د تهران او کابل ځینی نننۍ ورخپاڼې ‍‍‍
(last modified Sun, 16 Aug 2020 07:53:42 GMT )
Aug 16, 2020 12:23 Asia/Kabul
  •  د تهران  او کابل ځینی نننۍ ورخپاڼې ‍‍‍

د تهران د پښتو خپرونې  او انټرنیټي سایټ  خوږو  مینه والو په دې شیبو کې  له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې درته  د تهران  او ورپسې هم د کابل چاپ ځيني ورځپاڼې  درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .

د تهران ورځپاڼو په سر کې دا هم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ،دملګرو ملتو  په امنیت شورا کې د  امریکاله ذلالت ډکه ماته  تر دې دمه په نړۍ کې مختلف عکس العملونه لري  او وئيل کیږي ، د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ او د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر بین یامین نتن یاهو څخه لاره ورکه شوې  او سربداله شوي دي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روخاني په یولړ څرګندونو کې  وئیلي دي ، له بده مرغه  متحده عربی امارات سخت تیروتي دي او هیله مند یوو چې له دغې سترې تیروتنې لاس په سر شي  او پام دې وکړي ، دغه غلطه لاره ده او  نه د  دوي د واکوالانو په ګټه ده او نه هم د د دوي دخپل امنیّت په ګټه ، او  دوي ته خبرداری ورکوو چې  داسې نه چې  سیمې ته د  اسرائيلو دپښو پل رامخکې کړي  او که داسې کومه تیروتنه وکړي ، نو  هغه مهال به  ئې پايلې د دوي لپاره  هم نه جبرانیدونکي وي .

  له وحشي او تیریګر صهیونیسټي رژيم سره  د متحده عربی اماراتو  د بې شرمه او سپيرې   تش په نامه سولې موافقې پسې  دغبرګونونو په دوام کې د  عربو یو تکړه شناندي او  لیکوال  عبدالبادري عطوان  ټينګار کړی ،  چې صهیونیسټ رژيم حتی  خپله ساتنه نشي کولی ،نو د متحده عربی اماراتو ساتنه به څرنګه وکړي .؟ له ملنډوډکه خبره ده .

د لبنان دحزب ا... ولسی مبارز غورځنګ د عمومي منشي سید حسن نصر ا.... دغه خبرداري چې که د بیروت په بوږنونکي چاودنې کې د صهیونیسټانو رول رابرسیره شي ، نو یاد دې وساتي چې ډيره درنده بیّه به ئې ورکړي ،  د تیریګر صهونیسټي  رژيم چارواکي  ئې لالهانده کړي دي .

 او هندی لومړي وزیر نریندرا مودي د دغه هیواد د خپلواکۍ د ورځې  د کلیزې په مناسبت په یولړ څرګندونو کې  چین او پاکستان په یوه وخت   وګواښل .

  دا هم  د تهران جام جم ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، له تیریګر صهیونیسټي رژيم سره  د متحده عربی اماراتو  د سولې  د تش په نامه موافقې پسې  وئيل کیږي ، د بحرین  لوړپوړو چارواکو هم وئيلي دي تر راتلونکو څو میاشتو پورې به د بحرین آل خلیفه رژيم  هم  د صهیونیسټ رژيم په قدمونو کې سر کیږدي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، سره له دې چې د افغانستان حکومت او طالبانو ډلې د یوه بل بندیان خوشي کړي او د بین الافغاني خبرواترو دپیلیدا ګونګوسې آ وریدل کیږي ، ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې هماغه راز د حکومتي  ځواکونو اووسلوالو طالبانو ترمینځ په اخ وډب کې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوي دي .

 دپاکستان  دپوځ  عمومی قوماندان جنرال قمر جاودید باجوه  د  عربستان په سفر په داسې شرائطو کې تللی چې  د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د کشمیر پر موضوع د اسلامی ملګرتیا موسیسې په تیره بیا د سعودي عربستان  د غوره دریځ  او   د کشمیر د موضوع په هیرولو په سختو نیوکو سره وئیلي دي ، نور  د سیمه یزو  شخړو اولانجو په سر له بل چا ډیکټیشن نشي اخستلی او  د خپلو ملي ګټو په اساس به  فیصله کوي . داپه داسې حال کې دي چې  د پاکستان د خارجه وزیر  وروستیو روښانه خبرو د بنی سعود کورنۍ  مشران سخت خپه کړي دي او  له دغو څرګندونو وروسته ئې  پاکستان د  ورکړل شوو میلیارډونو ډالري مرستو دبیرته ورسپارلو غوښتنو ته مخه کړې ده .

