له اټومي وسلو د چین هدف د اټومي جنګونو مخنیوی دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د چین د باندنیو چارو وزارت وویل د اټومي وسلو له جوړولو د دغه هیواد هدف په نړۍ کښې د اټومي جنګونو مخه نیول دي.
چین مخکې هم د اټومي وسلو د تولید او د پراختیا د بندیز د تړون این پي ټي(NPT) د بیا کتنې د کانفرنس په نتیجو باندې د نا هیلۍ په څرګندولو سره ویلي دي هماغه راز د دغه تړون دفاع کوي.
د این پي ټي تړون د بیا کتنې په هکله ډیرو غونډو تراوسه کومه نتیجه نه ده ورکړي او غړي هیوادونه نه دي توانیدلي د هغې د نهايي سند په زمینه کښې یوشان نظر ته ورسیږي.
امریکا په نړۍ کښې د تر ټولو ستر اټومي ریکټر په لرلو سره هماغه راز د این پي ټي تړون یو خلاف ورزۍ کونکی هیواد دی.
د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند «وانګ ونبین» پرون په یوه خبري کانفرنس کښې دې ته په اشارې سره چې بیجینګ هماغه راز ژمن دی چې له اټومي وسلو لومړۍ استفاده ونکړي وویل د اټومي وسلو له جوړولو د چین هدف هیڅکله سلطې ته رسیدل نه دي بلکې د اټومي جنګونو مخه نیول دي.