په غزې تړانګې کې د جنایتکار صهیونیسټي رژيم د نسل وژنې په ضد نړیوال اعتراضونه دوام لري
په وروستیو میاشتو کې په درستې نړۍ کې د فلسطیني ملت ملاتړو او باضمیره خلکو د مظاهرو او اعتراضونو په ترسره کولو سره د غزې تړانګې د بې څوکه خلکو په ضد د جنایتکار صهیونیسټي رژيم وحشي ډوله اقدامات او جنایتونه په سخته محکوم کړي دي.
په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي نیواکګر رژيم دنسل وژنې په ضد مظاهرې او اعتراضونه دنړۍ په مختلفو هیوادونو کې هماغه راز دوام لري.
زمونږخبریال راپور راکړ، د هالینډ،تیونس،امریکا،بریتانیا،اسپانیا،فراسې،ایتالیا،کنییډا، جرمني،مراکش او پاکستان پشمول د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د فلسطین او غزې تړانګې د ملاتړ لپاره مظاهرې شوي دي.
د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د فلسطین دملاتړو مظاهره چیانو په غزې تړانګې کې په تیره بیا په النصیرات کډوالو کیمپ کې د صهیونیستي جنایتکار رژیم د وحشي ډوله جنایتونو په محکومولو او د فلسطین دبیرغ په رپولو سره په غزې تړانګې کې د صهیونیسټي غاصب رژیم د جنګ ددریدا غوښتونکي شوي دي .
د امریکا او لویدیځي هیوادونو په هراړخیز ملاتړونو سره د څه دپاسه اتو میاشتو په تیریدا سره د وحشي اونسل وژونکی صهیونیسټي رژيم د فلسطین د مظلوم او بې دفاع خلکو په ضد په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې کې پراخې وژلې کوي چې د فلسطین دغزې د روغتیائي چارو د وزارت د وروستۍ اعلامیې په اساس، د تیر کال په اکتور کې د صهیونیسټي رژيم په وحشي ډوله بمباریو او توغندوي حملو له وخت راهسې تر دې دمه ۳۷زره اویا فلسطینیان شهیدا او او ک ابو ۸۵زره نور ټپیان شوي دي چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي .د فلسطینیانو په حق کې د وحشی صهیونیسټي رژیم جنایتونو د نړیوالو سخت غبرګونونه راپارولي دي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خلک، مختلف حکومتونه او نړیوال اورګانونه د فلسطین د مظلومو خلکو په ملاتړ کې راپورته شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې په درستې نړۍ کې د فلسطیني ملت ملاتړو او باضمیره خلکو د مظاهرو او اعتراضونو په ترسره کولو سره د غزې تړانګې د بې څوکه خلکو په ضد د جنایتکار صهیونیسټي رژيم وحشي ډوله اقدامات او جنایتونه په سخته محکوم کړي دي.