په سمرقند کې د افغانسان په اړه څلوراړخیزه ناسته وشوه
ټاکل شوې ده د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څلورمه ناسته نن مازدیګر دازبکستان په سمرقند کې ترسره شي.
د افغانستان د وروستیو بدلونونو په باب د ایران،روسیې،چین او پاکستان دوهمه څلوراړخیزه ناسته د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د څلورمې غونډې په څنډې کې ترسره شوه.
زمونږخبریال د فارس خبري آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د روستیو بدلونونو په باب د ایران،پاکستان،چین او روسیې دوهمه څلوراړخیزه ناسته نن په سمرقند کې او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو دڅلورمې ناستې په درشل کې ترسره شوه او دافغانستان او دګاونډیو هیوادونو د وروستیو حالاتو په اړه ئې بحث او د نظر تبادله وکړه.
په دغې ناستې کې حسین امیر عبداللهیان ،سرګئ لاؤروف، چین ګانګ او د پاکستان د خارجه وزیر مرستیالې حنا رباني کهر پکې شتون درلود او ټاکل شوې ده په همدې مناسبت یوه پایزه اعلامیه هم خپره شي.
د دغو څلورو هیوادونو لومړنۍ ناسته هم د تاجیکستان په دوشنبې ښار کې د شانګهائي د سرمشریزې په څنډې کې د ۱۴۰۰لمریز کال د وري د میاشتې په ۲۵نیټه ترسره شوې وه.په هغې ناستې کې د څلورو واړو هیوادونو خارجه وزیرانو ، په افغانستان د ټولو قومونو په ګډون سره د ټولشموله حکومت د جوړیدا ملاتړ کړیوو. له ترهه ګرۍ ،نشه ایزو موادو او د ګاونډیو پهض د له ګواښه پاک افغانستان ددغې څلور اړخیزې ناستې بل لومړنی بحث ؤ.
ټاکل شوې ده د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو څلورمه ناسته نن مازدیګر دازبکستان په سمرقند کې ترسره شي.