د روژې د مبارکې میاشتې د څلورمې ورځې دعا
(last modified Sat, 17 Apr 2021 06:37:54 GMT )
Apr 17, 2021 11:07 Asia/Kabul

مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .

اللَّهُمَّ قَوِّنِي فِيهِ عَلَى إِقَامَةِ أَمْرِكَ، وَ أَذِقْنِي فِيهِ حَلاوَةَ ذِكْرِكَ، وَ أَوْزِعْنِي فِيهِ لِأَدَاءِ شُكْرِكَ بِكَرَمِكَ، وَ احْفَظْنِي فِيهِ بِحِفْظِكَ وَ سِتْرِكَ، يَا أَبْصَرَ النَّاظِرِينَ.

له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئېله ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .

 

؛ ائ لویه خدایه ! په دې میاشتې کې مو د تا د امر دترسره کولو لپاره ځواکمن کړې، د تا د ذکر خوږلښت راپه برخه کړې ، او د تاپه درګاه کې د شکر کولو  راته الهام وکړې  او پخپل پوښښ او محافظت سره  مو وساتې ، ائ تر ټولو لوي لیدونکیه::::

 

ټیګونه