د خدای پاک سره مناجات، دوهمه برخه، د رمضان مبارکه میاشته
(last modified Thu, 23 Apr 2020 11:04:08 GMT )
Apr 23, 2020 15:34 Asia/Kabul
  • د خدای پاک سره مناجات، دوهمه برخه، د رمضان مبارکه میاشته

په دې مطلب کې به د لوی خدای سره د مناجات او لمنځ په شکل کې د جوشن کبیر د دعا یوه برخه تاسو ته وړاندې کړو.

 

د کوم ځای نه یې پیل کړم؟ په اصل کې د کوم ځای څخه پیل شو؟

دومره درد او سوز چي هیڅ ځای نه نیسي، له کوم ځای څخه پیل شو؟ ولې خبره دې ځای ته ورسېدله؟ دا  د عملیانو (روږدو) د علاج ځای دی.

د روغتیا لپاره مي زړه تنګ شوی دی، هغه روغتیا چي خدای پاک را په برخه کړې وه په لوی لاس مې  د جېل او غفلت د امله د لاسه ورکړه، د ژوند د ستونزو او کړاونو څخه د یوې لحظې د خلاصون په موخه  مې نشه یې توکو ته مخه کړه، خو دغه د خلاصون شيبې چي د مخدره موادو په استعمال سره مې خوند ترې اخیستۍ اوس ټول ژوند را تباه کړی او د دردونو او کړاونو زغملو ته یې مجبوره کړه یم.

لویه خدایه! اې د توبې قبلوونکیه! دا چي اسمان ته مخه وکړم او درڅخه د روغتیا د نعمت د برخمنېدو غوښتنه وکړم، شرمېږم، که ستا د لوی دربار نه وغواړم... د خپل بنده په ځواب کې به څه ووایي؟

دلته د ټولو حال هم ښه دی او هم ښه نه دی. خو د ټولو زړونه د خپلو عزیزانو د لیدو لپاره ناقراره دي، زمونږ په سترګو کې ډېر لوی مظلومیت ښکاره دی، ځینې دلته خپله ورکه پیدا کوي او تر ټولو مخکې د دې ځای څخه خلاصیږي.

دا چي په دې پوه شې چي د ځآن سره  څه کول غواړې نو ډېر ژر به تر منزله را ورسېږي. یعني د عملیانو د علاج له ځایه خلاصون، خو د دې ځای څخه د خلاصون شرط له خپل جسم، فکر او خواهشاتو څخه خلاصون دی.

په دې ځای کې حصارېدا او اسارت زموږ د ناهیلیو او غلطو سوچونو پایله ده، خو که چیري د ښه ژوند د تر سره کولو لپاره مو په زړه کې هیله پیدا شي نو د خلاصون لاره مو پر مخ خلاصیږي.

خدایه، اې د فریادونو اورېدونکیه!

په روغتیا پسې مي زړه تنګ شوی دی، هغه نعمت، چي د برخمنېدا په خاطر مي هیڅکله د خدای شکر ادا نه کړ، د خپسکي له ویري مي خوب سترګو ته نه راتلی، ځکه چي کله سترګې پټوم  ځان د مخدره موادو د استعمال په حال کې وینم او ......

ځینې وختونه د خوبه راوغورځیږمه، مخ په یخو اوبو پریولم تر څو ډاډ تر لاسه کړم چي ویښ یم او هغه څه چي مي ولیدل صرف یو بد خوب وو.

لویه خدایه، اې په پټو رازونو خبره!

کله چي خپلې کړنې او تېروتنې را په یاد کړم نو شرمنده سم،

لویه خدایه، اې د ګناهونو او تېروتنو بخښونکیه

ما سره مدد وکړه چي خپلو مخکنیو تېروتنو ته  بیا مخه نه کړم.

د وخت په تېرېدو سره مي خلاصون تر لاسه کړ او اوس ازاده ژوند کوم، شاید ستاسو لپاره په زړه پوري وي او له ځانه وپوښتئ چي څنګه او ولي؟

هم دی ګنګوسې ازاد کړم، هم دې ویرې، ستا د لاسه ورکولو وېره، نشې ته  د بېرته ستنیدو ویرې  او د تېروتنو د تکرار وېرې.

