پاکستان یو ناروې وال داعشي د اسلو حکومت ته سپاري
(last modified Fri, 16 Feb 2024 10:49:25 GMT )
Feb 16, 2024 15:19 Asia/Kabul
  • پاکستان یو ناروې وال داعشي د اسلو حکومت ته سپاري

 د ناروې حکومت  دغه پاکستاني توکمه ښاریز په اسلو کې د امریکا او صهیونیسټ  رژيم  دسفارتونو د ټارګټ کولو  د دسیسې لپاره   دهڅې په دلیل تر دې دمه تعقیبوي.

د پاکستان حکومت د ناروې یو ښاریز چې په اسلو کې په بهرنیو  سفارتونو دحملې لپاره  په دسیسې تورن شوی، او له داعشي ترهه ګرې ډلې سره ئې بیعّت کړی دی، ناروې ته بیرته ستنوي.

ایرناخبری آژانس راپور و رکړی،په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر د دفترعمومی اړیکو برخې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي، ددغه هیواد دموقته حکومت کابینې د یوه پاکستاني توکمه ناروې وال  عرفان قادر  د اسلو حکومت ته د بیرته ګرځولو  فیصله کړې ده .

د پاکستان حکومت اعلان ک ړی چې  دغه ناروې وال ښاریز په څو دوسیو کې دتورنیدا په  دلیل او   ناروې ته ئې د بیرته ګرځولو لپاره د اسلو دحکومت په غوښتنې سره  دغه هیواد ته ستنوي.

 د پاکستان رسندویو هم راپور ورکړی، چې عرفان قادر د داعش  له ترهه ګرې ډلې څخه په اغیزمنیدا سره ددغې ترهه ګرې ډلې  له مینځه تللي سرغنې سره بیعّت کړی دی.

 د ناروې حکومت  دغه پاکستاني توکمه ښاریز په اسلو کې د امریکا او صهیونیسټ رژيم  دسفارتونو د ټارګټ کولو د دسیسې لپاره د هڅې په دلیل تر دې دمه تعقیبوي.

 

ټیګونه