Aug 01, 2023 15:10 Asia/Kabul
  • د افریقا د لوې وچې د  نیجر هیواد په کودتا کښې بهرنۍ لاسوهنه :-

په نیجر هیواد کښې د کودتا د کابو اوو ورځو په تیریدا سره په دغه هیواد کښې سیاسي کړکیچ زیات شوی دی او بیلابیلو هیوادونو او سیمه ئیزو او نړیوالو ارګانونو په دې زمینه کښې مختلف دریځونه غوره کړي دي.

په تر ټولو نوي اقدام کښې د لویدیځې افریقا د هیوادونو اقتصادي ټولنې د نیجر هیواد او د دغه ټولنې د درستو غړیو هیوادونو ترمینځ ټول تجارتي او مالي معاملات بند کړي او ویلي یې دي چې د نیجر په کودتا کښې د لاس لرونکو پوځي چارواکو د شتمنیو کنګل کول او په دوې باندې خارج ته په سفرونو بندیز لګول اعمالوي.

د نیجر د ولسمشرۍ د ګارډ ځواکونو د روان میلادي کال د جولاۍ په شپږویشتمه نیټه کودتا وکړه او دوې  ولسمشر محمد بازوم ونیوه او د هغه د حکومت نسکورول یې اعلان کړل.

له دغه اقدام وروسته د نیجر د کودتا چیانو قومندان جنرال «عبدالرحمن تیاني» د دغه هیواد په ملي ټيلي ويژن باندې په رسمي ډول په هیواد کښې د واک لاس ته راوړل اعلان کړل او خپل ځان یې د ټاټوبي د  ساتونکي شورا د مشر په توګه معرفي کړ.

د نیجر هیواد کودتا د خارجي هیوادونو او د نیجر د خلکو ترمینځ بیلابیل دریځونه رامینځته کړي دي.

د نیجر دننه د کودتا په سلګونو ملاتړو په پلازمینې نیامي کښې د فرانسې د سفارت مخ ته مظاهرې وکړې.

هغوې لیرې کړی شوی ولسمشر محمد بازوم د  لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د فرانسې متحد وباله او له واک څخه د هغه د څنګ ته کولو د ملاتړ په ترڅ کښې يې  د خپل هیواد په کورنیو چارو کښې د لویدیځو هیوادونو د نه لاسوهنې غوښتنه وکړه.

له دې سره په یووخت په نیجر کښې د کودتا په ملاتړ کښې مظاهره چیانو د روسیې بیرغ ورپوه او د فرانسې پرضد یې شعارونه ورکړل.

نیجر په لویدیځې افریقا سیمه کښې یو  مهم او اغیز شیندونکی هیواد دی چې د دغه لوې وچې د اکثرو هیوادونو په شان بډایه طبیعي سرچینې لکه یورانیم، الماس، سره زر او  د ډبرو سکره لري ؛ داسې طبیعي سرچینې او معدنونه چې د لویدیځو هیوادونو لپاره یې تل اهمیت لرلی دی.

د بیلګې په توګه د فرانسې اټومي صنعت د شپږپنځوسو اټومي ریکټرونو په لرلو سره تقریبا د نیجر د طبیعي یورانیمو په پراخو سرچینو باندې اړونده دی.

همدا اوس داسې ښکاري په نیجر کښې کودتا په افریقا کښې د فرانسې په ګټو باندې جدي اغیز وشیندي او په تیره بیا دا چې د نیجر هیواد په ګاونډ کښې مالي او بورکینافاسو هیوادونه هم په سیمه کښې د فرانسویانو په شتون باندې اعتراض لري.

خبرنګار او کارپيژاند« انتوان ګلاسر» وايي :همدا اوس د فرانسې او د لویدیځو هیوادونو لپاره ډیر شیان په خطر کښې پریوتلي دي.

په حقیقت کښې نیجر په تیرو کلونو کښې له ترهګرو سره د مقابلې په پلمه د لویدیځو هیوادونو د هڅې مرکز پاتی دی او لویدیځ هیوادونه د پوځي اډو په جوړولو او له ترهګرۍ سره د مبارزې د مرستې په شان په پلمو سره په پوځي شتون سره په دغه سیمه کښې د روسیې د زیاتیدونکي نفوذ د مخه د نیولو هڅه کوي.

په همدې دلیل امریکا هم په چټکۍ سره په نیجر هیواد کښې کودتا وغندله او د  ولسمشر بازوم د خوشي کیدا غوښتنه یې وکړه.

لویدیځ هیوادونه اندیښمن دي چې په نیجر هیواد کښې د خپلو ګټو او د  مقام په لا لاسه ورکولو سربیره په افریقا لویه وچه کښې د روسیې د نفوذ د پراخیدا لاره لا پسې هواره شي.

له دې کبله په سیمه کښې له لویدیځو هیوادونو سره ځینو غږمله حکومتونو ګواښ کړی دی چې د نیجر هیواد پرضد اقتصادي خبرداري او تنبیهات اعمال کړي دا خو لا پریږده چې د نیجر پرضد پوځي اقدام ترسره کړي.

دا په داسې حال کښې دي چې د نیجر نوي حکومت خبرداری ورکړی دی چې د تیریګرو هیوادونو د هر ډول پلان په مقابل کښې به مقاومت وکړي.

په هر حال په نیجر هیواد کښې له کودتا وروسته بدلونونو د سیمې د سیاسي او د امنیتي لړزیدونکي  حالت لپاره اندیښمونکي شرایط رامینځته کړي دي او  هغه له سیمې د ورهاخوا قدرتونو ترمینځ د سیالۍ د زیاتیدا سبب شوي دي؛ داسې سیالۍ چې د نیجر په شمول د افریقا په بې وزله هیوادونو باندې ورانکونکی اغیز اچولی شي.

 

ټیګونه