د لسم نمر په وير کښې (د امام هادي عليه السلام د شهادت خاص مطلب
(last modified Mon, 11 Mar 2019 06:41:27 GMT )
Mar 11, 2019 11:11 Asia/Kabul
  • د لسم نمر په وير کښې (د امام هادي عليه السلام د شهادت خاص مطلب

د رجب يا بزرګې د مياشتې په دريمه نېټه زمکې غېږه خلاصه کړې ده چې يو ځل بيا د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) له پاک خاندان څخه يو بل پاک انسان په ځان کښې ځاے کړي او هغه ته له دې دنيا نه د ډېر اوچت ژوند او د انبياؤ او اولياؤ عليهم الصلوات والسلام ترڅګنه زېرے ورکړي.

د هغه سپېڅلي امام يعني حضرت امام علي نقي (ع) د دردونکي شهادت په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تېره بيا د اهلبېتو عليهم السلام پېروکارو او تاسو قدرمنو دوستانو ته تسليت وايوو.

امام علي نقي (ع) په 220 هجري قمري کال کښې د خپل بزرګوار پلار له شهادته وروسته په اوۀ کلنۍ کښې امامت ته ورسېد او درې دېرش کاله يې  د اسلامي امت امامت ،رهبري او لارښونه په غاړه ولرله. ديارلس کاله په مدينه منوره کښې ؤ چې د متوکل عباسي په حکم په جبري توګه بغداد ته بوتللے شو او شل کاله يې په جبري توګه په بغداد کښې ژوند وکړ، تردې چې بالاخره په سامرا ښار کښې ورته زهر ورکړے شول او شهيد کړے شو.

هغه حضرت به په دغه موده کښې کله په شکنجې سره په بندي خانه کښې ؤ کله به په عامو جېلونو کښې ؤ او کله به هم آزاد ؤ، خو تر سختې حکومتي څارنې لاندې به ؤ يې او شل کاله يې د بني عباسو په ظلم او زورونې سره ژوند وکړ..د کائناتو لسم امام علي نقي (ع) «هادي» ونومولے شو، ځکه چې د عمومي هدايت په لړ کښې يې زيات کوششونه او هلي ځلې وکړې چې مسلمانان له انحرافه او د اسلام حقيقي عقائد له تحريفه وساتي او حفاظت يې وکړي.

د امامت يو بنيادي اډاڼه لرونکے محور د امام علم او پوهه وي چې د هغو په بنياد بشريت د تباهۍ د لارو له کندې ژغوريږي.

د امام علي نقي (ع) شخصيت د هم هغه ماشومتوب له دورانه د هغه له امامت نه مخکښې بڼه نيولې وه. علمي مناظرې، اعتقادي شبهاتو ته ځوابونه ورکول او د نامتو شاګردانو تربيت د امام علي نقي الهادي (ع) د لوړ علمي مقام ځينې څرګندې نمونې دي. هغه حضرت د ماشومتوب په هم هغه دوران کښې پېچلې فقهي مسئلې چې زياتره ستر عالمان او دانشوران به يې په هوارولو کښې پاتې راتلل هوارولې.ساده فکره دښمن به د هغه حضرت د علمي حېثيت د خرابولو په خيال علمي مناظرې جوړولې، خو دښمن به له رسوائۍ او شرمندګۍ نه بغېر بله څه نتيجه نه مونده.

امام علي نقي (ع) په فطري او ذاتي توګه زياته اجتماعي جاذبه او سياسي نفوذ لرۀ او له دغو خصلتونو او خصوصيتونو څخه په استفادې سره وو چې وې کړې شول د حاکم د ظلم په مقابل کښې ټينګ اودرېږي او د عمومي هدايت لپاره زړونه ځانته راکاږي او لارښونه يې کړي. حضرت امام علي النقي (ع) په داسې زمانه کښې د اسلام امامت او رهبري په غاړه واخېسته چې دباوونه او ساډوبي له مخکښې زياته شوې وه. همدارنګ  هغه حضرت په پراخه توګه د کلتوري او ثقافتي فعاليت لپاره د عمل آزادي نه لرله؛ خو په هم هغو نامناسبه حالاتو کښې يې هم اعتقادي شبهاتو ته له ځوابونو ورکولو نه علاوه حديثي او فقهي فعاليتونه هم کول او زيات شاګردان يې تربيت کړل چې د هغه حضرت له نامتو شاګردانو څخه ايوب بن نوح، عثمان بن سعدي اهوازي او د ايران په ری ښار کښې مدفون حضرت عبدالعظيم حسني عليه السلام ته اشاره کولې شوو چې ځينې پکښې يو لړ ارزښتناک علمي او فقهي آثار هم لري.

