ایران د اونۍ په هینداره کښې
(last modified Sat, 27 Aug 2022 09:44:45 GMT )
Aug 27, 2022 14:14 Asia/Kabul
  • ایران د اونۍ په هینداره کښې

د معمول مطابق نن هم په تیره اونۍ کښې په ایران کښې رامینځته شوې مهمې پیښې او خبرونه درسره شریکوو او څیړنه یې کوو

د مهربان او بخښونکي خدای په نامه او تاسو ګرانو مینه والو ته د سلامونو په ویلو سره، ایران د اونۍ په هینداره کښې نومې پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو.

د ایران د خارجه وزارت ویاند د سوریې په خاوره کښې د د امریکې شتون او د دغه هیواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په ساتونکو باندې تیری یې غیرقانوني وباله.

ناصر کنعاني تیره جمعه وویل: د امریکې حکومت د سوریې په ولسي ډلو او ترهګرۍ ضده ځواکونو باندې د خپل تیري ګر پوځ وروستۍ حملې د امریکايي پوځیانو خلاف دوامدارو ګواښونو او بریدونو ته یو نیغ په نیغه ځواب بللی دی خو په سوریې کښې له سره د نیواکګرې امریکې شتون او د دغه هیواد د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا په مدافعانو باندې د تیري اصل، غیرقانوني او محکوم دی.

د امریکې ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې د سوریې په ختیځ باندې د امریکايي پوځي وروستي بریدونه د ده په حکم شوي دي او دغه هیواد له لازیاتو ګواښونو او حملو سره د مقابلې لپاره د ضرورت په بڼه کښې د لازیاتو اقداماتو ترسره کولو ته تیار دی.

*/*/*/*/

د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افریقايي هیوادونو سره د ایران د اړیکو هراړخیزه پراختیا د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست یو وړومبیتوب وباله.

حسین امیر عبداللهیان تیره جمعه د تنزانیا له ولسمشر سامایا صولحو حسن سره په کتنه کښې، د تجارت، انرجۍ، صنعت، ټیکنالوجۍ او پوهنتونونو د برخو په شمول د ایران پراخو اقتصادي وړتیاؤ ته په اشارې سره، په تنزانیا کښې د ایران د اقتصادي فعالانو او شرکتونو د خنډونو په ختمیدو او هم داشان دغه هیواد ته د تګ لپاره د ویزې په شمول د ځینو کنسولي ستونزو په هواریدو ټینګار وکړ.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر افریقې لوې وچې ته په خپل وړومبني سفر کښې د تیرې اونۍ په دوشنبې مالي جمهوریت او بیا تنزانیا او زنګبار ته لاړ.

امیر عبداللهیان افریقې ته له روانیدو مخکښې ویلي وو چې د ایران د دیارلسم حکومت په بهرني سیاست کښې د ګاونډیانو او آسیا لوې واو هم داشان د افریقې د لوې وچې په شمول د ځینو هیوادونو په وړومبیتوب سره د نړۍ ټولو سیمو ته جدي پاملرنه لري.

*/*/*/*/*

د ایران د لارې او ښار جوړونې د وزارت د ټرانسپورټ مرستیال وویل: په تیرو پنځو میاشتو کښې د ایران له خاورې څخه ټرانزټ ۲۵ فیصده زیات شوی دی.

«شهریار افندی‌زاده» زیاته کړه: په تیر ۱۴۰۰ لمریز کال کښې ټرانزټ لس نیم میلیون ټنو ته رسیدلی و چې د وړم کال په پرتله په کښې دوه چنده زیاتوالی راغلی و.

هغه په دې خبرې سره چې په کال کښې تقریباً ۶۰ میلیوڼ ټنه شیان له چین څخه اروپايي هیوادونو ته ځي، وویل: د ایران موقعیت ته په پام سره چې هم د شمال نه د جنوب په دهلیز کښې راخي او هم  له ختیځ نه لویدیځ ته،نو په دې وجه د شیانو د وړلو راوړلو لپاره یوه مناسبه لاره ګرځیدلې شي.

هغه د روسیې او یوکرین ترمینځ نښتو ته په اشارې سره زیاته کړه چې د ایران د لارو او ښار جوړونې وزارت په روان کال کښې د شمال-جنوب له کوریډور څخه د ۳۰ میلیون ټنه شیانو د ټرانزټ لپاره پلاننګ کړی دی.

*/*/*/*/

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي او سفیر له ایټمي وسلو د لویدیځې آسیا په پاکیدو او د صهیونیسټي رژيم له سلګونو اټمي خولیو سره په مخالفت کښې د ټولو هیوادونو په پریکنده دریځ ټینګار وکړ.

مجید تخت روانچي تیره جمعه د ایټمي وسلو د پراختیا د مخنیو په تړون (این، پي، ټي) کښې د غور او بیاکتنې په لسم کانفرنس کښې د ایراني پلاوي فعال شتون ته په اشارې سره زیاته کړه: له ایټمي وسلو د لویدیځې آسیا د خالي کیدو بحث د ایران د اسلامي جمهوریت لپاره ډیر مهم دی.

