قطر او بحرین په رسمي ډول د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو پرېکړه وکړه
د قطر د بهرنیو چارو وزارت تائيد کړې چې تېره ورځ یې د بحرین سره د ديپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په موخه پرېکړه کړې.
قطر او بحرین په رسمي ډول د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو پرېکړه وکړه
د قطر د بهرنیو چارو وزارت تائيد کړې چې تېره ورځ یې د بحرین سره د ديپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په موخه پرېکړه کړې.
د یادو دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی وروسته له هغې پیل کیږي چې د روان کال په لومړیو کې د بحرین ولیعهد د قطر له امیر سره په تلیفوني اړیکه کې د دواړو خلیجي هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر تازه والي ټینګار وکړ.
سعودي عربستان، متحده عربي امارات، بحرین او مصر هغه هېوادونه وو چې له درې نیم کاله بندیزونو وروسته یې د ۲۰۲۱ میلادي کال په جنورۍ میاشت کې په قطر بندیزونه پای ورسول، خو بحرین یواځینی هېواد وو چې له قطر سره یې دیپلوماتیکې او سوداګریزې اړیکې ځنډیدلې پاتې شوې.
د یادونې وړده چې د قطر اکثرو ګاونډیو هېوادونو په ۲۰۱۷ کال کې له دوحیې سره خپلې اړیکې پرې کړې وې.