Jan 06, 2023 12:11 Asia/Kabul
  • د لویدیځوالو دډرونز ادعا د ویانا دخبرواترو د درولو لپاره یوه چټي پلمه ده

میخائيل اولیانوف نن سهار په یوه ټولنیز پیغام کې  لیکلی دي،داسې ښکاري امریکا او اروپائي ټرائيکا ګروهنه لري څو د دوهم پلان په لورحرکت وکړي.

د ایران ضده ظالمانه بندیزونو د ختمونکونړیوالو ایټمي خبرواترو کې د روسیې  دمرکچي ټيم مشر  میخائيل اولیانوف  روښانه کړې  ده ،داوکراین په جنګ کې د استفادې لباره  روسيې ته دایران د بې پيلوټه الوتکو دلیږد په باب د لویدیځ ادعاد جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د بیرته اجرا  په باب دخبرواترو ددرولو لپاره  یوه چټي او بې اساسه ادعا ده.

لویدیځ د امریکا په لارښونې سره د اوکراین په جنګ کې د تاؤریخوالی له زیاتیدا سره په یووخت څومیاشتو مخکې راهسې،ایراني ضده ادعاګانې مطرح کړي چې تهران ئې په چورلټ ډول ردوي.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،میخائيل اولیانوف نن سهار په یوه ټولنیز پیغام کې  لیکلی دي،داسې ښکاري امریکا او اروپائي ټرائيکا ګروهنه لري څو د دوهم پلان په لورحرکت وکړي.

هغه دغه کړچار یوه ستره تیروتنه وبلله او زیاته ئې کړه، دا تمه چې دغه شان پلان  یوه باؤري ټاکنه کیدلی شي، سخته ده او په زیات احتمال سره یو چټي او بې هوده کار دی.

د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دبشبړ اجرا دبیرته پیلیدا لپاره خبرې اترې له ډيرو کوټلو مشورو او خبرو وروسته یوې داسې مرحلې ته رسیدلي دی چې که  امریکا د نړیوالې ایټمي موافقې د خلاف ورزي کونکی لوري توګه د ایران منطقي غوښتنې  او د یوې تل پاتې او دتکیې وړ موافقې د رامینځةکیدا لوازمات ومني ،نو  نهائي موافقه به ترلاسه شي.

 

ټیګونه