د قرآن زده کولو ته د ماشومانو هڅولو لپاره د یوه ترکي مبلغ نوښت
یو ترکي مبلغ په جومات کې د خوراکي توکو د غرفې په جوړولو سره، ماشومان د قرآنکریم او نبوي سنتو زده کړو ته هڅوي.
ایکنا د یني شفق په حواله خبر ورکوي چې، د ترکیې په سینوپ ولایت کې په یوه جومات کې د یوه ترکي مبلغ د نوښت ویډیو، د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو پام ځان ته اړولی دی.
د دغه جومات امام د ماشومانو د لېوالتيا او زياتولو په موخه، د قرآنکريم او نبوي احاديثو د تدريس په دوبي کورسونو کې د ګډون لپاره، په جومات کې یوه کوچنې غرفه جوړه کړې ده چې د درس له پایته رسېدو وروسته، ماشومانو ته د دوی د خوښي وړ شریني او خوراکي توکي ورکوي.
د تركيې د ديني چارو سازمان په دې هېواد كې د ديني چارو د رسمي مسئول په دې وروستيو كلونو كې په دې ټولنه كې په تېره بيا د ماشومانو په منځ كې د اسلامي او قرآني تعليماتو د دودولو لپاره بېلابېل پروګرامونه چمتو كړي دي. د دې پروګرامونو اصلي برخه کې د مختلفو عمرونو ګروپونو لپاره د قرآني او نبوي سنتو د روزنې کورسونه، د قرآني سیالیو ترسره کول او همدارنګه د مختلفو دیني او قرآني محفلونو ترسره کول شامل دي.