د سباون لسیزه ۱ (امام خمیني، محبوب مشر)
(last modified Sun, 31 Jan 2021 00:08:07 GMT )
Jan 31, 2021 04:38 Asia/Kabul
  • د سباون لسیزه ۱ (امام خمیني، محبوب مشر)

ګرانو او قدرمنو دوستانو لکه څنګه چې خبر یئ د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ۴۲ کلیزه نزدې ده. بې شکه چې دا انقلاب د امام خمیني(رح) له نوم پرته هیڅوک نه پیژني. په دې وجه د سباوون د لسیزې وړومبنۍ وینا مو د ایران او نړۍ د دغه اغیزناک انسان د ځینو شخصیتي اړخونو پیژندګلوۍ ته بیله کړې ده

ګرانو او قدرمنو دوستانو لکه څنګه چې خبر یئ د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب ۴۲ کلیزه نزدې ده. بې شکه چې دا انقلاب د امام خمیني(رح) له نوم پرته هیڅوک نه پیژني. په دې وجه د سباوون د لسیزې وړومبی پروګرام مو د ایران او نړۍ د دغه اغیزناک انسان د ځینو شخصیتي اړخونو پیژندګلوۍ ته بیل کړی دی.

د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د میاشتې په دولسمه نیټه له شوق او حماسې ډکه وه. امام خمیني له وطنه د کلونو له لرې والي او جلاوطنۍ وروسته  په ډیر اقتدار، عزت او پرتم سره وطن ته راستنیده. د هغوي زرګونه مئینان د تهران نړیوال هوايي ډګر ته ورغلي وو چې په پوره مینې او عشق سره د خپل محبوب مشر هرکلی وکړي. کله چې د امام خمیني الوتکه کښناستله نو د زړونو درزا لازیاته شوه او خلک د خپلې خوښې د مشر د ملکتوي، مقتدرې او هوډمنې څیرې د لیدو لپاره له یو بل نه مخکښې کیدل. له هوايي ډګر نه په بهشت زهرا کښې د شهیدانو تر مزاره پورې د امام خمیني د تګ لاره په ګلونو ښکلې کړې شوې وه او خلکو دغه څو کیلومیټره لاره د ا نقلاب د شهیدانو په یاد کښې له ګلونو ډکه کړې وه.

د بوئینګ ۷۴۷ الوتکې ورونه خلاص شول او امام راغی او په خپل تل پاتي پرتمینوالي سره د ولایت د عاشقانو په سیلاب کښې جاري شو او  په تږو زړونو باندې لکه د نرم باران ووریده. هغه لکه د ابراهیم خلیل ا... د طاغوت بتان مات کړل او د نه ډوبیدونکي جمهوري اسلامي د طلوع زیرې یې ورکړ.

د ایران دیندارو خلکو د امام خمیني(رح) له ظلم سره د مقابلې غږ د حق غږ وباله. ویې لیدل چې د پاکانو، عارفانو او زړه سواندو څخه یو سړی د هوا او هوس له رویه نه بلکې د خپل مقتدا امام حسین علیه السلام په شان د دین او د اسلامي ارزښتونو د راژوندي کولو لپاره راپورته شوی دی، په دې وجه یې د امام خمیني(رح) غږ ته لبیک وویله او د ظلم په وړاندې ودریدل او لکه د زورورو څپو یې طاغوطیان ډوب کړل. د ایران اسلامي انقلاب د هغه لمر په شان شو چې په راختو سره یې له ظلم، سپکاوي، پیئلتیا، بې دینۍ، فساد او بدیو څخه ستومانه شوي زړونه چې یوه ټولنه تباهۍ ته ورکاږي، هیله مند کړل چې کوې یې شول د ټولنې  د اجتماعي او سیاسي پاڅون په سم لور بوځي. امام خمیني نه یوازې په خپله یو بدلون غواړی و بلکې دغه بدلون غوښتنه یې د ولس په ذهنونو او  زړونو کښې هم رامینځته کړه. دغه غږملتیا د (خپلواکي، آزادي، جمهوري اسلامي) په شعار سره د خلکو د ګډون په بنیاد د اسلامي نظام سبب شوه.