د سورئې  پوځ او مقاومتي  ځواک په الحسکه او دیرالزور  ولایتونو کې د تکفیری ترهه ګرو یوشمیر پټنځایونه تباه کړي او په سترو وسلو سنبال ۱۹ګاډي سره د  یوشمیر پوځي تجهیزاتو  ئې هم تباه کړي دي .

د لبنان  ولس په یو لړ اعتراضونو کې د بیروت د بوږنونکي چاودنې له کړیدلو سره دمرستو په پلمه د پرَدَیو د ځینو دسیسو په باب خبرداري ورکړي دي .

           دا  هم د  تهران  قدس ورځپاڼه ده چې پخپلې ویب پاڼې ئې  نن لیکلي دي ، د اسلامی ایران  دفاع وزیر سردار امیر حاتمي په یولړ څرګندونو کې روښانه کړې ده ،  هر چرته چې د هیواد امنیت په خطرې کې وویني ،  نو سخت او کوټلی چلند به ورسره وشي .

 دغې ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،په داسې حال کې چې ټاکل شوې وه  د افغانستان د حکومت او طالبانوډلې ترمینځ  او دغه راز بین  الافغاني خبرې نن په قطر کې پيل شي ، د طالبانو ډلې مسئولانو  نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ، د کابل له حکومت سره خبرې نه کوي .د افغانستان رسندویو هم لیکلي دي ، دطالبانو په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ، د کابل حکومت په رسمیّت نه پيژني .

د سعودي عربستان  ولی عهد او  دپاچائۍ د ګدۍ  احتمالي یوازینی کاندید محمد بن سلمان په کینیډا کې  د خپل یوه پخواني سلاکار  د  وژلو په باب د کینیډا  د حکومت  دځينو مسئولانو خبره رد کړې او وئيلي ئې دي ، که ضرورت شو نو دغه شان کار کول دوي ته کوم ګران نه ښکاري .

دبحرین  انقلابي ولس له صهونیسټي رژيم سره د  اماراتو د تش په نامې موافقې پسې  د  بحرین   دآل خلیفه رژيم  له دغه تیریګر رژيم سره د اړیکو دعادي کولو لپاره د  ځان تیارول  په کلکه محکوم کړي او وئیلي ئې دي ، د بحرین  پاڅونکی ولس به هیڅکله هم   له صهونیسټي رژيم سره د  بحرین د اړیکو  دعادي کولو اجازت ورنکړي .

 دپاکستان  یو پخوانی ولسمشر آصف زرداری  یو ځل بیا  ددغه هیواد داحتساب د عدالت په کوټې کې حاضر شو او په ده د لګیدلو تورونو ځوابونه ئې ورکړ  او د قاضي په وړاندې ئې پر دۀ لګیدلي تورونه  یوه سیاسی لوبه بللې او وئيلي ئې دا  یو سیاسی غچ  اخستنه ده چې  دا به بدې پایلې ولري .

په پاکستان کې په تیر شواروز کې په اوڅاره توګه  دکرونا خوریدا کمه شوې او وئيل شوي دي ، چې  په تیرو ۲۴ساعتونو کې په دغه هیواد کې په کرونا ککړ یوازې شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړي او دغه راز څه دپاسه اوه سوه کسان هم ککړ پیژندل شوي دي .

د لبنان ولسمشر میشل عون یو ځل بیا روښانه کړې ده ، بیروت د بندر د چاودنې په باب  درستې فرضیې پخپل ځاي  پاتې دي او په څيړنو کې به  درست احتمالونه وارزول شي .

د امریکا یوه افراطي او جنګ  غواړي جمهوري پال سناتور لینډسي ګراهم مدعی شوی ، د ملګروملتو   په امنیت شورا کې د دغه هیواد دپریکړه لیک نه تصویبیدا داښئ چې نړیواله ټولنه ستره تیروځي  او له  ایران سره د پراخې نښتې   د رامینځةکیدا احتمال ډير زیات شوی دی .

دچین خبری رسندویو  وئيلی دي ، دعراق په جنوب کې د امریکائي ائيتلاف د لوجیسټیکي کاروان د ګاډو په لاره کې بم چاودنه شوې چې یو شمیر  مرګزژوبلې  او تاوانونه ئې  اړولي دي . داپه داسې حال کې دی چې  وئيل کیږي ،داسې کومه ورځ نشته چې  دعراق په ځينو سیمو کې  د امریکا د ترهه ګر پوځ د مرکزونو او  پوځي ګاډو په ضد  تر څلورو پورې بم چاودنې یا  حملې ونشي  چې دغه وضعیّت ښئ  نوره په عراق کې د ترهه ګرو امریکائي پوځیانو  ځاي نه دی پاتې او باید پخپل عزت سره  له دغه هیواده پښې سپکې کړي ، ګني نو  په بې عزتۍ او بې شرمئ سره به له دغه هیواده ویستل کیږي .