د امام هادي (ع) د شخصيت عظمت دوستان او دښمنان د هغه تکريم او اعتراف کولو ته مجبور کړي وو. ابن شهر آشوب په دې باره کښې ليکي: «امام هادي (ع) په خلقو کښې ترټولو خوش اخلاقه او ترټولو رښتينے ؤ. چا چې هغه حضرت له نزدې څخه ليدۀ نو ترټولو ښۀ سلوک کونکے يې ليدلے ؤ او که يې صفت له لرې اورېدۀ نو د يو ډېر کامل انسان وصف به يې اورېدلے ؤ. هرکله چې به د هغه په خدمت کښې خاموش وې نو د هغه د هېبت او شان ترتاثير لاندې به وې او هرکله چې به دې د خبرې کولو اراده وکړه نو د هغه بزرګۍ او عظمت به درباندې څادرخوروۀ. هغه د رسالت او امامت له خاندان څخه او د جانشينۍ او خلافت ميراث لرونکے ؤ او  د نبوت د ميوو  ډکې اونې يوه ښکلې څانګه او د رسالت د اونې مېوه ؤ.....»

ستر سني عالم او محدث ابن صباغ مالکي په «الفصول المهمة فی معرفة الائمة» کتاب کښې وائي: امام هادي يو داسې انسان دے چې زمکه او آسمانونه يې له مناقبو او فضائلو ډک دي او زۀ نه شم کولې د هغه حضرت  د مناقبو او فضائلو يوه برخه په قلم او او ژبې سره بيان کړم. د هغه حضرت کور ته چې خلق کوم اموال اوړي نو امام هغه اموال په مسکينانو او فقيرانو تقسيموي او خپله په يو پوزي باندې ژوند تېروي او د دې لپاره چې ژوند تېرول يې له خلقو سره وابسته نه وي او په خلقو بوج جوړ نه شي په سامرا سيمه کښې يې يو پټے واخېست او خپله به وخت په وخت هلته تلۀ او کار به يې پکښې کوۀ. راوي وائي: ومې ليدۀ چې امام هادي (ع) هلته په کار لګيا دے او له بدنه يې خولې روانې دي، عرض مې وکړ: «أين الرجال؟» يعني کسان دې چرته دي؟ تاسو هغوي ته ووائئ چې ستاسو په ځاے کار وکړي. حضرت وفرمايل، نه، له ما نه ښو کسانو په خپل محنت سره ژوند وکړ، لکه نيکونه مې د خداے ګران رسول (ص) او حضرت علي بن ابي طالب (ع).»

د امام علي نقي (ع) په بياناتو کښې له مهمو تعليماتو څخه فاني دنيا او د انسانانو د نېکمرغۍ په وده کښې د هغې کردار ته پاملرنه ده. امام هادي (ع) دنيا د يو داسې بازار په توګه معرفي کوي چې يوه ډله خلق پکښې ګټه کوي او يوه ډله خلق پکښې تاوان کوي. د امام له نظره له دنيا او دنيوي خوندونو سره مينه او ورسره زړۀ تړل مذمومه او بده چاره ده، خپله دنيا بده نه ده، خو په دې وجه چې انسانان په بازارکښې د ګټې او منافعې په تکل کښې وي نو په دنيا پورې هم زړۀ تړي. همدغه د دنيا په خوندونو پورې زړۀ تړل د انسانانو د خطاګانو، تېروتنو او په ګناهونو د ککړېدو سبب کيږي. دغه په مادياتو او مزو چرچو کښې ښکېلېدل انسان په هلاکت کښې اچوي او د هغۀ د زوال او نسکورېدو زمينه برابروي. د دنيا د مادي بازارونو ګټه او تاوان له ګڼ شمېر حالاتو او عواملو سره تړاؤ لري. ځينو دنيا د تېرېدو ځاے او سرائې ګڼلې ده او په دنيا کښې کوشش کوي چې د آخرت لپاره څه توښه جمع کړي، هغه هاغه کسان دي چې د دنيا په بازار کښې د پېغمبراکرم (ص) او د هغه حضرت د اهلبيت (ع) د ځان لپاره د نمونې په ګرځولو سره د خداے پاک د بندګۍ په لاره کښې ګام اوچتوي او د حق او انصاف په لاره تګ کوي. داسې کسان په دنيا او آخرت کښې خوشبختۍ ته رسيږي او په آخرت کښې به هم کامياب وي. خو هغه کسان چې دنيا باقي او پائېداره بولي د نفساني خواهشاتو اسير او د شېطان فرمانبرداره کيږي او دنيا يې هدف او مقصد ګرځي. هغوي د دنيا د ظاهري پړق پړوق ګوډاګي جوړيږی او کوم ګناهونه چې کوي زيان او نقصان يې مومي او په آخرت کښې په الهي عذاب اخته کيږي. لکه رحمان بابا څومره ښه وائي:

