د یمن په زندان باندې د سعودیانو د حملې په اړه دې تحقیقات وشي
(last modified Tue, 03 Sep 2019 03:01:24 GMT )
Sep 03, 2019 07:31 Asia/Kabul
  • د یمن په زندان باندې د سعودیانو د حملې په اړه دې تحقیقات وشي

د بخښنې نړیوال سازمان په یمن باندې د عربستان په مشرۍ د تیري ګرو د ائتلاف د خونړۍ حملې په غندلو سره دغه حمله په روان ۲۰۱۹ کال کښې ترټولو خونړۍ حمله وبلله.

د عفوې او بخښنې نړیوال ارګان بیګا په یوه خبرپاڼه کښې زیاته کړه: د یمن د ذمار ولایت په المقصوف زندان باندې د عربي ائتلاف هوايي بریدونه د دغې ودانۍ د بشپړ ویجاړي او په کښې د لس هاؤ بندیانو د وژل کیدو سبب شوې دي.

دغه سازمان په المقصوف جیل باندې د خونړۍ حملې په هکله په تحقیقاتو باندې په ټینګار سره د یمن په جنګ کښې پرله پسې د نړیوالو حقوقو د خلاف ورزۍ د ختمولو لپاره د نړیوالې ټولنې د هلوځلو غوښتنه وکړه.

د عفوې نړیوال سازمان هم داشان د یاد جنایت ترسره کونکو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه او ورڅخه یې وغوښتل چې د یادې پيښې قربانیانو ته د تاوان پيسې ورکړي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې هم وړمه شپه په خپل رپورټ کښې وویل چې د یمن په مرکز کښې د ذمار ولایت په المقصوف نومې زنداني باندې د عربي ائتلاف په هوايي حمله کښې سل تنه وژل شوې دي.

 

ټیګونه