په تېرو درېیو کلونو کې د مقاومت د ځواک ډېرېدل
(last modified Sat, 07 Jan 2023 10:25:20 GMT )
Jan 07, 2023 14:55 Asia/Kabul
  • په تېرو درېیو کلونو کې د مقاومت د ځواک ډېرېدل

د ایران اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د هوا فضا سرتېرو قوماندان امیرعلي حاجي زاده ټینګار کړی چې درې کاله وړاندې د شهید سردار سلیماني له ترور څخه د مقاومت ځواک زرګونه چنده ډېر شوی دی. ښاغلي حاجي زاده د سې شبنې په ورځ په یوې مرکې کې وویل چې د قوماندانانو له قاتلانو او د باطل تر له منځه وړلو او له سیمې څخه د امریکايي سرتېرو تر وتلو پوري به د غچ اخیستو بیرغ لوړ وي.

ښاغلي سردار حاجي زاده د شهید سردار سلیماني له شهادت وروسته په سیمه کې د سردار سلیماني په له منځه وړلو او مقاومت ته په زیان رسولو سره د امریکا او صهیونیستي رژیم  ناوړه موخو ته په کتو د مقاومت ځواک پر ډېروالي ټینګار کوي. د ایران اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس سرتېرو پخوانی قوماندان جنرال قاسم سلیماني د عراق د حشد الشعبی ولسي پاڅون د مشر ابومهدي المهندس او ۸ تنو نورو ملګرو سره یوځای د عراق په هوايي ډګر کې د جمعې په ورځ د ۲۰۲۰م کال د جنوري په درېیمه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په امر او د سپېنې ماڼۍ په ترهګریز ګام کې، د دې هېواد د هوايي پوځ له لوري په شهادت ورسېد.

په حقیقت کې ټرامپ او د هغه د ملي امنیت ټیم چې له تل ابیب او د هماغه وخت د صهیونیستي رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره نږدې اړیکې درلودې، داسې فکر کوو چې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس سرتېرو د قوماندان په توګه د سردار سلیماني په غیر قانوني ترور سره به، د ایران اسلامي جمهوریت سیمه ایز ځواک له ستونزو سره مخ کړي او په همدې وخت کې په سیمه کې مقاومت ته سخت زیان ورسوي. که څه هم د شهید سردار سلیماني نشتون ایران او مقاومت ته ستر زیان وو. خو د سردار سلیماني له شهادت درې کاله وروسته بدلونونو ته په کتو داسې ښکاري چې ایران توانېدلی له مقاومت او په عراق کې له حشد الشعبي، په یمن کې له انصار الله ، په لبنان کې د حزب الله له غورځنګ او له فلسطیني غورځنګونو لکه له حماس او د اسلامي جهارد له غورځنګ سره د ټینګې اړیکې او په سیمه کې د واشنګټن او تل ابیب د موخو د شنډولو ترڅنګ، لوېدیځ ـ عربي ـ  صهیونیستي په ځانګړې توګه یمن ته ستر زیانونه واوړي. په دې برخه کې سردار حاجي زاده وايي: د عبدالملک الحوثي په مشرۍ د انصارالله غورځنګ په یمني ځواکمنو سرتېرو اوښتی دی. د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د  هوافضا قوماندان زیاته کړه: انصار الله د سترو ځواکونو پر وړاندې په درېدو سره ویاړ ګرځېدلی او خپل ځواک یې په ډګر کې په عملي توګه ثابت کړی دی.

عربستان د ۲۰۱۵م کال په مارچ میاشتې کې د څو عربي هېوادونو په ائتلاف له هغې ډلې د اماراتو او امریکا په مرستې او د صهیونیستي رژیم په ملاتړ، د عربو ترټولو پر اړمن هېواد یمن پر وړاندې پراخ بریدونه پیل کړل. دې هېواد پر یمن له ۷ کلونو تیري او د دې هېواد د زرګونه کسانو له وژلو او زرګونه زیر بنسټونو له ویجاړۍ وروسته نه یوازې چې خپلو موخو ته ونه رسېد، بلکې د یمن پر وسله والو سرتېرو په توغندیزو بریدونو سره اوربند ته اړ شول.

د سوریې او عراق په اړه هم د سردار سلیماني د ژوند په وروستیو کې، سوري او عراقي سرتېرو له هغې ډلې حشدالشعبي وتوانېد د ایران په مرستو سره تفکیري ډلو له هغې ډلې داعش ته ستر ګوزارونه ورکړل او په دې دوو هېوادونو کې د داعش ځان غوښتونکی خلافت یې له منځه یوړ. د فلسطین په اړه هم جهادي ډلو لکه: حماس او اسلامي جهاد ورځ تربلې خپل پوځي او تسلیحاتي ځواک ډېر کړ او د غزې په تړانګه کې د وروستیو جګړو پر مهال صهیونیستي رژیم ته ستر ګوزارونه ورکړل، داسې چې هرځلې صهیونیستانو د اوربند غوښتنه کړې وه او دا د پوشالي رژیم پروړاندې د مقاومت د ځواک ښکارندویي کوي. د دې ترڅنګ چې د لبنان حزب الله غورځنګ چې اوس په لبنان او سیمې کې په یوه ګټور او ځواکمن لوبغاړي اوښتی دی، د خپل ځان پوځي او تسلیحاتي ځواک ته په کتو د سیمې په ځانګړې توګه د لبنان پر وړاندې د صهیونیستي رژیم د موخو پر وړاندې په مخنیوي کې رول لري.

ژباړه: زماني

ټیګونه