قرآني زيري (۵)
(last modified Sat, 02 May 2020 10:31:25 GMT )
May 02, 2020 15:01 Asia/Kabul
  • قرآني زيري (۵)

د روژې مبارکه مياشت ښکلې او يوه يادګاري مياشت ده. کله چې د دغې مبارکې مياشتې شېبې له نورو سره په نېکۍ او احسان سره تړاو پېدا کوي نو معنوي شان او شوکت يې زياتيږي او اثرات او برکات يې لا ځليږي.

له نورو سره احسان او نيکي کول يو غوره او د خداے پاک خوښه صفت دے چې يو کس په ځان باندې نورو  ته په ترجيح ورکولو او د هغوي د مشکلاتو په هوارولو او بخشش او ايثار کولو سره د خداے پاک او مخلوقاتو رضامندي ترلاسه کړي او په کلي توګه هغه څه چې د ځان لپاره يې خوښوي د نورو لپاره يې هم خوښ کړي او هغه څه چې د ځان لپاره يې مکروه بولي د نورو لپاره يې هم خوښ نه کړي.

هغه اصطلاحات او مفاهيم چې په قرآن مجيد کښې په زياته اندازه استعمال شوي دي د «احسان» او «محسنين» اصطلاح ګانې دي تر دې حده چې د دغې اصطلاح د اصلي ريښې يعنې ح- س –ن څخه په مجموعي توګه ۱۹۴ کلمې د ۲۸ قالبونو په صورت کښې استعمال شوې دي.  د «احسان» کلمه د هغې له اړوندو کلمو سره ۳۴ ځل او د «محسن» اصطلاح د هغه له اوړوند کلمو سره ۳۹ ځل په قرآن کښې کښې راغلي دي.له دغو څخه يو آيت د سورۀ احقاف ۱۲ آيت دے چې خداے پاک پکښې محسنانو ته زېرے ورکوي:

«وَمِنْ قَبْلِهِ کِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَذَا کِتَابٌ مُصَدِّقٌ لِسَانًا عَرَبِيًّا لِيُنْذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ»« او له دې مخکښې د موسی کتاب چې پېشوا او رحمت ؤ (نښې نښانې يې بيان کړې دي) او دا کتاب د تورات له نښو نښانو سره غږملے دے، په داسې حال کښې چې په عربۍ، فصيحه او روانه ژبه دے چې ظالمان اويروي چې نېکانو ته زېرے ورکړي.»

د دغه آيت له مخې د آسماني کتاب لېږل له الهي سنتو څخه دي. او آسماني کتابونه د الهي رحمت يوه جلوه ده او له دې امله چې د بشر پېشوا، هادي او لارښود دي انسانان يې پکار دے په ټولو اړخونو کښې پېروکار او ورباندې عامل وي.په کلي توګه انذار يعنې ويرول او تبشير يعنې زېرے ورکول د قرآن د هدايتونکو پېغامونو دوه محورونه دي او د قرآن بنيادي هدف له ظلم او تباهۍ نه د انسانانو لرې ساتل او نېکۍ او احسان ته د هغوي هڅول دي.

خو اوس دا چې نېکان څوک دي؟ د قرآن مجيد د وېنا له مخې محسنان او نېکان هغه کسان دي چې له اعتقادي نظره د توحيد په لاره کښې او د عمل له نظره د استقامت او صبر په لاره کښې شتون ولري. داسې کسان د مصيبتونو، سختيو او ناغوره پېښو په وخت استقامت کوي او د خپل پروردګار په رضا راضي وي. د سورۀ توبه په سلم (۱۰۰) آيت کښې د محسنانو او نېکانو اجر په ښکلا سره بيان شوے او راغلي دي چې خداے پاک له هغوي نه راضي او خوشحاله دے او د هغوي لپاره د جنت باغونه ، روانې او روڼې ويالې موجودې دي او دا يوه ستره کاميابي ده.

قرآن مجيد د سورۀ آل عمران په ۱۳۴ آيت کښې د محسنانو يو مهم صفت په حاجتمنو د خپلو مالونو خرچ کول معرفي کوي او فرمائي: هغه کسان چې د بې وزلۍ او تنګ لاسۍ په وخت کښې خپل مالونه په فقراؤ خرچ کوي او خپله غصه څښي او د خلقو خطاګانې معاف کوي او خداے نېکان کسان خوښوي.

د خداے د ګران رسول (ص) او د هغه حضرت د پاکو اهلبېتو عليهم السلام په روايتونو او حديثونو کښې هم احسان له خپل ذاتي حق څخه يو ډول تېرېدل او سرښيندنه او ايثار کول دي او په همدې وجه مولای متقيان حضرت امام علي (ع) فرمائي: «د ايمان ترټولو مهمه برخه له خلقو سره احسان دے.» د روايتونو له مخې نېکان کسان الهي علم او حکمت لري. خداے پاک هغوي هدايت کوي او علم او حکمت ورته عطاء کوي. همدارنګ خداے پاک د محسنانو عاقبت په خېر کوي، نو ځکه به هغوي کامياب وي.

ښکلې ټولنه هغه يوه ټولنه ده چې پکښې د افرادو تعلقات په خپلو کښې له غوره اخلاقي صفاتو او عواطفو سره ګډ وي. په دغه ټولنه کښې افراد په خپلو کښې سره نزدې وي او د مشکلاتو د هوارولو لپاره له يو بل سره تعاون کوي. له يو بل سره مينه، احسان، معافۍ او انفاق په شان صفاتو وده او پراختيا د ټولنې په دننه کښې نتيجه ورکوي او هغه بدلوي. خداے پاک خلق د نېکو کارونو کولو ته هڅوي او ترغيبوي او د نېکو کسانو ستائنه کوي او د هغوي د خاصو ځانګړتياو په بيانولو سره هغوي د هدايت او فلاح په لاره کښې بولي او د سورۀ لقمان په ۵ آيت کښې  فرمائي: أُولئِكَ عَلى‌ هُدىً مِنْ رَبِّهِمْ وَ أُولئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ يعنې «دوي د خپل پروردګار لخوا په هدايت دي او دوي هم هغه فلاح موندونکي کسان دي.»

