د چین او روسیې د ګډو سمندري تمریناتو پېل
(last modified Tue, 16 Jul 2024 01:51:51 GMT )
Jul 16, 2024 06:21 Asia/Kabul
  • د چین او روسیې د ګډو سمندري تمریناتو پېل

د چین او روسیې سمندري ځواکونو د چین په یوه پوځي بندر کې ګډ تمرینات پېل کړي دي.

د رسنیو په حواله، دا تمرینات یکشنبه د جولای پر ۱۴مه پېل شوي او د دواړو هېوادونو ځواکونو د آرام سمندر په سوېل او شمال کې ګزمې کړې دي.

د راپور په حواله، دا تمرینات د ګوانګدونګ ولایت په ژان جیانګ ښار کې شوي او ښايي د روانې میلادي میاشتې تر نیمايي دوام وکړي.

ورته مهال، د چین دفاع وزارت ویلي چې دا تمرینات له نړیوالو او سیمه‌ ایزو حالاتو سره هېڅ تړاو نه لري او نه هم کوم درېیم اړخ په نښه کوي.

دا ګډ تمرینونه تېره اوونۍ د ناټو له متحدینو سره د چین له کړکېچ وروسته شوي دي.

د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د ناټو د ۳۲ غړیو له خوا تصویب شوې بیانیې په ښکاره توګه دا وښوده چې چین د پوځي اتحاد پر مرکز بدلېدونکی دی.

ټیګونه