د زمانې د ژغورونکي امام مهدی(ع)په باب د امام حسن عسکري روایتونه
(last modified Mon, 14 Oct 2024 07:59:39 GMT )
Oct 14, 2024 12:29 Asia/Kabul
  • د زمانې د ژغورونکي امام مهدی(ع)په باب د امام حسن عسکري روایتونه

پارس ټوډې – د حضرت امام حسن عسکري علیه السلام یو مهم فعالیت،د بشریّت د ژغورونکي  موعود حضرت امام مهدي(عج) د غیبیت د پړاؤ او د حضرت امام  مهدي علیه السلام سره د  رابطې له څرنګوالي  څخه د مومنانو د خبرولو او پوهولو لپاره  د دوي زمینه جوړول وو.

د پیغمبر اکرم یو لمسئ حضرت امام حسن عسکري(ع) او په ۲۳۲قمری کال کې  د هغه بزرګوار  جانشین امام  د اهل بیت (ع) د پیروکارو یولسم   امام   نړۍ ته سترګې رڼې کړې. د هغه پلار بزرګوار،امام هادی علیه السلام  او دهغه مور بی بی حدیثه یوه پرهیزګاره بی بی  ده . هغه  په ۲۲کلنۍ کې  او د بنی عباس  د خلیفه ګانو به وسیله د  حضرت امام هادی علیه السلام  له مظلومانه شهادته وروسته  په الهي تقدیر سره  دامامت مقام ته ورسید او خپل برکتناک عمر  ئې د مومنانو د هدایتولو په لاره کې ولګاوۀ.

د اسلامی سرچینو په اساس، دحضرت امام حسن عسکري(ع)یو مهم فعالیت  د   آخرالزمان له ژغورونکي  امام مهدی علیه السلام  سره د  رابطې د څرنګوالي او د غیبت  د پړاؤ له څرنګوالي د مومنانو د پوهولو او خبرولو لپاره زمینه جوړول وو.د مهدي موعود(ع) په فضیلت او پيژندګلوۍ کې  ډير زیات حدیثونه شته دي چې  د پیغمبراکرم(ص) له خواصادر شوي دي،البته  په دې چارې د حضرت امام حسن عسکري  ټينګار پر دې چارې ډيرې اغیزې شیندلي .

موسوي بغدادي  نقلوي؛له امام حسن عسکری(ع) څخه مو واوریدل چې وې فرمائيل؛ پوهه شئ   هرڅو ک چې له رسول خداي (ص) څخه وروسته  په آیمه معصومینو(عّ) اقرار وکړي،خو د مهدي منکر وي، نو د هغه چا په څير دی چې  له ټولو الهی پیغمبرانو او د هغه رسولانو سره ئې اقرار کړی وي، خو  درسول اکرم(ص) د نبوّت  انکار کوي. د مهدي موعود لپاره، غیبت دومره اوږد  دی چې خلک به پکې شک وکړي،مګر هغه څو ک چې خداوندمتعال ئې محفوظ وساتي.

 علی بن همام هم له محمد بن عثمان عمری او هغه له خپل پلار څخه نقل  کړي دي  چې ؛ زه د حضرت امام حسن عسکري(ع) وآخوا کې وم چې  له هغه حضرته  د هغه خبر په باب  څه وائۍ چې  د هغه پلار نیکه بزرګوارانو څخه نقل شوی دی ، په دې ب اړه چې  له دې مقصد چې ؛مځکه ترقیامته پورې  له الهي حجه خالی نه پاتیکیږي، او هغه څوک چې ومري او د خپلې زمانې امام ونه پيژني ، د جاهلیّت په مرګ به مړ شي ؟

نو هغه بزرګوار  وفرمائيل؛ دغه خبره حق ده ؛ هماغه شان چې  روښانه ورځ حقیقت لري ، وې وئيل؛ ائ دخداي  د رسول بچیّه؛له تاسو وروسته حجت او امام  څوک دی؟، نو وې فرمائيل؛زما زوی (مهدي)؛ او  له ما وروسته امام او حجت دی  هرڅوک چې مړ شي او هغه ونه پيژني ،نو د جاهلیّت په مرګ مړ شوی دی. پوهه شئ چې  د هغه لپاره  غیبت  داسې دی چې   په هغه مهال کې به نادان سربدلاه شي،په هغه وخت کې باطل نظریه لرونکي هلاک شي  او هغه کسان چې  د هغه د ظهور لپاره وخت وټاکي ، دروغ وائي.مهدي  دانسانانو دژغورنې لپاره په آخرالزمان کې  ظهور  کوي،په هغو سپینو بیرغونو سره چې  د هغه د سر د پاسه  او په نجف او کوفې کې ځوړیدلي دي.

 

ټیګونه