د ایران یو مشهور متفکر او لویدیځ پیژاندی شهید سید مرتضی آویني د امام خمیني په هکله لیکي: امام خمیني کوم تازه پیغام راوړونکی نه و بلکې یو رایادونکی و چې له خدای تعالی سره د خلکو فطري ژمنه یې هغوي ته وریاده کړه او پس له څو پيړیو چې په ډله ایز کلي مصداق کښې د بشر له نازلیدو تیریږي، له حضرت ابراهیم او اسماعیل نه واخلې تر محمد رسول ا...(ص) پورې د خپلو تیرو مشرانو په شان یې د جاهلیت یو پړاؤ ته ماتې ورکړه او یوه نوې زمانه یې پیل کړه.

امام خمیني د خپلو پاکو اجدادو په شان د ټولنې او خلکو د روزنې او تهذیب او په لنډه وینا د اخلاقي مکارمو د دودولو په لټه کښې و. د اخلاقي مکارمو دودول خپل حبیب حضرت محمد مصطفی(ص) ته په قرآن کریم کښې د خدای یو حکم دی چې ټول اسلام غواړي په دې چارې خبر شي چې حکومت او سیاست له انساني او معنوي اخلاقو او فضیلتونو جلا نه دي او د اسلام آیډیاله ټولنه یوازې د دغو دوو مهمو مقالو په یوکیدو سره عملي کیږي. خدای تعالی په دې هکله مسلمانانو ته یادونه کوي:

 "لَقَد کانَ لَکُم فی رَسولِ اللَّهِ أُسوَةٌ حَسَنَةٌ... /  بې شکه چې ستاسو لپاره د خدای د رسول په ژوند کښې غوره بیلګه او نمونه ده.

رسول اکرم(ص) د اسلامي حاکم غوره مثال و او له هغوي وروسته حضرت علي علیه السلام په خپل اسلامي حکومت کښې د ټولنیز عدالت او انساني کرامت ډیرې ښایسته ځلاوې انځورې کړې. امام خمیني هم د دین د مشرانو په پیروۍ سره په ټولنه کښې د دیني ارزښتونو د احیا او خپرولو په لټه کښې و. هغه ټولنه چې د اسلامي اصولو او شیعه فقهې پر مدار جوړه شي او په کښې اخلاقي او معنوي مکارم ځلا بیامومي. دغه ډول حکومت یو داسې واکمن ته ضرورت درلود چې خپله په فقه، د دین په پیژندګلوۍ، د تقوا او اخلاقو په خیال ساتلو باندې پوره وي او امام خمیني(رح) دغه لوړې ځانګړتیاوې درلودلې. هغوي د ځوانۍ له وړومبنیو څخه د نفس روزنې او په ځان کښې د مثبتو صفاتو او  اخلاقیاتو پياوړې کولو ته ملا تړلې وه او د اخلاقو او الهي تقوا په خیال ساتنه کښې بې سارې و.

په علمیه حوزه کښې د ځوانۍ په ورځو کښې د امام خمیني د کوټې ملګرو ته پته وه چې هغه دوه ځانګړي صفتونه لري: د تهجدو د لمونځ لپاره د نیمو شپو پاڅیدل او له غیبت کولو او غیبت اوریدلو ځان ساتل. دغه غوره انسان به د ګفتار او کردار په صداقت باندې ډیر ټینګار کوه او ویلې شو چې په وینا او عمل کښې صداقت، امام خمیني(رح) په خلکو کښې له نورو ټولو خصوصیاتو ډیر محبوب ګرځولې و.

صداقت په قرآن پاک کښې د خدای تعالی یو حکم او د دین د مخکښانو لارښوونه او د ایمان او تقوا یوه نښه ده. د امام علي علیه السلام په وینا، رښتیا ویل، د ایمان ترټولو پياوړې رکن دی او د خدای چې کله یوبنده خوښ شي نو رښتیا ورته الهام کوي. امام به چې څه ویل، په خپل شخصي او سیاسي ژوند کښې ورباندې وفادار و. که مسئولینو ته به یې د زُهد او ساده ژوند تیرولو سپارښتنه کوله نو په خپله هم د دغو ځاګړتیاؤ حقیقي هنداره او مثال و.  د ایران خلکو به چې کله د امام خمیني(رح) په کلام او عمل کښې د صداقت خواږه لیدل نو د امام په لارې او ارمانونو باندې باور به یې لازیاتیده او داسې وه چې تر خپل سره پورې یې د امام ملاتړ وکړ.

له امام خمیني(رح) سره د خلکو مینه له ټولو خوبیو سره مینه وه. د امام له خوا دغه مینه شاید له دې هم زیاته وه. امام خمیني(رح) په خلکو میئن و او ورسره به یې عشق او مینه کوله. هغه به خلک خپل ولي نعمت بلل او ځان یې د هغوي خدمتګذار نوموه.

