Dec 21, 2023 15:17 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټ رژیم لخوا د  فلسطین د غزې د ورانولو په هکله د امانوئل مکرون خبرداری :-

په غزې تړانګه کښې د جنګونو او د صهیونیسټ رژيم لخوا د فلسطینیانو د وژلې په دوام سره د فرانسې ولسمشر« امانوئل مکرون» د غزې د ورانولو او په ملکي وګړو باندې د ړندو حملو په هکله خبرداری ورکړ.

هغه دې ته په اشارې سره چې باید اجازه ورنکړو دغه تصور رامینځته شي چې له ترهګرۍ سره اغیزشیندونکي مبارزه د غزې تړانګې د نابودولو او په ملکي وګړو باندې د ړوندو حملو په معنا ده او له صهیونیسټ رژیمه یې وغوښتل چې دا ډول حملې بندې کړي ځکه چې دا یو  متناسب ځواب نه دی او د ټولو خلکو ژوند یوشان ارزښت لري.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون دغه راز په غزې کښې د ملکي وګړو د ساتلو او د بشر دوستانه اوربند غوښتنه وکړه.

د فرانسې د  ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې امانوئل مکرون او دهغه نورو اروپايي متحدانو د غزې تړانګې په وسیدونکو باندې د صهیونیسټ رژيم د حملو له پیل راهسې دغه بریدونه  د اسرائیلو رژیم لخوا له ترهګرۍ سره مبارزه ګڼله او د غزې د خلکو پرضد یې د اسرائیلو د جنایتونو ملاتړ کړی دی.

د غزې د جنګ له پیلیدا راهسې فرانسې ، جرمني او ځینو نورو اروپايي هیوادونو اسرائیلو ته د  مالي مرستو او د  وسلو په ورکولو سره د دغه رژیم د جنایتونو او د فلسطینیانو د وژلې ملاتړ کړی دی.

د اروپايي هیوادونو چارواکو د فلسطینیانو وژل د اسرائیلو د ځان دفاع کول او له ترهګرۍ سره مبارزه بللي ده او حتی د فلسطینیانو د وژلې، په روغتونونو او تاریخي او دیني مرکزونو باندې د حملو په غندلو کښې له رامینځته شویو ټولنیزو غورځنګونو سره یې مخالفت کړی دی.

سره له دې د فلسطینیانو د وژلو زیاتول او په غزې تړانګې باندې  د اسرائیلو هراړخیزه حملې سبب شوي دي چې همدا اوس د اروپايي هیوادونو چارواکي د عمومي افکارو تر دباو لاندې د صهیونیسټ رژيم په مشرانو باندې یوشمیر نیوکې وکړي.

د ملکي وګړو د وژلو زیات شمیر او د غزې سیمې په پراخه سویه  ړنګول که څه هم د اسرائیلو د لویدیځو متحدانو لخوا د دفاع وړ نه دي خو د لویدیځو هیوادونو چارواکي په تیره بیا د فرانسې ولسمشر مکرون حتی په اوسني وخت کښې یوازې تش په خوله په غزې کښې د فلسطینیانو د وژلې د بندولو غوښتنه کوي او په عمل کښې هیڅ ډول اغیز شیندونکي اقدامات نه ترسره کوي.

په حقیقت کښې داسې ښکاري د امانوئل مکرون دریځ له دې زیات چې په غزې تړانګې باندې د حملو د بندولو لپاره د فرانسې د حقیقي غوښتنې پراساس وي ډیر د فرانسې او د نورو اروپايي هیوادونو د ښاریزو د عمومي افکارو د توجه د جلبولو په هدف سره ترسره شوی دی.

د اسلواکیه لومړي وزیر «رابرټ فیکو» د غزې د بدلونونو په هکله د اروپايي اتحادیې په کړچار باندې نیوکې سره وویل: په غزې کښې د شل زره کسانو په وژل کیدا باندې  هغه هم په دې دلیل چې اسرائیلو هغه وژلي دي سترګې نشي پټیدلای. زه د اروپايي هیوادونو په مشرانو ټینګار کوم اروپايي اتحادیې د فلسطین د مسلې په هکله د متحد او د قوي دریځ د غوره کولو لپاره زمونږ د ناتوانۍ په دلیل خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

په غزې تړانګه کښې د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو د اطلاعاتو دفتر په خپل تر ټولو نوي راپور کښې وویل د غزې د شهیدانو شمیر شلو زرو ته رسیدلی دی چې اته زره پکښې ماشومان او شپږ زره او دوه سوه پکښې ښځې دي.

په غزې کښې تراوسه دوه پنځوس زره او شپږسوه کسان ژوبل شوي هم دي.

په غزې کښې د انساني حالاتو په خرابیدا سره څه موده مخکې د بخښنې نړیوالې موسسې په یوې  بیانیې کښې له اروپايي هیوادونو وغوښتل د غزې تړانګې پرضد د صهیونیسټ رژیم د حملو او د جنایتونو د بندولو او په دغه سیمه کښې د دایمي اوربند د اعلانیدا لپاره هڅه وکړي خو په عمل کښې د اسرائیلو د جنایتونو د بندولو لپاره هیڅ جدي اقدام نه دی ترسره شوی او همدا اوس داسې ښکاري د فرانسې ولسمشر مکرون په یوې شعاري وینا او یوازې د حیثیت د ترلاسه  کولو لپاره په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو حملې وغندي او د جنګ د بندیدا غوښتنه یې کړي ده.

 

ټیګونه