د روژې د مبارکې میاشتې د یولسمې ورځې دعا
(last modified Sat, 24 Apr 2021 07:26:37 GMT )
Apr 24, 2021 11:56 Asia/Kabul

اَللّهُمَّ حَبِّبْ اِلَىَّ فيهِ الْأِحْسانَ، وَكَرِّهْ اِلَىَّ فيهِ الْفُسُوقَ وَالْعِصْيانَ، وَحَرِّمْ عَلَىَّ فيهِ السَّخَطَ وَالنّيرانَ، بِعَوْنِكَ يا غِياثَ الْمُسْتَغيثينَ.

له ابن عباس څخه روایت شوی دی چې داسلام ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص)د روژې دمبارکې میاشتې د هرې ورځې لپاره ډير زیات فضیلت بیان کړی دی او د هرې ورځې لپاره ئېله ډير فضیلته او کرامته ډکې دعاګانې ذکر کړي دي ، چې مونږ د روژې دمبارکې میاشتې له پیل څخه دغه دعاګانې په ویډیوئي بڼه او متن سره ستاسو خدمت ته وړاندې کوو ، هیله ده داستفادې وړ مو وګرځي او مونږ به هم پخپلو دعاګانو کې نه هیروئ .

راځئ  چې د روژې دمبارکې میاشتې  دیولسمې ورځې  دعا په ګډه سره زمزمه کړو؛؛

اَللّهُمَّ حَبِّبْ اِلَىَّ فيهِ الْأِحْسانَ، وَكَرِّهْ اِلَىَّ فيهِ الْفُسُوقَ وَالْعِصْيانَ، وَحَرِّمْ عَلَىَّ فيهِ السَّخَطَ وَالنّيرانَ، بِعَوْنِكَ يا غِياثَ الْمُسْتَغيثينَ.

«ای خدايه! په دې (مياشت) کښې مې له احسان اونېکۍ سره مينه پېدا کړې او پکښې مې له نافرمانۍ او ګناه څخه کرکه پېدا کړې او په دې مياشت کښې راباندې حرام کړې قهر او اور ،د خپلې مرستې په خاطر، ای د فرياد کوونکو فرياد اورېدونکيه!

 

ټیګونه