همدارنګ د قرآن مجيد د سورۀ بقره په  ۱۹۵ آيت  کښې لولو:

« وَ أَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَ لا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَ أَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ‌» :« او د خداے په لاره کښې انقاق وکړئ او (د انفاق په پرېښودو سره) ځانونه په خپل لاس په هلاکت کښې مه اچوئ او نېکي وکړئ چې خداے نېکوکاران خوښوي.»  

د قرآن مجيد زياتره آيتونه د انسان ايمان او بندګي په انسانانو کښې د نېکۍ او احسان د يو اصلي عامل په توګه له بلې خوا د بشر په وړاندې د يو مسلمان کس د دندې او ذمه وارۍ برخه ګڼي. نو ځکه د اسلامي تعليماتو مطابق احسان او نېکي په ټولنه کښې د سرمائې د انډول والي سبب کيږي او طبقاتي نظام ختموي، د ټولنې د افرادو ترمېنځ دوستي او مينه رامنځته کوي او د انسان د ګناهونو د بخښنې سبب کيږي او په نتيجه کښې په دنيا او آخرت کښې د نېکو انسانانو د سعادت او د ښه عاقبت ضمانت ورکوي او د خداے پاک په نزد د هغه د محبوبيت سبب کيږي.

د ترسره شويو تحقيقاتو له مخې احسان، نېکي او د هر ښه  کار د ترسره کولو ښه حس د سېروتونين نومې يوې مادې د توليدېدو سبب کيږي. دغه بل ته منتقلېدونکې کېميائي ماده د احساساتو د انډول په ساتلو کښې يو مهم رول لري. نو ځکه مهرباني او د نېکو او غوره اعمالو ترسره کول د نېکوکار انسان په بدن او روح باندې مثبت تاثير کوي. نفسياتي ماهر او د پاور آف اېنټېنشن يعنې د نيت قوت نومې کتاب ليکوال ډاکټر وېن والټر ډئر په دې اړه وائي: «نېک عمل که څه هم ساده وي نه يوازې نېکي کونکے کس بلکه د ذينفع يعې د هغه کس چې ورسره نيکې کيږي د سېروتونين مادې د توليدېدو او تحريکېدو سبب کيږي.» په زړۀ پورې ټکے دا دے چې همدغه ښکارنده په چاپېره کسانو او هغو افرادو کښې چې د نېک عمل کتونکي وي هم رامنځته کيږي، يعنې احسان او نېکي د نېک کس، ذينفع کس او حتی د هغه کس چې هسې د دغه عمل کتونکے وي په خوئي او خصلت باندې ګټور تاثير کوي.

يوه ورځ يو سړے د خداے د ګران رسول (ص) خدمت ته حاضر شو او د فقر او لوږې څرګندونه يې وکړه. هغه حضرت دغه عرب کس ته د خپل کور نښه پته  ورکړه. هغه کس د پېغمبراکرم (ص) کور ته لاړ خو د هغه حضرت بيبيانو ورته وويل چې په کور کښې د خوړو هيڅ درک نه لګي. سړے راستون شو او هغه حضرت ته يې خبره  تېره کړه. هغه حضرت په هم هغه محفل کښې چې پکښې ناست ؤ وفرمايل: « په تاسو کښې به څوک دا سړے نن شپه په کور کښې مېلمه کړي؟» سملاسي حضرت علي (ع) پاڅېد او وې ويل: «زۀ به يې مېلمه کړم» بيا يې هغه سړے کور ته بوتلۀ . له بي بي فاطمه زهرا (ع) څخه يې پوښتنه وکړه. «آيا په کور کښې څه خواړۀ لروو؟» ځواب يې ورکړ: « د خپلو بچو په اندازه څه لږ غوندې خواړۀ شته  خو مېلمه ته په خپل ځان او خپلو بچو ترجيح ورکوو.» حضرت علي (ع) ورته وفرمايل: «ماشومان اودۀ کړه او ډيوې مړې کړه» هغې بي بي ماشومان اودۀ کړل او په  تيارې کښې يې دسترخوان ويړ کړ او هغه ټوله لږه ډوډۍ چې موجوده وه د هغه سړي مخې ته کېښوده. امام علي (ع) به په تياره کښې هسې خوله ښوځوله او داسې يې ښودله چې ګنې ډوډۍ خوري، کله چې مېلمه له ډوډۍ خوړو فارغ شو نو هغه حضرت ډيوې بلې کړې نو وې کتل چې کاسه د خداے په اذن سره له خوراکه ډکه ده. کله چې سحر شو او جومات ته د نمانځه لپاره لاړ نو پېغمبراکرم (ص) د حضرت علي په ليدو سره سخت وژړل او دا آيت يې تلاوت کړ: وَ يُؤْثِرُونَ عَلى‌ أَنْفُسِهِمْ وَ لَوْ كانَ بِهِمْ خَصاصَةٌ يعنې ايثار کوي او خپلو ديني وروڼو ته په ځان باندې ترجيح ورکوي که څه خپله په تنګسه کښې وي.»

پکار دے دې ټکي ته پام وکړوو چې د احسان لپاره لازمي ده چې بايد هغه څه چې خپله يې خوښوو د خداے په لاره کښې خرچ کړوو چې کېدې شي مونږ هم د زيري موندونکو په قطار کښې راشوو.

------------

 

ټیګونه