عصري غلامي؛ د اروپا لخوا د کډوالو د جذبولو موخه، د کار لپاره خلک خورا ارزانه دي
(last modified Wed, 31 Jul 2024 10:15:14 GMT )
Jul 31, 2024 14:45 Asia/Kabul
  • عصري غلامي؛ د اروپا لخوا د کډوالو د جذبولو موخه، د کار لپاره خلک خورا ارزانه دي

پارس تودي - په اروپا کې په کمه تنخوا د کارګرانو په توګه له کډوالو ګټه اخیستل، له دې ډلې څخه د اروپایانو د ګټې اخیستنې یوه بیلګه ده.

ډېری هغه کډوال چې د ښه کار په هیله له خپل هېواد څخه اروپا ته تللي، اندېښنه لري چې د دوی د کمو معاشونو افشا کېدل به د کاري ویزو له ختمېدو وروسته له اروپايي هېوادونو د شړلو له ګواښ سره مخ شي.

د پارس ټوډی د راپور له مخې، د کار نړیوال سازمان په دې اړه ویلي: "له نیمایي څخه ډیر جبري کار په منځني عاید یا لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې ترسره کیږي له دغه چارې څخه کډوال کارګران درې چنده ډیره زیان سره مخامخ کیږي."

په انګلستان کې د ټولنیز عدالت مرکز Centre For Social Justice  او د عدالت او پاملرنې انسټیټیوټ  Justice and Care  د راپور له مخې، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې جګړې، بندیزونه او پر خلکو مختلف فشارونه د عصري غلامۍ شبکې فعالیت ته وده ورکړې ده.

یوه شبکه چې د قربانیانو په ګټه په فارمونو کې سخت کار کوي او په خورا ټیټ معاشونو دندې ترسره کوي، د دې شبکې د چلوونکو جیبونو ته په میلیاردونو ډالر ګټه رسیږي، چې دغه چاره اکثریت په اروپا او امریکا کې زیاته ده.

د اروپایی هیوادونو په مینځ کې ، موږ کولی شو د آلمان یادونه وکړو چې د دې هیواد په اوږدو کې په کاري ځایونو کې د مهاجرینو کارګرانو څخه په لویه کچه ګټه اخیستل کیږي.

د پارس ټوډی د را پور له مخې چې د میزان خبري اژانس له قوله یې ورکړی ویلي: آلمان د مهاجرو او پناه غوښتونکو لپاره د کم معاش د اجباري کار پروګرام پیلولو سره د بشري حقونو شخړه راپورته کړې.

 په داسې حال کې چې آلمان د کډوالو د ادغام د ازموینې پروګرام په توګه یادوي، منتقدين ټينګار کوي چې دغه هيواد د زيانمن شويو وګړو څخه د کارګر ځواک په توګه کار اخلي تر څو د ستونزو د حل لپاره لکه د مهاجرو د راتګ او د پناه غوښتنې په اړه د ښي اړخو لخوا نيوکې د کډوالو کاري ځواک حل کړي.

د دې راپور له مخې، د آلمان په ختیځ تورینګیا ایالت کې مهاجرو او پناه غوښتونکو ته د ونو پرې کولو او د کلب پاکولو په څېر دندو کې د عادي معاشونو یو پر دریمه برخه ورکول کیږي.

په انګلستان کې د مهاجرینو د کار ځواک اوسنی حالت ډیر ښه نه دی تعریف شوی، د انګلیسي خپرونې ګارډین د دې هیواد د معتبرو پوهنتونونو څیړنو ته په اشارې سره، په یوه راپور کې لیکلي: له برګزیت او له اروپا څخه د انګلستان له وتلو وروسته، دغه هېواد د کارګر ځواک له کمښت سره مخ دی.

دوی زیاته کړې: په دې لړ کې، لندن له دې کړکېچ سره د مقابلې لپاره، د پخوا په پرتله د مهاجرو لپاره د کار ویزې صادروي.

په هرصورت، شرایط د دې لامل شوي چې د کار قوانین له منځه یوسي او د مهاجرینو د کاري شرایطو په اړه د اجرایوي ارګانونو نظارت وکړي، او دې مسلې د مهاجرینو کارګرانو د "نوې غلامۍ" خطر زیات کړی دی.

په فرانسه کې د مهاجرینو د کار وضعیت د دوی په وړاندې د نژادي تبعیض بله کیسه ده.

د یورونیوز د راپور له مخې، د فرانسې د احصایې او اقتصادي مطالعاتو ملي انسټیټیوټ "په فرانسه کې د مهاجرینو او د مهاجرینو اولادونه" تر سرلیک لاندې څیړنه ښیي چې کارګر کډوال اکثرا محدود د کار قراردادونه لري او ډیری د کم معاش دندې او د کار سخت شرایط د دوی لپاره دي.

د دې انسټیټیوټ د څیړنو له مخې، ځینې ډلې، په ځانګړې توګه د صحرایي افریقا څخه د مهاجرینو ماشومان، په فرانسه کې د خپلو مهاجرو پلرونو په پرتله ټیټ معاشونه او د بیکارۍ په لوړه کچه کې دي.

 

 

ټیګونه