عربستان د نیوکه کونکو کسانو د غږ د غلي کولو هڅه کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بخښنې نړیوالې موسسې په ویکي پیډیا ډکشنرۍ کښې د عربستان د کانالیزه شویو اطلاعاتو د خپرولو لپاره د کسانو په کار ګمارلو کښې د ال سعود رژيم نوي رسوايي د نیوکه کونکو نظرونو او د غږونو د غلي کولو لپاره د سعودي عربستان د حکومت د هڅې د اندازې بیانونکي وبلله.
د بخښنې نړیوالې موسسې په خپلې ټویټر پاڼې کښې ولیکل په داسې حال کښې چې دنیا د سعودي عربستان د ظاهرې پرمختګ جشن ترسره کوي د سعودي عربستان چارواکي په حقیقت کښې د خپل هیواد په اړه په خپرو شویو اطلاعاتو باندې د کنټرول او د خپل هیواد د څیرې د ځلانده ښودلو لپاره هڅې ترسره کوي.
د بخښنې نړیوالې موسسې ویکي پیډیا ته اړونده رسوایۍ ته په اشارې سره وویل دا لومړی ځل نه دی چې د سعودي عربستان چارواکي د نړیوالو رسنیو ټریبونونو ته نفوذ کوي د بیلګې په توګه تیر میلادي کال د تویټر اینټرنیټ پاڼې یو پخوانی کارکونکی د سعودي عربستان لپاره د جاسوسۍ په تور محکوم شو.
هغه د خپل کار له موقعیت څخه په ناوړه استفادې سره هڅه کوله د سعودي عربستان د حکومت د مخالفو کسانو شخصي اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.
د بخښنې نړیوالې موسسې ډاګینه کړه د سعودي عربستان په هکله په خپرو شویو اطلاعاتو باندې د کنټرول لپاره د ویکي پیډیا ډیکشنرۍ لپاره د دوو داوطلبه ویراستانو په کار ګمارلو ته اړونده خبرونه د دغه جدي یادونې ښودنه کوي چې سعودي عربستان کولای شي په ځان باندې د نیوکو د غلي کولو لپاره ترکومه حده مخ ته لاړ شي.