د ایران د اسلامي جمهوریت دغه جګ پوړي سفارتکار څرګنده کړه: صهیونیسټي رژیم په سیمه کښې د سلګونو ایټمي خولیو د یوازني لرونکي په توګه په این، پي، ټي کښې شاملیدو ته تیار نه دی او خپل ایټمي تاسیسات د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس تر نظر او څارنې لاندې نه راولي.

تخت روانچي هم داشان وویل: په خواشینۍ سره د ایټمي وسلو لرونکو هیوادونو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او د ایټمي بې وسلې کونې په لور نه ځي.

*/*/*/*/*

د ایران د ایټمي صنعت د پوهانو په هلوځلو سره، د کرهڼیزو محصولاتو لپاره د ګاما د وړلو وړ وړانګو د جوړولو سیسټم ډیزاین او جوړ شو.

دغه سیسټم د خوراکي موادو د خرابونکو او او د ککړو مایکرو ارګانزمونو د نابودولو او د مایکروبي باید د کمولو له لارې او د زیرمې د وخت د زیاتولو په موخه د ککړتیا ختمونې، د تیغې کولو د کنټرول او د آفاتو د کمي په نسبت په ټیټو ډوزونو کښې د غلاتو او دالونو محصولاتو ته وړانګو ورکولو سره استعمالیږي.

د ایران د ایټمي انرجۍ د ادارې مرستیال پژمان شرمردي د تیرې اونۍ په چارشنبې وویل چې دا سیسټم په نړۍ کښې د دغه ماډل وړومبنۍ نمونه ده او د ایران اسلامي جمهوریت د دنیا دویم هیواد دی چې دا ډول سیسټمونه جوړوي.

*/*/*/*/

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: په هیڅ غونډې او مذاکراتو کښې به د ولس له حقوقو تیر نه شو.

سید ابراهیم رئیسي تیره یکشنبه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې حکومت به یې له ګواښونو او بندیزونو سره سره خپل کار په جدیت سره جاري وساتي، زیاته کړه: په هیڅ غونډې او مذاکراتو کښې به د ولس له حقوقو تیر نه شو او حکومت به د هیواد د پرمختګ او د ستونزو د هوارولو لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په دې خبرې سره چې د بندیزونو د ختمولو د مذاکراتو په هکله د امریکې د ځواب څیړنه روانه ده، وویل: پیاوړې او پایدارې موافقې ته د رسیدو جدي او حقیقي اراده لرو خو د خپلو خلکو له حقوقو به په هیڅ ډول حالاتو کښې تیر نه شو.

حسین امیرعبداللهیان تیره پنجشنبه د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوتریش سره له ټیلیفوني خبرواترو وروسته په خپل انسټاګرام ولیکل: په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ایټمي وسلو د پراختیا د مخنیوي د تړون د کانفرنس او د بندیزونو د ختمیدو د مذاکراتو د بهیر د وروستي حالت په شمول په سیمه ایز او نړیوال ډګر کښې د ګډې دلچسپۍ د ځینو موضوعاتو په هکله خبرې اترې وشوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: د این، پي، ټي په غونډه کښې د اجماع د ضرورت په هکله د ملګرو ملتو د سرمنشي د ټینګار په ځواب کښې مې ورته په زغرده وویل چې د این، پي، ټي د وروستۍ غونډې مشر د ۱۹۹۵ کال، ۲۰۰۰ کال او د ۲۰۱۰ کال د کانفرنسونو په مصوبو په تیره بیا د لویدیځې آسیا په هکله شویو مصوبو باندې په سترګو پټولو سره چې تل په این، پي، ټي کښې د صهیونیسټي رژیم د شاملیدو غوښتنه کوي، د تیرو غونډو ټولې بریاؤ څنګته کړې او دا خبره زمونږ لپاره بیخي د منلو وړ نه ده.       

 */*/*/*/*/*/*

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ قومندان د ګډې ډرون مانورې ترسره کیدو ته په اشارې سره د هیواد پوځ د ولس او د ایران د دوستانو د خوشالۍ او د دښمنانو د قهریدو لامل وباله.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د ۱۴۰۱ کال د بې پایلټه الوتکو ګډه مانوره د تیرې چارشنبې څخه پیل شوه. په دغې دوه ورځنۍ مانورې کښې له یونیم سل زیاتو بې پایلټه الوتکو برخه واخیستله او د په پراخو سیمو کښې ترسره شوه.

د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ مشر قومندان جنرال سید عبدالرحیم موسوي د دغې مانورې ترڅنګ وویل: د ایران د وسله والو ځواکونو د مانورو او چمتووالي پيغام د مختلفو مخاطبانو لپاره بیخي روښانه، څرګند او رسا دی.

*/*/*/*/*/*

ژباړه: عبدالماجد درانی

 

ټیګونه