ورځپاڼو ته کتنه ۵-۷-۹۹
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93179-ورځپاڼو_ته_کتنه_۵_۷_۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2020 09:17 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۵-۷-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

وړومبې جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت وياند له قوله يې وليکل:  لویدیځ هیوادونه له بشري حقوقو سیاسي استفاده کوي، سعید خطیب زاده د ملګروملتونو د بشري حقوقو په شورا کښې د اروپايي اتحادیې د تهران ضد بیانیې ته په غبرګون کښې د بشري حقوقو په وړاندې د لویدیځو هیوادونو دوه ګوڼه معیارونه د بشري حقوقو له مفهوم څخه د هغوې د سیاسي استفادې او د صداقت د نشتوالي نښه وبلله .

ورځپاڼې همدارنګ د روسيې د خارجه وزير له قوله وليکل: روسیه له ایران سره د تعلقاتو د پرې کولو غوښتنه نه مني.

سرګئ لاوروف د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره له کتنې وروسته د خبریالانو په شتون سره په ګډ خبري کانفرنس کښې وویل ماسکو او تهران نیت لري د امریکې له بایکاټونو سره سره د دواړو هیوادونو ترمینځ تجارتي ملګرتیاوې زیاتې کړي .

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکې ماتي ته په اشارې سره وویل د تهران په خلاف د پخوانیو پریکړه لیکونو د بیرته ستنیدو په هکله د امریکې غوښتنه د نړیوالې ټولنې له مخالفت سره مخ شوي ده او دا د امریکې لپاره ترټولو ستره ماتي ده .

---------

د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې د ايران د اسلامي  جمهوريت د قضائيه قوې د مشر په نقل سره وليکل:  جنرل شهید سلیماني له ترهګرۍ سره د مبارزې اتل ؤ، سید ابراهیم رئیسي د اسلامي انقلاب د ساتندویه ځواک سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان جنرال شهید حاج قاسم سلیماني په  خلاف د امریکې د ولسمشر ټرمپ د چټي خبرو په وړاندې د ملګرو ملتونو موسسې د مشر انتونیو ګوټریش په چپتیا نیوکه وکړه .

هغه د ایران په اردبیل صوبه کښې د اداري شورا په غونډه کښې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په ناسته کښې د  جنرال شهید قاسم سلیماني په خلاف د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستیو چټي څرګندونو ته په اشارې سره وویل له انتونیو ګوټریش مو هیله درلودله چې اجازه ورنکړي د امریکې ټروریسټ  ولسمشر ټرمپ له ترهګرۍ سره د مبارزې د اتل حاج قاسم سلیماني په ضد چټي خبرې وکړي .

------

همدارنګ د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې وليکل: د ايران د فوځ سمندري ځواک مشر وويل: ایران ته په سمندر کښې هیڅ جدي ګواښ نشته. امیرالبحر حسين خانزادي  په دې خبرې سره چې ټور سمندري حدود د ایران د وسله والو ځواکونو په کنټرول کښې دي، ټینګار وکړ: په سمندر کښې ایران ته هیڅ ډول جدي ګواښ نه دی پیښ.

هغه په دې ټکي باندې په تاکيد سره چې د امریکې د ترهګر رژیم سمندري بیړۍ د هغې له روانیدو څخه څارو، زیاته کړه: دغه بیړۍ ټکي په ټکي ګورو او په هر بندر کښې چې اودریږي یا له هرې اوبلارې چې تیریږي، زمونږ تر نظر لاندې وي.

ورځپاڼې همدارنګ د اروپا د شورا د مشر په حوالې سره وليکل:    

د ایران د اېټمي موافقې ساتل ضروري دي. شارل مېشل پرون د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په پینځه اویایمه غونډه کښې د ویډیو کانفرنس له لارې وینا کښې د ايټمي  تړون ساتل ضروري وبلل او وې ویل ايټمي تړون هماغه شان د سیمې د امنیت لپاره مهم عنصر دے .

د اروپايي شورا مشر شارل میشل له اټومي تړونه د ملاتړ په ترڅ کښې وویل دغه تړون د ملګروملتو د امنیت شورا د  ۲۲۳۱ پریکړ لیک تائید کړے دے او هماغه رنګ به دوام ولري .

----------

اوس هم د پاکستان نننيو ورځپاڼوته پام وکړئ چې په سر کښې هم اردو پوائنټ  ورځپاڼې د پاکستان د وزيراعظم له قوله وليکل: د بيان د آزادۍ په بهانه د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې ګستاخي کيږي. فلسطين پکار دے د بيت المقدس په پائتخت سره خپلواکه هېواد جوړ شي.

