Nov 01, 2022 05:11 Asia/Kabul
  • ممکنه ده امریکا یوه ورځ له ایران سره موافقه وکړي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي د ایران په وړاندې د ډيپلوماسۍ په کړچار باندې د ولسمشر جوبایډن د حکومت په ترجیج باندې ټینګار سره وویل ممکنه ده یوه ورځ له ایران سره موافقې ته ورسیږو.

هغه پرون وویل واشنګټن هیله من دی ممکنه ده یوه ورځ له ایران سره اټومي موافقه ترلاسه شي او د تهران لاسونه نه تړل کیږي.

د ایران په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي په یوې وینا کښې له ایران سره د غیر مستقیمو خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د جوبایډن د حکومت د هڅو دفاع وکړه او ویې ویل د بایډن حکومت ډيپلوماټیکو هڅو ته ترجیح ورکوي.

هغه د ایران د اټومي پروګرام په هکله د ادعاګانو په تکرارولو سره وویل زه بیا ټینګار کړم چې زمونږ ترجیج د دباو او د بایکاټ د اوزارونو په څنګ کښې ډيپلوماسۍ ده خو د ډيپلوماټیکو هڅو د ماتي په بڼه کښې ټولې ګزینې او انتخابونه به په میز باندې وي.

امریکا د ډونالډ ټرامپ د حکومت په وخت کښې له اټومي تړون په وتلو سره د ایران دخلکو پرضد د زیات دباو د راوستلو په هدف سره اقتصادي ترهګرۍ اعمال کړه.

د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار کوي هغه وخت به خپلو اټومي ژمنو ته ورستون شي چې امریکا په خبرو  یا کاغذ باندې نه بلکې په عمل کښې د ایران پرضد ټول بندیزونه ختم کړي او ایران د دغو بایکاټونو د لغو کیدا رښتیا والی معلوم کړي.

 

ټیګونه