د نړیولې سولې په پیاوړتیا کې د اسلام رول اوپراختیا وارزول شوه
ملایشیا ته د شیخ الازهر احمد الطیب په سفر کې د نړیوالې سولې په پیاوړتیا کط د اسلام د رول اوپراختیا په باب ځیني ټکي مطرح شول.
زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، شیخ الازهر احمد الطیب په ملایشیا کې په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړ ی دی، له پیغمبر اکرم(ص)سره د اسلامي امت پيوند چې بشریّت ئې د جاهلیّت له تورتمه راویستلی او د معرفت، رحمت او آرامښت نور او رڼا ته ئې لارښونه کړې،د وخت په تیریدا سره لا پياوړی او تل پاتې کی.ي . دا چاره ښئ چې د مځکې د ختیځ او لویدیځ مسلمانان د نیوي سیرت او سنت په ارزونې بوخت دي او هماغه شان چې د هغ وړ دي،له هغه بزرګوار قدرونه کوي او یقین لري چې هغه دآسمان له نور سره د نړۍ د تورتم د وصلیدا کړئ ده.
شیخ الازهر دغه وینا د میلمه پالنې په هغو دستورو کې چې د انډونیشیا محمدیه ټولنې له خوا ترسره شوي،چې د انډونیشیا له یوې پیړۍ راهسې یو ترټولو مهم اسلامی ارګان دی، کړې ده . دغه دستورې انډونیشیا ته د هغه د سفر په دریمه ورځ ترسره شوي دي.
په دغې پيښې کې د اسلام پراختیا او په نړیواله سویه د سولې په پياوړتیا کې ئې رول وارزول شو او د محمدیه ټولنې یو شمیر مسئولانو،د انډونیشیا دپوهنتونونو مشرانو او او د دغه هیواد متفکرانو او پوهانو پکې ګډون درلود.
شیخ الازهر،ټینګار وکړ، د ځیني شک رامینځةکونکو له ځاي ، وخت او اختلافه چې ورتیر شو ، د هغوي لیدتوګې او رودې ځيني مشترک ټکي لري، او هغه د حدیثو په راویانو کې شک او شبې او د اسلامی عالمانو پر هڅو او پر لوي ارزښت د سترګو پټول دي . دهغه په وینا پر دغو ارزښتونو د سترګو پټول،د حقیقت په لړ کې نه یوازې یو اقدام دی،بلکې د اسلامی عقایدو د تاریخ د حقایقو د نفی کولو لپاره یو ګام دی.
شیخ الازهر دخپلې ویناپه پاي کې سپارښتنه وکړه چې دانډونیشیا عالمان دې پخپلې ایجنډا کې د نبوي سنت اهتمام ولر او لاښه ده ، دا په درسي پروګرامونو کې هم ورځاي کړي، ځکه چې دغه چاره به د فکري انحرافاتو په وړاندې د ځوان نسل دساتنې لپاره یو عامل شي.