عمران خان پرون د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ پينځه اويايمې غونډې ته په وېنا کښې وويل، لويديځ هېوادونه د بيان د آزادۍ په بهانه د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې ګستاخي کوي چې دې کار سره يې د نړۍ د کروړونو مسلمانانو زړونه دردولي دي، هغه وويل پکار دے د ملګرو ملتو د پرېکړليکونو په رڼا کښې د بيت المقدس په پائتختۍ سره آزاد او خپلواکه فلسطين رامنځته شي. د ورځپاڼې له مخې عمران خان د هند ترکنټرول لاندې کشمير کښې د هندي ځواکونو ظلمونه سخت وغندل او وې ويل د کشمير د مسئلې تر هواري پورې په سيمه کښې امن او قراري نه شي راتلې. پاکستان به د کشمير د خلقو د خوداراديت د حق ملاتړ ته دوام ورکړي.

--------

د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې همدارنګ د عمران خان له قوله وليکل، حزب اختلاف ګوندونه دې له اسمبليو څخه استعفی ورکړي نو په هېواد کښې د بيا انتخاباتو کولو ته چمتو يم. د ورځپاڼې د ليکنې له مخې هغه ادعا وکړه چې که دا ځل انتخابات اوشي نو حزب اختلاف جوماتوته يوه چوکۍ هم نه شي ګټلې.

ورځپاڼې په يو خبر کښې وليکل: د کشمير کنټرول لائن ليدو لپاره په سفر تلليو د مختلفو هېوادونو سفیرانو وويل، د کشمیر مسئله پکار دے د ملګرو ملتو د امنيت شورا د پرېکړليکونو مطابق حل شي. په دغو سفيرانو کښې چې پکښې د ايران ‎ او ترکيې په شمول د مختلفو هېوادونو سفير ان او د اروپائي اتحاديې او نورو نړيوالو ادارو استازي شامل وو تاکيد وکړ چې پکار دي د کشمير او نورو مسائلو په باره کښې هند او پاکستان خبرې اترې شروع کړي. او پکار دے د کشميريانو د رايو مطابق مسئله هواره شي.

----------

د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې بيا د فلسطين د کورواکو تشکيلاتو د مشر محمود عباس له قوله ولیکل: له اسرائيلو سره د ځينو عربو هېوادونو د تعلقاتو ټينګېدو فلسطينيانو ته سخت شاک رسولی دے. هغه واضحه کړه  اوس په فلسطين باندې د اسرائيلو ناجائزه قبضه ختمول او د نولس سوه اوه شپېتم کار د فلسطيني حېثيت بحالول  ضروري چاره شوې ده.

محمود عباس د ملګرو ملتو د عمومي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وېنا کښې واضحه کړه د فلسطينيانو له مرضۍ نه بغېر په سيمه کښې هيڅ بدلون نه شي کاميابېدې.

-----

بهرنۍ ډېپلوماټ نشريې په افغانستان کې د تاوتریخوالو پر زیاتېدو لیکنه خپره کړې ده.

د دې مجلې له لیکنې سره سم، د افغانستان حکومت او طالبان غواړي چې د سولې یوه حل لار ومومي، خو له دې سره سره په تاوتریخوالو کې هېڅ‌راز کموالی نه‌دی راغلی.

د دې لیکنې په دوام کې لولو د دواړو خواوو خبرې تر اوسه پورې د طرزالعمل د جوړولو له حده وړاندې نه‌دي تللي. د ډیپلومات خپرونې له مخې، د تاوتریخوالو دوام یو څه په ګوته کوي او هغه دا ده تر څو چې اوربند ونه‌شي، هېڅ‌راز سوله نه‌شته.

له یوې خوا هره ورځ افغان امنیتي ځواکونه طالبانو ته د مرګ‌ژوبلو د اړولو خبر ورکوي، له بلې خوا طالبان د حکومتي ځواکونو د وژنو ادعاوې کوي.

د افغانستان حکومت د قطر په خبرو کې د اوربند غوښتنه کوي، خو طالبان وايي چې باید لومړی د جګړې پر عواملو خبرې وشي.

ډیپلومات د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د پیغام یادونه هم کړې.

ده په دې پیغام کې ویلي چې د افغانستان خلک اوربند ته فوري اړتیا لري او د تاوتریخوالو پای ته رسېدا تر هر شي ډېر د خبرو اترو د پرمختګ چانس زیاتوي.

----------