د ایران د اسلامی انقلاب د دوهم گام دوام
(last modified Wed, 10 Jun 2020 10:37:48 GMT )
Jun 10, 2020 15:07 Asia/Kabul
  • د ایران د اسلامی انقلاب د دوهم گام دوام

د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایت خوږو مینه والو په دې شیبو کې د اسلامی انقلاب د دوهم ګام نومې د لړۍ په دوام کې د تولید د زیاتونکي غورځنګ په مناسبت د مطلبونو لومړنۍبرخې سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د د انقلاب په دوهم ګام کې د اقتصادي بیخ بینائي جوړښتونو د پراختیا او پیاوړتیا او د تولید د زیاتونکي غورځنګ د بهیر په اړه مو دغه مطلبونه د استفادې وړ وګرځي، تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي پرله پسې دولس کلونه کیږي،چې  په دور اندیشۍ او هدفمنې نومونې سره د ایران ملت،حکومتاو همداراز د ټولنې پوهان او متفکران ،  د ایران د اسلامي جمهوریت  ملی  او نړیوالو سټراټژيکو  اقتصادي موخو او د اقتصادي قدرت پياوړتیا او د عزت زیاتولو ته  متوجه کوي . .

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود  په همدې لیدتوګې سره ، ۱۳۸۹لمریز کال  د نویوالي او غوړیدا کال ، د ۱۳۸۸کال ، د بیلګط د اصلاح په لور دحرکت کال ،۱۳۸۹لمریز کال ، د  دوه چنده همت او دوه چنده کار کال ، ۱۳۹۰لمریز کال  د اقتصادي جهاد کال  او ۱۳۹۱لمریز کال هم  د ملی تولید او  له ایرنۍ پانګې او کار څخه دملاتړ  او دملی تولید کال غوره کړی ؤ .

 دوی همداراز  د هیواد دسیاسی اواقتصادي  قدرت او توان ته  د پام په  لاره کې ۱۳۹۲لمریز کال  د اقتصادي اوسیاسی حماسې کال ، ۱۳۹۳لمریزکال  په ملي هوډ او جهادي مدیریّت سره  د کلتور او اقتصاد کال ، ۱۳۹۵لمریز کال ، دعمل او اقدام او مقاومتي  اقتصاد کال ، د ۱۳۹۶لمریز کال  د تولید او کارکسب  په زیاتولو سره ، د  کارکسب  او تولید د مقاومتي  کال په توګه ، ۱۳۹۷ لمریز کال ، له ایرانیو شیانو څخه دملاتړ کال  ، او همداراز د ۱۳۹۸لمریز کال  هم د تولید  د غوړیدا کال نومولی دی .

Image Caption

 

                 د اسلامی انقلاب  معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي په ښه کیفیّت سره دتولید د زیاتولو پراهمیّت په ټينګار سره ،۱۳۹۹کال هم د تولید دزیاتونکی غورځنګ  کال  نومولی دی .په دې بابد اسلامی انقلاب دمعظم لارښود دنوروز د نیکمرغه اختر په ورځ په وینا کې یو چورلیزي ټکی،د اسلامیایران د قدرت او اقتدار د یوه عنصراو برخې په توګه،د: تولید لور نیونې:اصل ته توجه کول دي .

 د ډيری کارپیژاندو په اند ،د تولید په پرمختګ کې دا وسنی لارې دوام ، څه خاص کارندوالی نه درلود او باید  دیوه ستر حرکت  د پيلیدا لپاره د موجود وضعیّت داصلاح  او  له ظرفیَتونو څخه د استفادې لپاره یو عملی او علمي اقدام وشي .

 په تولید اواقتصاد کې  دلورنیونې رامینځةکیدا ، په دنیا کې په صنعتي هیوادونو کې بریالی تجروبې  او مخینې لري .د جاپان ، جنوبی کوریا او چین په څير  هیوادونو   په تولید کې  په لور نیونې او زیاتونې کې  دپام وړ بریالیتوبونه ترلاسه کړي دياو په ډيرو صنعتي  حوزو کې ئې،له سیالو هیوادونو سره خپل واټن  کم کړی دی او په ځينو مورودونو کې ئې هم،ځان په ټيکنالوجۍ او صنعت کې په مخکښ بدل کړی دی .

         دغه سترغورځنګ یا حرکت چې د اسلامی انقلاب  په وسیله،د تولید زیاتونکی غورځنګ: نومول شوی دی،ځيني داسې اړتیاوې او ځانګړنې لري چېپه ننني مطلب کې ئې پرسټراټژيو او موخو ارزونې کوو.

 د اسلامی انقلاب معظم لارښود،د اسلامی انقلاب د دوهم ګام په سټراټژيکې  اعلامیې کې  داسلامی انقلاب راتلونکي لاره انځور کړې ده . دوي په دې باب د تولید پیاوړتیا او د  اقتصاد د مضبوتیا  لازمه د جهادی هود  او انګیزې  درلودل،او پر : مونږ کولی شو : باندې  اعتقاد درلودل بللي او په دغه حرکت کې  ئې د یوه ضرورت او د بریالیتوب  د راز په توګه  ددغو اصولو پر کارولو ټينګار کړی دی .

