Oct 11, 2023 14:24 Asia/Kabul
  • هیله لرو چې د ایران اسلامي انقلاب په نړۍ کې له بدلون سره د ظهور لپاره زمینه برابره کړي

د نیجریه د شیعیانو مشر ټینګار وکړ: هیله لرو چې د ایران اسلامي انقلاب په نړۍ کې له بدلون سره د ظهور لپاره زمینه برابره کړي

د نیجریه د شیعیانو  مشر«شیخ ابراهیم یعقوب زکزاکي» له خپلې مېرمنې سره نن چهارشنبه د زده کړیالانو د سازمانونو په تود هرکلي سره د تهران د امام خمیني (ره) نړیوال هوایي ډګر ته ورسېد.

د مقاومت یو شمېر کسانو او پلویانو هم په هوایي ډګر کې د نیجریه د شیعیانو له مشر څخه تود هرکلی وکړ.

د نیجریه د اسلامي غورځنګ د مشر د ښه راغلاست په مراسمو کې، حاضرو کسانو د فلسطین بیرغ او د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د انځورونو په لرلو سره، په سیمه کې له مقاومت او د قدس شریف له آزادولو څخه خپل ملاتړ اعلان او د فلسطین پر مظلومو خلکو یې د صهیونیسټي رژیم د تیریو او جنایتونو له دوام څخه خپله کرکه څرګنده کړه.

 زموږ د خبریال د خبر له مخې، شیخ ابراهیم زکزاکي د امام خمیني (ره) په هوایي ډګر کې د هرکلي په مراسمو کې وویل: هیله لرو چې د ایران اسلامي انقلاب د امریکې، اروپا او نورو په ګډون، په ټوله نړۍ کې هغه بدلون رامنځته کړي ترڅو، د حضرت مهدي (عج) د ظهور لپاره زمینه برابره شي.

ټیګونه