**************************

 اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ، البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره حده  د سولې مذاکراتو د ځنډېدو او د طالبانو دریځ ته اشاره شوې ده.

=     مسیر ورځپاڼې لیکلي، حکومت یوازې ۸۰ بندیان خوشې کړي او نور همداسې پاتي او وايي چې دا بندیان خطرناک دي او د نړۍ او افغانستان امنیت ګواښي.

سرمقاله لیکونکي پوښتنه کړې، که ارګ دا بندیان نه‌خوشې کوي او یا یې د خوشې کولو لپاره شرایط لري، نو بیا د لوئې جرګې رابلل، لګښت او د ولس رایه څه معنی لري!؟

د سرمقالې لیکوال ادعا کړې چې حکومت د ولس په رایه ملنډې وهي او په وینا يې کله چې جرګه د دوي  د تمایل خلاف پرېکړه کوي، نو بیا یې په عملي کولو کې خنډ او ځنډ پیدا کوي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، د بندیانو د خوشې کولو په اړه د ارګ دریځ او کړنې په عملي ډول د بین‌الافغاني خبرو پیل ځنډولی دی.

مسیر ورځپاڼې ټينګار کړی، ارګ چې د دې ځنډ لپاره کوم دلایل تراشي، هغه نه معقول دي او نه هم سم ،او په باور یې، له همدې امله د جګړې او ټولو وژنو پړه‌یې پر غاړه ده او په دې تړاو به له چارواکو سره حتمي حساب کېږي.

=     هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، "طالبانو د سولې هڅې له خنډ او ځنډ سره مخ کړې؟  

وړاندې راغلي، په پلان کې وه چې نن يکشنبه په قطر کې له وسله‌والو ‌طالبانو سره د افغان حکومت له‌خوا د مذاکراتي پلاوي مستقيمې خبرې پيل شي، خو په خبره‌یې له ډېره بده مرغه چې اوس طالبانو بيا هم په بله پلمه د مذاکراتو دا لړۍ درولې او د سولې خبرو ته نه‌حاضرېږي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا، حال دا چې افغان حکومت د هغوی د ۴۰۰ خطرناکو زندانيانو د ازادولو  لړۍ هم پيل کړې ده چې له دې ډلې د سولې لپاره د مشورتي لوئې جرګې د پرېکړې له مخې ۸۰ زندانيان خوشې شوي  او پاتې ۳۲۰ نور به‌يې هم ژر خوشې شي چې د سرمقاله لیکونکي په باور، دلته اوس د سولې د ځنډولو او په دې لاره کې د خنډونو اچولو هېڅ پلمه نه‌ده پاتې، دا سوله ملي او نړيواله غوښتنه ده، غوره ده چې طالبان د افغانستان ننني واقعيتونه درک کړي او ژر تر ژره د سولې خبرو ته حاضر شي.

سرمقاله کې ټينګار شوی چې د طالبانو وروستۍ څرګندونې د پلمو او د سولې په پروسه کې د وخت ضايع کولو ادامه په هېڅ توګه نه افغانانو ته د منلو ده او نه هم نړيوالې ټولنې ته.

=      ملي ارمان ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې، "وسله‌والو طالبانو د قدرت ښودلو لپاره ولې د کابل شمالي سیمه وټاکله؟"

د سرمقالې لیکوال وړاندې په سرمقاله کې تور پورې کړی چې وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال د کابل په شمال کې خلکو ته ډېره مرګ‌ژوبله اړولې وه.

د سرمقالې لیکوال دغه‌شان لیکلي، په داسې حال کې چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د سولې بین‌الافغاني خبرې پیل شي طالبان غواړي چې د سولې مذاکراتو له پیل وړاندې خپل پوځي قدرت وښئ او په دې سره څرګنده کړي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په کابل ولکه ټینګه کړي.

په سرمقاله کې وړاندې د کابل په شمالي ولسوالیو کې وروستیو غلچکیو بریدونو ته اشاره شوې او پکې لیکل شوي ،په دې حملو سره طالبانو وښودله  چې په دې سیمو کې دغه ډله منظم  استخباراتي او پوځي چینلونه  لري.

 

ټیګونه