په مرګوني حال کې  مې ږغ درباندې وکړ او ستا څخه مې بخښنه وغوښته او وعده مې درکړه.

خدایه! ای د لوړو مقامونو ورکوونکیه!

قول مي وکړو چي یو ځل بیا ستا په ملتیا سره ژوند له سره پیل کړم او یوه شېبه هم ستا له یاده غافل نه شم، نو لویه خدایه ته هم د خپلي مهربانۍ او دوستۍ  له رویه پر ما تېر حالات مه راوله او د هغو تېروتنو د بیا تکرار وس مه راکوه.

د  دغه عاجزانه رازو نیاز په جریان کې زه خدای پاک د دې بلا څخه خلاص کړم، که خداي  مي نه وای یاد کړی نو داسي ژر به د عملیانو د علاج د کېمپه نه وم خلاص شوی، هر څوک چي ځان بیا مومي، او خدای پاک په یاد کړي ژر له دې بلا څخه خلاصیږي.

هر څوک چي ستا سره ژر پخلا شي او ملګری شي نو خلاصون به یې حتمي وي.

خپل کور ته راستون شوم، ازاد او کرار

د هر هغه شي نه چي ستا له یاده مي غافل کوي او ستا څخه مي لیري کوی کرکه کوم. ستا یاد زما  لپاره کفایت کوي که څه هم هرڅه هیر کړم.

کار کوم او زیار باسم ځګه چي کار د ناروینه و جوهر دی ځکه چي زیارکښ سړی هیڅ وخت په عمل نه اخته کیږی.

د عملیانو د کېمپ څخه د خلاصون وروسته  د کار په لټون شوم. ځکه چي کار ته مي ضرورت درلودلی او دومره مي ولټوه  چي اخر مي  پیدا کړ، چي هغه هم ستا د مرحمت او مهربانی له رویه و.

مور مي همېشه ویل: د سړي کار یوازي خدای پاک ورسمولای شي، نو په حقیقت سره چي تا زما کار راسم کړ، ای  د ښېګڼو سرچينې!  اې لویه خدایه تا کار راجوړ کړ،،،، ته په معرفت او ملګرتیا کې جوړه نه لرې.

زما په حق کې یعني د خپل بنده په حق کي دي ښه وکړه، ستا هغه بنده چي کله په غفلت کې و هر څه یې د لاسه ورکړل.

کله چي ځان ته په هینداره کې ګورم نو د ځان ننداره کوم، نو له ځان سره د محبت احساس پیدا کوم،

د دې ګونجي ګونجي مخ تر شا یو خوشحاله او ډاډمن ځوان وینم. چي ښه یې پیژنم.

په هینداره کې ځان ته ګورم او وایم: خدایه پاکه شکر دی چي له دې بلا څخه دي خلاص کړم بیا نو په یقین سره په دې پوهیږم چي خدای پاک تېر وختونه بیا نه راباندې راولي.

که په یوه ستونزه کې راګیر شولاست او ترې نه د خلاصون لاره نه وي  نو د جوشن کبیر د دعا دوهم پړاو ته مخه کړي او وې لولئ.

ای د سردارانو سرداره، ای د دعاګانو قبلوونکیه

 ای د مقامانو لوړوونکیه ، ای د نیکیو سرچینې

 ای له خطاګانو تېریدونکیه، ای د سوالونو پوره کوونکیه

ای د توبو قبلوونکیه ، ای د غږونو اورېدونکیه

ای په رازونو پوه او د بلاګانو لرې کوونکیه ،

 پاک او سپیڅلی یې ته، تسبیح وایم ستا، ای هغه ذاته چې بې له تا بل معبود نیشته، مرسته مو وکړه. مرسته مو وکړه، مونږ د دوزخه له اوره  وژغوره ای  زما پالونکیه.

د مطلب پای/.

 

 

 

 

 

ټیګونه