له سوډان څخه د ډيپلوماټانو وتل پیل شوي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی په سوډان کښې د سیاسي کړکیچ په دوام سره د بریتانیا د جرمني د جاپان د ایتالیا او د مصر په شمول د نړۍ یوشمیر هیوادونو له دغه هیواده خپل ډیپلوماټان او ښاریز وویستل.
په سوډان کښې د واک پرسر جنګونه هماغه راز دوام لري.
د سوډان د ډاکټرانو د اتحادیې د اعلان پراساس په دغه هیواد کښې د چټک غبرګون د ځواکونو او د پوځ ترمینځ په نښتو کښې تراوسه څلور سوه ملکي وګړي وژل شوي او یوزر او پینځه سوه درې څلویښت نور ژوبل شوي هم دي.
په سوډان کښې وسله والې نښتې د اپریل د میاشتې پینځلسمه نیټه د سوډان د واکمنې شورا د مشر په توګه د جنرال عبدالفتاح البرهان په قومندنۍ د پوځ د ځواکونو او د چټک غبرګون د ځواکونو د قومندان حمیدتي چې په محمد حمدان دغلو مشهور دی په مشرۍ په پلازمینې خرطوم کښې پیل شوي دي.
د سوډان له پلازمینې خرطوم ښار او شا و خوا سیمو څخه د ډزو غږونه اوریدل کیږي.
د جنګونو په دوام سره د سوډان په لسګونو زره خلک هم له هیواده تښتیدا او د چاډ او د مصر په شمول نورو هیوادونو ته مهاجر کیدا ته مجبوره شوي دي.
له سوډان څخه د خارجي هیوادونو د ډيپلوماټانو او د ښاریزو ایستل کیدا په هیواد کښې د جنګونو د زیاتیدا په هکله د ښاریزو اندیښنه زیاته کړي ده.
د سوډان د پلازمینې خرطوم پینځه میلیونه خلک د اوبو او د بریښنا له غوڅیدا سره مخ دي او په ټيلي فون او اینټرنیټ لیکو کښې هم جدي مشکلات رامینځته شوي دي.