له روسیې څخه د غربي جاسوسانو د ایستلو په نوي پړاو کې د شپږو انګلیسانو د اسنادو لغوه کول
(last modified Sat, 14 Sep 2024 12:01:47 GMT )
Sep 14, 2024 16:31 Asia/Kabul
  • له روسیې څخه د غربي جاسوسانو د ایستلو په نوي پړاو کې د شپږو انګلیسانو د اسنادو لغوه کول

پارس ټوډې - روسیې له دغه هېواده شپږ برتانوي ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور وایستل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مسکو پر وړاندې د جاسوسۍ د فعالیتونو له امله، د شپږو برتانوي ډیپلوماټانو د اسنادو د لغوه کولو خبر ورکړ.

د پارس ټوډې د خبر له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د جمعې په ورځ د دې اعلان ترڅنګ چې هېواد به یې په خپله خاوره کې د برطانیې د استخباراتي ادارو د کارکوونکو پټ فعالیتونه ونه زغمي، له لندن څخه یې وغوښتل چې د مسکو پروړاندې له خپلو دښمنیو او غیر دوستانه چلندونو څخه لاس واخلي.

زاخارووا د دغه ډول اقداماتو په اړه د روسيې پرلپسې خبرداريو ته په اشارې سره وويل: د لندن له خوا هر ډول غير دوستانه اقدام به د مسکو له پرېکنده ځواب سره مخامخ شي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې زیاته کړه: د بریتانیا سفارت د ډیپلوماټیکو اړیکو په اړه د ویانا په کنوانسیون کې له ټاکل شویو حدودو څخه ډېر پراخ عمل کړی دی.

د روسیې فدرالي امنیتي خدماتو هم یوه بیانیه خپره کړه او اعلان یې وکړ چې داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې د مسکو پر وړاندې د نړیوال نظامي او سیاسي وضعیت د ټینګولو لپاره، د لندن همغږي په ګوته کوي.

تر دې مخکې، د مې په میاشت کې، د برتانیا حکومت په لندن کې د مسکو پوځي سلاکاران، په اروپا کې د روسیې د ګواښونو د زیاتېدو په پلمه له خپلې دندې شړلي او پر دغه هېواد یې نوي بندیزونه لګولي وو.

همداشان پرون د امریکا د عدلیې وزارت هم په دغه هېواد کې د تورپوستو د حقونو څلورو فعالان په مجرم اعلانولو سره، هغوی یې روسیې ته د جاسوسۍ په تور تورن کړل.

دا اقدامات په داسې حال کې شوي چې د برتانیا لومړی وزیر کیر سټارمر، د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د خبرو لپاره واشنګټن ته تللی چې اوکراین ته اجازه ورکړي چې د روسیې پر ضد د لوېدیځ له خوا ورکړل شوي توغندي وکاروي.

کلیدي کلمې: روسیه او انګلستان، د بریتانیا جاسوسان، امریکا او روسیه، اوکراین او روسیه، ماریا زاخاروو

ټیګونه