عربستان ته د اردوغان د سفر د لاملونو شننه
(last modified Tue, 18 Jul 2023 11:26:55 GMT )
Jul 18, 2023 15:56 Asia/Kabul
  • عربستان ته د اردوغان د سفر د لاملونو شننه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ عربستان ته تللی دی. د ترکیې ولسمشر د فارس خلیج هېوادونو ته د خپل درې ورځني سفر په لومړي پړاو کې، د دوشبنې په ورځ د عربستان جده ښار ته ورسېد.

په دې سفر کې د انقرې دولت د لوړ پوړو چارواکو ترڅنګ، ۲۰۰ سوداګریز فعالان هم د ترکیې د ولسمشر ملتیا کوي. ترکي پلاوی بیا له عربستان وروسته په ترتیب سره قطر او اماراتو ته سفر کوي. د فارس خلیج څنډې هېوادونو ته د رجب طیب اردوغان د سفر اصلي موخه، په ترکیه کې له روان اقتصادي ناورین څخه د وتلو لپاره، د پانګې جذبول دي. رسنیو او ترکي چارواکو د ۵۰ میلیارد ډالرو پانګې جذب،  د دې سفر اصلي موخه یاده کړې ده.

د ترکیې ولسمشر د فارس خلیج درېیو هېوادونو ته له خپل سفر مخکې ویلي وو: هوډ لري چې له دغو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې او له دغو درېیو هېوادونو سره د پانګونې تړونونه وروستي کړي.

عربستان ته د ترکيې د لوړ پوړي پلاوي سفر په داسې حال کې شوی، چې ترکيه اقتصادي ناورین ځپلې ده. د انقرې د حکومتي چارواکو له هڅو سره سره، د هر امریکايي ډالرو بیه شاوخوا ۲۷ لیرو ته لوړه شوې او دا په داسې حال کې ده، چې تر ټاکنو مخکې حکومت توانېدلی وو، چې ډالر د ۲۰ لیرو تر کچې وساتي.

د فارس خلیج له هېوادونو په تېره بیا له عربستان او اماراتو سره، په ځانګړې توګه د ۲۰۱۶ کال د جولای له ناکامې کودتا وروسته، د ترکیې په اړیکو کې له هرډول کړکېچونو سره سره، داسې ښکاری چې دواړه خواوې د متقابلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي. په بل عبارت، د ترکیې او عربستان اړیکي په تېره بیا په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د سعودي د رژیم د انتقاد کوونکي خبریال جمال خاشقجي له وژل کېدو وروسته، سړې شوې. داسې چې د دواړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان لومړی په ترکیه کې د دغه جنایت د عاملینو او مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې وه. خو له څلورو کلونو وروسته، د رجب طیب اردوغان حکومت اړ شو چې د دوه اړخیزو اړیکو د عادي کولو لپاره، د عربستان غوښتنې ومني، چې لومړی یې د جمال خاشقجي د دوسیې تړل او د دغه جنایت دوسیه ریاض ته لېږل وو. له هغه وروسته، اردوغان د تېر کال په اپریل میاشت کې عربستان ته د سفر اجازه ترلاسه کړه او د ریاض له حکومتي چارواکو سره یې خبرې وکړې. د ترکیې، عربستان او د سیمې د هېوادونو د رسنیزو تبلیغاتو پر اساس، داسې ښکاري چې ترکیه د اقتصادي ناورین له امله، د فارس خلیج هېوادونو ته اړتیا لري.

ځینو حقایقو ته  په کتنه سره دا په ډاګه کوي چې عربستان، امارات او حتی قطر د ترکیې مرستو ته زیاته اړتیا لري. په ترکیه کې د لږې پانګونې پر ځای به دغه هېوادونه خپلې ټولې پوځي اړتیاوې له ترکیې څخه ترلاسه کړي. دا په داسې حال  کې ده چې د فارس خلیج د عربي هېوادونو او ترکیې ترمنځ اړیکې لا هم کمزورې او د خرابېدو په حال کې برېښي. دا لنډمهاله اړیکې د لنډمهاله اړتیاوو پراساس رامنځته کېږي.

د بېلګې په توګه، د ریاض خبري رسنیو د تېر کال په جنورۍ کې اعلان وکړ: "سعودي چارواکو د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د ستاینې په خاطر له عربستان څخه یو اکاډمیک شخصیت ایستلی دی." که څه هم د ریاض رسنیو د پوهنتون د دغه استاد نوم نه دی په ډاګه کړی، خو د سعودي حکومت دغه کړنه ښيي چې سعودي چارواکي له ترکیې سره د دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله دي.

ځکه چې د ترکیې اقتصادي کړکېچ به لا هم موجود وي او د فارس خلیج عربي هېوادونه چې د خپلو عایداتو ۹۰ سلنه یې د خامو تیلو د خرڅلاو له لارې برابروي، بیا به هم د ترکیې د انحصار امکان ولري. د ترکيې پلاوي د وروستۍ لیدنې په ترڅ کې، د دواړو خواوو تر منځ د انرژۍ، ځایونو، ساختماني چارو، پوهنې، ډیجیټل ټکنالوژۍ او روغتیا په برخو کې ۹ تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

د عربستان د دفاع وزارت هم د بې پیلوټه الوتکو له جوړوونکي ترکي شرکت "بایکار" سره د تړونونو لاسلیکولو اعلان کړی او داسې ښکاري چې عربستان ریاض ته د اردوغان د سفر هدف ترلاسه کړی دی. په داسې حال کې تر هغه وخته چې د دواړو لورو لخوا د تفاهم یادداشتونه لاسلیک کېږي، دا ډېر وخت،  لږ تر لږه شپږ میاشتې وخت نیسي، چې په دې موده کې د دواړو خواوو لپاره وخت شتون لري، چې د تړون وروستي سندونو لاسلیک کولو ته ځواب ووايي.

په دې کې شک نشته چې عربستان د یوه داسې هېواد په توګه چې د انرژۍ په ځانګړې توګه د نفتو زیرمې لري، هڅه کوي چې په سیمه کې د ځان لپاره خوندي درېځ ترلاسه کړي. له بلې خوا، ترکیه چې د انرژۍ سرچینې نه لري، په لوېدیځه آسیا کې د انرژۍ په مرکز بدلېږي او په دې توګه په نړیواله کچه اعتبار ترلاسه کوي. دا د سعودي مشرانو لپاره ډېر خوندور عمل نه دی. داسې ښکاري چې د ریاض چارواکو په دې برخه کې هم د ترکیې لپاره بېلابېل پلانونه چمتو کړي، چې د وخت په تېرېدو سره به یې پلي کړي.

په ټوله کې داسې ښکاري چې په سیمه ایزو رسنیو کې د خپرو شویو خبرونو له مخې، عربستان ته د ترکيې د لوړ پوړي پلاوي سفر، د انقرې د حکومت په پرتله، د ریاض حکومت ته زیاتې ګټې لري. په دې توګه ویلای شو: د انقرې حکومت نه شي کولای عربستان ته له سفر څخه ټاکل شوي اهداف ترلاسه کړي.

ټیګونه