هند او پاکستان د کشمیر په هکله د امریکې وړاندیز ته بې پامي کوي
Sep 12, 2019 04:58 Asia/Kabul
د هندوستان او پاکستان حکومتونو تراوسه د کشمیر په سر د دواړو هیوادونو ترمینځ د شخړې کمیدو لپاره د واشنګټن د وړاندیزونو منلو ته هیڅ ګروهنه نه ده ښودلې.
ایرنا خبري آژانس د انډیا ټوډی ورځپاڼې په حواله لیکلې دي چې د کشمیر په سر د هند او پاکستان ترمینځ د کشالې له زیاتیدو وروسته د امریکې ولسمشر تراوسه څو ځلې د دواړو هیوادونو ترمینځ د مینځګړیتوب وړاندیز کړی دی خو په دغو دواړو کښې هیڅ کوم هیواد د سپینې ماڼۍ دغه وړاندیز نه دی منلی.
واشنګټن له دې مخکښې ادعا کړې وه چې د کشمیر د مسئلې د هواري لپاره د ټرمپ د مینځګړیتوب غوښتنه د هندوستان وزیراعظم نریندر مودي کړې ده خو د هندوستان حکومت د امریکې دغه ادعا سمدستي رد کړه.