هوښيار مه ګڼه هوښيار د دې دنيا

بې وقوف دے وقوف دار د دې دنيا

روښنائي په هغو زړونوده حرامه

چې پرې کښېني ګرد، غبار د دې دنيا

ګرفتار يې همېشه په غم کښې ډوب وي

هيڅوک مه شه ګرفتار د دې دنيا

تل به پروت وي په ظلمت او په تورتم کښې

چې اسير وي په ګفتار د دې دنيا

په دنيا به مينه نه کاندي هيچرې

چې خبر وي په اصرار د دې دنيا

يوفساد به يې بيان له رحمان نه شي

فسادونه دي بسيار د دې دنيا

گوينده:

امام هادي (ع) په يو بل حديث کښې فرمائي: «خداے پاک دنيا د ازمېښت ځاے او آخرت يې د اوسېدو آخري ځاے او د دنيا نتيجه ګرځولې ده او د دنيا واقعات او آزمېښتونه يې د آخرت اجر او ثواب او د دنيا د ازمېښتونو او مصيبتونو عوض او بدله ګرځولې ده.»

په دې مبارک حديث کښې دنيا د آزمېښت ځاے دے چې پکښې انسان آزمائل کيږي. د آزمېښت ځاے هيڅکله مقصد او د کار د خاتمې ځاے نه وي دغه ازمېښتونه د پرمختګ او تکامل او خداے پاک ته د نزدېکت لپاره دي. په هم دغو ازمېښتونو کښې دي چې انسان توانمن او تفکر، همت او اراده لرونکے او څوچنده کار کونکے جوړيږي او ورځ په ورځ يې د ټولنې په ترقۍ او وده کښې ونډه زياتيږي. که څه هم د دنيا د آزمېښتونو او مصيبتونو پوره پوره بدله او اجر په آخرت کښې انسان ته رسيږي، خو دنيا هم د انسانانو د بې پايانه آزماېښتونو په سيوري کښې په دائمي وده ترقي کوي او په تحرک کښې راځي. د اسلامي «نړۍ ليد» په بنياد ابدي او همېشنے جهان د همدې دنيا په دوام کښې راځي او په هغه جهان کښې د انسان  خوشبختي او بدبختي په دې دنيا کښې د هغه د نېکو او بدو کارونو او ازمېښتونو نتيجه او لاسته راوړنه ده. لکه رحمان بابا وائي:

ښه ده ښه ده دا دنيا

چې توښه ده د عُقبا

مذمت د دنيا مه کړه

واوره پند په دا وينا

د دنيا په بازار کېږي

د هغه جهان سودا

په دنيا کښې ډېر حکمت دے

پرې پوهېږي حُکَما

په دنيا کښې بدي نشته

که بدي نه وي له تا

په الهي «نړۍ ليد» کښې خداے پاک عادل دے او هيڅکله هغه ازمېښتونه  چې انسانان ترې سرلوړے راوځي او د زياتو مصيبتونو او سختيو باوجود په نېغه لار تګ کوي بې مثاله الهي اجر او بدله او د آخرت بې پايانه نعمتونه يې په برخه کيږي. د امام علي نقي الهادي (ع) د منطق له مخې هيڅ دنيوي مصيبت او سختي بې اثره نه ده. له دې امله چې انسان په ناخوښو پېښو او مصيبتونو سره ازمائل کيږي او په حقه لار کښې پائداره پاتې کيږي، نتيجه يې انساني وده او کمال او د آخرت ثواب دے، نو ځکه امام هادي (ع) د هغو کسانو لپاره چې په ژوند کښې له ماتې او ناکامۍ سره مخامخ کيږي ترټولو غوره لار د ځان د اصلاح او بيا رغونې لپاره صحيح فېصله بولي او فرمائي: «د تېرو ناکاميو لپاره د غم او حسرت په ځاے پکار دي په مضبوطې ارادې او فېصلې سره يې تلافي وکړې.»  (ميزان الحکمه، ج7، ص454)

يو ځل بيا د حضرت امام علي نقي الهادي (ع) د شهادت په مناسبت ټولو مسلمانانو په خاصه توګه د اهلبېتو عليهم السلام مينه والو ته ته تسليت تعذيت وړاندې  کوو.

-----------

 

ټیګونه