حزب الله اسرائیل په جنګ ځپلی سیمې بدلولی شی
(last modified Tue, 29 Oct 2019 01:03:10 GMT )
Oct 29, 2019 05:33 Asia/Kabul
  • حزب الله  اسرائیل په جنګ ځپلی سیمې بدلولی شی

فارس خبری اژانس وایی د صهیونیسټ رژیم یوه (۱) پوځی جنرال اسحاق بریک د ایران او د لبنان د حزب الله غورځنګ په توغندوی توان د اعتراف په ترڅ کښې وویل نیواکی فلسطین ته د ځمکې له لارې د ورننوتلو اړتیا نشته او همدغه توغندی اسرائیل په یوې ۱) جنګ ځپلی سیمې بدلولی شی .

هغه پرون ټینګار وکړ  د ډیرو باوری خارجی سرچینو د راپور پراساس د لبنان حزب الله په بیلابیلو اندازه کښې کابو یولک دیرش زره(۱۳۰۰۰۰) توغندی ، له یوه میټر څخه واخله تر دیرشو (۳۰) میټرو پورې اوږده  توغندی چې په ډیر دقت سره لګیږی او دنښې د مینځ د ویشتونکو توغندیو په شمول څه دپاسه لس زره (۱۰۰۰۰) لرواټنه او درانه توغندی لری .

د اسرائیلو دغه پوځی جنرال اسحاق بریک د حزب الله د توغندیو د واټن په هکله وویل  د حزب الله د توغندیو واټن له درې سوه پنځوس (۳۵۰) کلومیټرو څخه تر اوه سوه پنځوس (۷۵۰) کلومیټرو پورې دی او «ذوالفقار» توغندی چې اوه سوه پنځوس (۷۵۰)کلومیټره واټن لری د سوریې او د ترکیې له سرحدونو په تیریدا سره د صهیونیسټ رژیم «ایلات »ښارګی ویشتلی شی .

هغه وویل په دنیا کښې داسې هیواد نه لیدل کیږی چې له دغه اندازه توغندیو سره مقابله وکړی او دا ډول زر (۱۰۰۰) توغندی کافی دی چې اسرائیل په یوې (۱) جنګ ځپلی سیمې بدل کړی او دا دهغو توغندیو  یوه (۱) برخه ده چې اسرائیلو ته به ورسیږی .

اسحاق بریک وویل د صهیونیسټ رژیم د جنګ وزارت دغه نتیجې ته رسیدلی دی چې د وسپنیزې ګونبسۍ (Iron Dome)په نوم توغندوی سیسټم له هغو توغندیو سره چې دنیواکی فلسطین په لور وتوغول شوی د مقابلې لپاره کافی نه دی .

 

ټیګونه