وویل د لویدیځو هیوادونو د سیاسي او د اقتصادي سلطې پړاو په ختمیدا دی او نړۍ د دوه قطبي او احتمالا د څو قطبي کیدا په لور حرکت کوي.
هغه په دې خبرې سره چې دنیا به کابو دوه قطبي او احتمالا څو قطبي شي، چین یې د نړۍ دوهم ستر قدرت ونوموه.
د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ټوني بلیر له چین سره په مقابله کښې د نرم قدرت په اهمیت باندې ټینګار سره وویل روسیه او احتمالا ایران به په څو قطبي نوي دنیا کښې د چین په اصلي متحدانو بدل شي.
له دې مخکې د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو د لویدیځو هیوادونو په سیاست باندې نیوکې سره خبرداری ورکړ دا ډول سیاست نړۍ ستر جنګ ته ورنږدي کوي چې هیڅ ګټونکی به ونلري.