 اسلامی ایران پر مشکلاتو د غلبې او د ستر پلان په اجراکې،په تیرو وختونو کې   په تیره بیا  د سپيڅلي دفاع په پړاؤ او  دبندیزونو په مرحلو کې  ارزښتمنې تجروبې لري . اوس  هم  ددغو ظرفیّتونو  پشتوانې او مخینې  ایران  د کار او زیار په یوې مهمې لارې سم کړی دی  چې  موخه ئې ، د هیواد  له ډیرو زیاتو ظرفیّتونو څخه په استفادې سره  په تولید کې لور نیونه او حرکت دی .  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  په دې لړ کې درست تولیدونکي او اقتصادي فعالان،  د هیواد  دپرمختګ په لاره کې  دسترو ګامونو پورته کولو ته بللي دي .له دې امله  د تولید لورنیونه او زیاتوونکی غورځنګ د  دوهم انقلاب د ګام د موخو په لاره کې یوه سټراټژي ګڼلی شو .

Image Caption

 

                 ددغه دور اندیش نظر موخې او  نتیجې،د مقاوم او پیاوړي اقتصاد د ستنو  د پیاوړتیا لپاره  د حکومتونو  هلوځلو او  ملی ګټو ته پام اړول دي .

 ددغې لارې بریالی دوام له ډيرو عوامولو او عناصرو سره اړه لري .په هغو کې یوعامل چې  د هیواد اقتصاد پر قدرتمنیدا نیغ په نیغه اغیزې شیندي ، د هیواد  د تولید اوزیرمو  له سرچینو برخمنیدا ده چې  داقتصادي لور نیونې  لپاره  د لازیاتې زمینې په برابرولو کې  ډير اهمیّت لري .

د مقاومتي اقتصاد په دګر کې هغه هیواد بریالی دی،چې  له خپلو  داخلی  ظرفیّتونو  او وړتیاؤ د پيدا کونې له موقعیّته  او هم  له نورو اقتصادونو سره  په تعاملاتو کې  نهایتا استفاده کولی شي .له دې نظره ، په تولید کې لورنیونه باید دتولید  د رودو او  د اقتصاد دستروپلانونو   سره په یووخت ترسره شي .  دغه بدلونونه ،  د  اقتصادي تفکراتو د  لور نیونې لپاره ،  په اقتصادي چارو کې  ددیني  او اخلاقي ارزښتونو   په ساتنې سره  په تولید کې  په ماډرن روددو سره دتولید ته مخه شي . د تولید دبرخې پشمول  اقتصادي موسیسې  زیاتونکی  او لورنیونکی  بدلون نشي تجروبه کولی ، مګر دا چې په مناسبه ا ندازه   تجارتي او اقتصادي چلندونه بدل کړي .  د اقتصاد دقدرت اوپیاوړي کولو لازمه ، داقتصادي لور نیونې  درستو مؤلفو ته پام او  مناسبه وده ده .

             په دې زمینې کې د ځينو هغوهیوادونو تجروبه چې نن سبا ئې په اقتصاد کې وده او پراختیا  موندلي ،د  پام وړ ده . په دې زمینې کې  د تجروبو یو مثال، د  جاپان اقتصاد دی .د جاپان اقتصاد په دوهم نړیوال جنګ کې  له ورانونکو ټکونو سره مخامخ شو،خو  له دې وروسته د ګرَمې  په ورکولو سره، د تولید  په منظمولو او زیاتولو سره،څو چنده اقتصادي وده  ترلاسه کړه . جاپان  له دې لارې وتوانید،د بهرنیو شیانو له وارداتو څخه په مخنیوي او د پخوانیو او ځاي صنعتي ورکشاپونو په پیاوړتیا او غوړیدا سره،خپل  داخلي صنعتونه پراخ کړي،په دې توګه چې دخپلو ځاي  او داخلی صنعتونوپه منظمولو او د ودې د  دروازو د پرانیستو په وخت ئې ،  له بهرنیو تولیداتو سره  سیالۍ ته ځان تیار کړ او دغه  صنائع په حقیقت کې د ماهرو او متخصصو کسانو اوکارنده صنعتګرانو په درلودلو سره وتوانیدل،د نولسمې پيړۍ په دوهمې نیمائۍ کې  د جاپان د  ماډرن او نوو صنائعو  بنسټ او اساس  جوړ کړي او  ددغه هیواد  دصنعت له چټکې ودې سره مرسته وکړي.

                دوستانو د هندوستان او برازیل په څير هیوادونو هم د وارداتو په ځای  له سټراټژۍ ، یعني  د داخلی تولیداتو  د پیاوړي کولو  په کار توجه وکړه . 

 د جنوبی کوریا او ترکیې په څير  ځینو هیوادونو داخل ته فکر کاوه او د صادراتو د پراختیا سټراټژي ئې غوره کړه .ایران هم په پانګې،کار او اقتصادي زمینو کې د خپلو داخلي سترو ظرفیّتونو د  لورنیونې او کارونې لپاره،په بیلابیلو ډګرونو کې  ځاي پلانونو او ماډرن  طرحو  ته  اړتیا لري .  د هغو په دوام کې دمقاومتي اقتصاد بیلګه،په تولیدکې لور نیونې ته مخه کول،په حقیقت کېهماغه ماډرنول  او نرمښت او پوهیدل دي چې  نړیوالو شرائطو ته په  پام سره په اوسني موقعیّت کې  د ایران د اسلامی جمهوریت یوه جدي سټراټژي کیدلی شی .

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه