له حسیني اربعیّنه د استعماری کړیو ویره او وحشت
دحسیني اربعیّن ولولناک او پرتمین میلیوني لاریون هرکال ترسره کیږي ، خو سږ کال دکرونائي بحران له امله کربلا ته یوازې د عراقي زیارتوالو پلي لاریونونه شوي او د نړۍ له ګوټ ګوټه د کربلان په لور حسینی مینه والو لاریونه ونه کړائ شول البته وئيل کیږي ، چې دغه لاریونونه دهر هیواد په سترو ښارونو او ښارګیو کې شوي او لا هم دوام لري .
نن د صفرې دمیاشتې شلمه نیټه د نړۍ د پتمنو د دریم امام او د محمدی اسلام دژغورونکي حضرت امام حسین علیه السلام او د کربلا په حماسې کې دهغه بزرګوار د وفادارو ملګرود شهادت اربعیّن یا څلویښتۍ کلیزه ده .
په دې مناسبت یو ځل بیا درستو پتمنو انسانانو ته د زړه له کومې تسلیّت وایوو.
د حسیني اربعیّن عزادار نن په درستې نړۍ کې یاحسین یاحسین او لبیک یازینب چغې پورته کوي او د کربلا د حماسي پاڅون د شهیدانو په څلویښتۍ کې ددغه حماسي پاڅون د پيغام دنیا ته له رسونکي اولیاؤالمکرمه حضرت زینب سلام ا... علیها ته دتسلیّت وئيلو لپاره پلي لاریونونه کوي او له اهل بیت علیهم اسلام سره خپل بیَعت نوی کوي .
دحسیني اربعیّن ولولناک او پرتمین میلیوني لاریون هرکال ترسره کیږي ، خو سږ کال دکرونائي بحران له امله کربلا ته یوازې د عراقي زیارتوالو پلي لاریونونه شوي او د نړۍ له ګوټ ګوټه د کربلان په لور حسینی مینه والو لاریونه ونه کړائ شول البته وئيل کیږي ، چې دغه لاریونونه دهر هیواد په سترو ښارونو او ښارګیو کې شوي او لا هم دوام لري .
د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا...د حسیني اربعین په مناسبت پخپلې وینا کې وئيلي دي ، دغه پرتمینې دستورې د تاریخ په اوږدو کې شوي ،البته په اوسمهال دوران کې صدام رژيم د اربعیّن د دستورو د ترسره کیدا مخنیوی کاوۀ او حسینی عزادارو ته ئې د پلي لاریون اجازت نه ورکاوۀ او حتی په ځينو کلونو کې دغه جنایتکار رژيم د چورلکو او الوتکو په وسیله دغه حسینی عزادار په نښه کول . اوس پوښتنه دا ده چې ځيني قدرتونه او جنایتکار ولې له حسیني اربعیّنه ویریږي ؟
په دې زمینې کې ډير دلیلونه بیانیدلی شي . دحسینی اربعیّن لومړنی دلیل ددغو دستورو مذهبی اړخ دی . اربعیّن له حسیني عزادارو سره اړونده مناسک او ځانګړی عبادت دی . اربعیّن ، د کربلا د سترې پيښې درنښت دی . حضرت امام حسین علیه السلام په کربلا کې د اسلام د دین د ساتلو او د هغو منافقانو له لاسه ددغه پاک او سوچه محمدي دین د ژغورلو لپاره قیام وکړ چې یوازې له دینه ئې آوزاري استفاده کوله .
شهید استاد مطهري د حسیني حماسې نومې کتاب کې لیکي ، د کربلا دغمیزې تر ټولو ستره اغیزه دا وه چې دنفاق پرَده ئې لیرې کړه او له د ینه ئې دسلطنت حسبا عملاً جلا کړ . په حقیقت کې امویان پر خلکو د سلطنت لپاره له دینه په آوزاري استفادې پسې وو ، له دې پرته چې حتی ددین لومړني اصول رعایت کړي ،البته چې ددین په سیاسی کړچار باندې ښه پوهیدل .
په اوسنۍ نړۍ کې آل سعود رژيم د اسلامی نړۍ درهبرۍ مدعي دی او ځان حرمیّن شریفیّن خادم ګڼي ، خو په عمل کې د یوه اسلامی هیواد په ضد ،یعني د یمن په ضد ئې له څو کلونو راهسې بې آمانه جنګ پیل کړی ، یو داسې جنګ چې له کابو شپږو کلونو راهسې تر دې دمه هماغه شان دوام لري ، په لکونو بې ګناه خلکوته مرګ ژوبلې اوښتي او په میلیونونو نور کډه په سر شوي او له هر څه زیات دغه تیري او جنایتونه ، داسلام د دښمنانو له ګټو سره سمون خوري .
دغه اسلامی بیلګه چې ال سعود رژيم ئې وړاندې کوي او دامریکا په مشرۍ لویديځي قدرتونه ورڅخه ملاتړ کوي ، دسیکولر اسلام مصداق دی . یوه داسې تش په نامه اصطلاح چې اسلام دخپلو ارزښتونو مطیع غواړي د سیکولر اسلام ملاتړي او دفاع کونکي له هغه وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو لپاره حرکت کوي چې د فلسطین د اسلامی هیواد او مظلوم ولس په ضد له هیڅ ډول جنایته ډډه نه کوي .
حسینی اربعیّن ، البته د سوچه محمدي اسلام یوه ښکاره نښه ده . هغه اسلام ، چې له پولو ورآخوا په پيوستون، دوستۍ ،سولې او انساني کرامت ټينګار کوي او دا ټولې ځانګړنې د حسیني اربعیّن په ولولناکو دستورو کې موجودې دي . پر دې ا ساس ، حسینی اربعیّن د لویدیځ په ملاتړ سره له سیکولر اسلام سره دسوچه محمدي اسلام دمخامخیدا یوه اوڅاره بیلګه ده او په همدې دلیل هم دسوچه محمدي اسلام مخالفان د حسیني اربعیّن له میلیوني درستورو څخه سخته ویره لري .
دهم دلیل ئې دادی چې اربعیّن د حسینی عاشورا د سیاسی هویّت ژوندي ساتل دي . حسینی عاشورا څو اړخیزه واقعه وه چې یو پیاوړی سیاسی اړخ لري . له ظلم سره مقابله او ولایتمتداري ، دحسیني عاشورا دوه غوره سیاسی پیغامونه دي . یزید د څو زره کسیز لښکر په مقابل کې دحضرت امام حسین علیه السلام دوه اویا وفادار ملګري پوهیدل چې آخري انجام ئې شهادت دی ، خو له یزیدیانو سره مقابلې لپاره ئې له حسیني منطقه پيروي وکړه او دا د ولایتمدارۍ اوج ؤ . د عاشورا سیاسی منطق ، له ظلم سره دمقابلې منطق او د ظالم په مقابل کې د مقاومت منطق ؤ .
د عاشورا کلتور مقاومت پیاوړی کوي همدغه د عاشورا فرهنګ او کلتور دی چې مقاومت په اته کلنې سپيڅلي دفاع کې وځلید. همدغه کلتور دی چې حزب ا .... ئې په لبنان کې بریالی کړ ، همدغه فرهنګ دی چې مقاومت ئې په درستې سیمې کې سرلوړی کړی دی .
نن سبا په سیمې کې دمقاومت مخالفان چې دمقاومت دچورلیز د پياوړتیا او د دغه چورلیز په ګټه دقدرت د انډول د بدلیدا شاهدان دي ، دا وضعیّت له بل هرڅه زیات د حسینی عاشورا د پیغامونو او تعلیماتو او د حسینی اربعین دمناسکو له امله ګڼي . له دې امله د اسلامی امت او اسلامی هیوادونو ترمینځ د اختلافاتو د رامینځةکولو او د رسندوئي نرم جنګ په چوکاټ کې د حسیني اربعیّن د پيکه کولو او بې اهمیّته بریښولو ناکامې هڅې کوي