په امریکا هیڅ ډول اعتماد نشی کیدلی
فارس خبری اژانس وایی په ویانا کښې دیره په نړیوالو موسسو کښې د روسیې دائمی استازی میخائیل اولیانف پرون ډاګینه کړه د اټومی تړون تجربې شمالی کوریا ته ورښودلی ده چې له امریکا سره موافقه د اعتماد وړ نه ده .
هغه د اټومی تړون برخلیک او له دغه موافقې د امریکا وتلو ته په اشارې سره وویل د ایران د اټومی موافقې په هکله د امریکا سیاست په واشنګټن باندې د شمالی کوریا د بې اعتمادۍ سبب شوی دی .
ډیرې هیوادونه باوری دی چې په اټومی تړون کښې د امریکا کړچار د اټومی مسائیلو په هکله د شمالی کوریا او د امریکا ترمینځ د موافقې د امکان په شمول په نړیوال ډګر کښې په واشنګټن د باور کولو قابلیت تر پوښتنې لاندې وروستلی دی .
د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون پرون وویل داسې هیڅ دلیل نشته چې هیواد یې د توغندیو د ازمویلو په هکله اعمال شوی وقفې یعنی ځنډ ته دوام ورکړی .
هغه وویل که چیرې امریکا د شمالی کوریا پرضد خپل غلیمانه سیاست ته دوام ورکړی په کوریا ټاپووزمې کښې به هیڅکله اټومی بې وسلې کیدا ترسره نشی .