د بریتانیا استعمار په میلیونو خلکو وژلي دي
رشیا ټوډې ټيلي ويژن نن راپور ورکړ د بریتانیا استعمار په هندوستان کښې د څه د پاسه سل میلیونه خلکو د وژل کیدا سبب شوی و.
د هندوستان د تاریخي مسائیلو کارپيژاند کاپیل کومار وویل په نولسمې او شلمې میلادي پیړۍ کښې د ترسره شوي تحقیق پراساس د انګلستان استعمار په هندوستان کښې د یوسل پینځه شپیته میلیونه خلکو د وژل کیدا سبب شو او دغه شمیر په دوو نړیوالو جنګونو کښې د وژل شویو کسانو له شمیر څخه څو برابره زیات دی.
د هندوستان د تاریخي مسائیلو دغه کارپيژاند وویل دا د بشریت په تاریخ کښې د وژلې تر ټولو زیاته اندازه ده او انګلستان په هندوستان کښې د خلکو او نسلونو په وژلو کښې مهم رول لرلی دی.
دغه تحقیق وښودله چې په هندوستان کښې د انګلستان د استعمار په کلونو کښې لندن د هندوستان پینځه څلویښت ټریلیون ډالره شتمنۍ غلا کړي وې.
د هندوستان د تاریخي مسائیلو کارپيژاند کاپیل کومار وویل د بریتانیا استعمارګرۍ په هندوستان ورانونکي اغیزونه کړي دي کوم چې د زیاتې بې وزلۍ او د زیاتې مرګ ژوبلې سبب شوي ده.
بریتانیا په هند براعظمګي باندې د سلطې په وخت زیات خلک وژلي او ډیرې شتمنۍ او پیسې او سره زر(Gold)یې له دغه سیمې غلا کړي دي.