د کاناډا استخباراتي ادارې سوریې ته انجلۍ قاچاق کولې
د انګلستان رسنیو ایشوا کړه چې لندن سوریې ته د انجلیو د قاچاق کولو لپاره له داعش سره د کاناډا د استخباراتي ادارې د یوه چارواکي له ملګرتیا خبر و.
په بریتانیا کښې زیږیدلي شمیمه بیګم له خپلو دوو لوڼو سره د کاناډا د جاسوسۍ ادارې د یوه مامور په وسیله سوریې ته قاچاق کړې شوي وه چې د داعش ترهګرې ډلې غړي شي.
ګارډین ورځپاڼې هم ویلي دي چې بریتانیا او کاناډا د یوه بل په ملګرتیا سره د داعش ډلې پخواني قلمرو ته د ځوانو انجلیو د قاچاق کولو مسله پټه ساتلي ده.
بریتانیا ، کاناډا ، امریکا ، فرانسې ، جرمني ، سعودي عربستان ، متحده عربي اماراتو، بحرین ، اردن ، اسرائیلو او نورو عربو او اروپايي هیوادونو له ټولې دنیا څخه ترهګر سوریې او عراق ته استول چې هلته د خلکو او د حکومتونو پرضد وجنګیږي او دغه هیوادونه له ناامنۍ او ترهګرې سره مخامخ کړي.
داعش وهابي ډله همدغو هیوادونو خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره جوړه کړي ده.