له یواړخیزه بندیزونو سره په مخالفت کښې د شنګهايي د غړو هیوادونو د نظر اتفاق
(last modified Thu, 17 Oct 2024 03:11:11 GMT )
Oct 17, 2024 07:41 Asia/Kabul
  • له یواړخیزه بندیزونو سره په مخالفت کښې د شنګهايي د غړو هیوادونو د نظر اتفاق

د شنګهايي د ملګرتیا سازمان غړو هیوادونو د خپلې غونډې د پاې په بیانیه کښې، د هیوادونو خلاف له یواړخیزه بندیزونو سره د مخالفت په ترڅ کښې هغه د نړیوالو اصولو اپوټه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د تجارتي محدودیتونو لګول، د نړۍ پایداره ترقي خرابوي.

د شنګهايي د ملګرتیا سازمان غړو هیوادونو د خپلې غونډې د پاې په بیانیه کښې، د هیوادونو خلاف له یواړخیزه بندیزونو سره د مخالفت په ترڅ کښې هغه د نړیوالو اصولو اپوټه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د تجارتي محدودیتونو لګول، د نړۍ پایداره ترقي خرابوي.

د ایرنا د خبر له مخې، د شنګهايي د ملګرتیا سازمان غړو هیوادونو پرون د اسلام آباد د غونډې په پایزې بیانیې کښې ټینګار وکړ چې په یواړخیزو توګه د بندیزونو لګول له نړیوالو اصولو سره سمون نه خوري او په دریمګړو هیوادونو او نړیوالو اقتصادي اړیکو باندې منفي اغیزه لري.

د شنګهايي په غونډه کښې د ګډونوالو پلاویو مشرانو زیاته کړه: غړي هیوادونو غواړي چې په سیاسي او امنیتي، سوداګري، اقتصادي، مالي او د پانګونو او کلتوري اوړیکو او انساندوستانه برخو کښې خپلې ملګرتیاوې پراخې کړی.

د ایران د صنعت، معدن او تجارت وزیر سید محمد اتابک هم پاکستان کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان په غونډه کښې د ایراني پلاوي د مشر په توګه، د سیمه ایزې په تیره بیا د شنګهايي سازمان له غړو هیوادونو سره ملګرتیا ته د ایران د اوسني حکومت په هوډ باندې په ټینګار سره وویل: تهران د صهیونیسټي رژيم د تیریو او د امریکې د اقتصادي ترهګرۍ خلاف د دغه سازمان د جدیت او د څواړخیزه تجارت له محدوونکو اقداماتو سره د مقابلې لپاره د جدي ګامونو د پورته کولو غوښتونکی دی.

 

 

ټیګونه