د کشمیر په سرینګر کښې د ماتم دستورې وشوې
(last modified Thu, 27 Jul 2023 07:28:38 GMT )
Jul 27, 2023 11:58 Asia/Kabul
  • د کشمیر په سرینګر کښې د ماتم دستورې وشوې

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی له درې دیرش کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره زرګونو شیعه ماتمیانو د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر په سرینګر ښار کښې د حضرت امام حسین علیه السلام د عزادارۍ په لاریون کښې ګډون وکړ.

زرګونو ماتمیانو د هندوستان تر کنټرول لاندې د کشمیر له بیلابیلو سیمو څخه ځانونه سرینګر ته ورسول او پرون یې د حضرت امام حسین علیه السلام د ماتم د مراسمو په وخت د دغه ښار په واټونو کښې ټټر ووهل او دوې د عاشورا بیرغونه هم له ځانونو سره لیږدول.

د کشمیر د شیعه مسلمانانو یوه مشر مسرور عباس انصاري په دغه لاریون کښې خبریالانو ته وویل نن سبا د کشمیر حکومت د اتم محرم د ورځې د لاریون د ترسره کولو اجازه ورکړي ده او مونږ د دغه فیصلې هرکلی کوو او دا د  هغو سرشیندونو نتیجه ده چې زمونږ ځوانانو په څه د پاسه تیرو دیرشو کلونو کښې ترسره کړي دي.

د هندوستان حکومت تر خپل کنټرول لانډې د کشمیر په سرینګر کښې له نولس سوه نویم میلادي کال راهسې د محرم د میاشتې د اتمې او د لسمې نیټې د ویر په مراسمو او لاریونونو بندیز لګولی و.

 

ټیګونه