په غزې تړانګې کې  د اوربند فوری ټینګیدا د وخت یوه جدی غوښته ده
(last modified Sat, 13 Jul 2024 01:08:03 GMT )
Jul 13, 2024 05:38 Asia/Kabul
  • په غزې تړانګې کې  د اوربند فوری ټینګیدا د وخت یوه جدی غوښته ده

جوزف بورل چې د اوه ډلې د خارجه وزیرانو په ناستې کې د ګډون لپاره واشنګټن ته به سفر تللی، دخبریالانو په ټول کې ئې   په دې خبرې په ټینګار سره چې  انسانیّت باید بریالی شي،په غزې کې د فوری اوربند به ټينګیدا  او په دغې سیمې کې د اړمنو کسانو لپاره دانسان دوستۍ د مرستو دمنتقلیدا غوښتنه و کړه.

د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل  په غزې تړانګې کې  انساني وضعیّت له زغملو وراخوا وبالۀ  او په غزې کې ئې شرائط  بوږنوکي او  له بل  هر وخته  لازیات بدتر وبلل.  او وې وئيل، په تیرو نهو میاشتو کې  انساني وضعیّت   لا بوږنونکی شوی او د زغملو وړ نه دی .

جوزف بورل چې د اوه ډلې د خارجه وزیرانو په ناستې کې د ګډون لپاره واشنګټن ته به سفر تللی، دخبریالانو په ټول کې ئې   په دې خبرې په ټینګار سره چې  انسانیّت باید بریالی شي،په غزې کې د فوری اوربند به ټينګیدا  او په دغې سیمې کې د اړمنو کسانو لپاره دانسان دوستۍ د مرستو دمنتقلیدا غوښتنه و کړه.

د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست  مسئول  همداراز  په لویدیځي  غاړې  کې د ښارګوټو دپراخولو لپاره د صهیوینسټي رزیم په وروستۍ فیصلې په سختو نیوکو سره روښانه کړه، دد اوه ډلې  خارجه وزیران به داسرائيلی کابینې اقدام چې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزی ته محکوم کړي.

وحشي صهیونیسټي رزیم په تیرو نهو میاشتو کې  په غزې تړانګې کې پرخې وژلې او نسل وژنې پیل کړي دي او  د انسان دوستۍ د مرستو د مخه نیولو او ددرستو لارو په بندولو سره ئې  دغه سیمه به یوې سترې کنډوالې بدله کړې ده.د فلسطین د روغتیائی چارو د وزارت دوروستیو احصایو په اساس،  د تیرکال له اکتوبر ه تراوسه بورې د صهیونیسټي وحشی رژيم په بې آمانه بمباریو او توغندوي حملو کې په غزې تړانګې کې د شهیدانو شمیر ۳۸ زره ۳۴۵ تنو ته او ټپیانو شمیر هم ۸۸ززره درو سوو تنو ته رسیدلی چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي .

 

ټیګونه