د امام خمیني(رح) لطیف روح او نه وصف کیدونکې مهربانۍ لکه د مقناطیس زړونه ځان ته جذبول. امام بې وزلې او محرومې پرګنې ته لاډیره توجه درلودله او مسئولانو ته به یې سپارښتنه کوله چې په خالصانه توګه د خلکو په تیره بیا د مستضعفانو او کمزورو خلکو خدمت وکړي. دوي به فرمایل: زمونږ او د ټولو کارکونکو دنده دا ده چې د خلکو خدمت وکړو او د هغوي په غم او ښادۍ او ستونزو کښې شریک ووسو چې ګمان نه کوم د بې وزلو له خدمت کولو لوړ بل کوم عبادت وي.

د امام خمیني(رح) ژوند ډیر ساده او له قناعته ډک و. امام خمیني د خپلو پاکو نیکونو په شان ساده ژوند او له دنیا غوښتنې لرې والی غوره کړی و او په دې باور و چې د اسلامي ټولنې واکمن باید د خلکو د کمزورې او متوسطې پرګنې په شان ژوند وکړي. امام هیڅکله ځان له خلکو بیل نه کړ او تل له خلکو سره او د هغوي تر څنګ و. د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي فرمايي: په امام کښې درې باورونه موجود وو، چې هم دغو دریو باورونو هغه ته پریکنده توب ورکوه، میړانه یې ورکوله او استقامت یې ورکوه. په خدای باندې باور، په خلکو باندې باور او په ځان باندې باور. دغه درې باورونه د امام په وجود کښې، د امام په فیصله کښې او د امام په ټولو حرکتونو کښې یې ځان په حقیقي معنا څرګند کړ.*/*/*/*/*/*

امام خمیني یو لوړرتبه مرجع او رسیدلې عارف و او په عین حال کښې یو هوښیار، کرشماتي، ډیکټاټور ضده او په لویدیځو او ختیځو قدرتونو پورې له پیئلتیا آزاد سیاستوال و. امام خمیني(رح) د خپلې زمانې له ټولنې او د نورو هیوادونو له حال او خبرونو ژور نظر او پوهه درلودله. امام یو ډیر منظم انسان و.

امام خمیني(رح) له ځوانۍ څخه په صفایۍ او منظم والي مشهور و او په مشرۍ او سیاستوالۍ کښې په علم او عمل کښې د امام د بریالیتوب یو راز دا و چې په ټولو چارو کښې یې ډیر نظم درلود. هغوي د خپلو ورځنیو کارونو لپاره یو مهال ویش برابر کړی و چې په دغه جدول کښې د امام د شپې او ورځې د ټولو ساعتونو کارونه لیکل شوي وو، یوازې د شپې له هغو ساعتونو پرته چې د تهجدو د لمونځ او له خدای تعالی سره د راز و نیاز لپاره به له خوبه پاڅیده. د امام خمیني(رح) نظم دومره دقیق او کره و چې د خواوشا خلک به یې د کار له لیدلو پوهیدل چې څو بجې دي، ځکه چې امام به په ټاکلي وخت ډوډۍ خوړله او په ټاکلي ساعت به اوده کیده او په ټاکلي وخت به راویښیده. که له چا سره به یې د ملاقات نیټه وه نو په وخت به یې ځان رسوه.

د امام خمیني(رح) لور زهرا مصطفوي نقل کوي چې امام دومره دقیق او منظم و چې که د غرمې د ډوډۍ لپاره به یې پنځه دقیقې ناوخته کوه نو ټول کور والا به فکرمند کیدل چې آقا ولې ناوخته کړ. یعنې ټول به بې اختیاره د امام کوټې ته ورتلو او لیدل به مو چې د امام زوې حاج احمد آقا راغلی او له هغوي یې یوه پوښتنه کړې ده او په دې وجه ناوخته شوی دی.

ګرانو دوستانو دا پروګرام د امام خمیني(رح) د شاګرد، مرید او ځاې ناستي آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي په یوې خبرې پاې ته رسوو چې فرمايي: د دې وجه چې  زمونږ د بزرګواره امام یوې خبرې به د هیواد په دې سترې عمومي فضا کښې په هر ډول حالاتو کښې حیرانونکې اغیزه کوله، د هغوي معنویت و، د هغوي باطني صفا وه، له خدای تعالی سره یې تړاؤ او اتصال و، د هغه د نیمې شپې اوښکې وې. هغه فولادي انسان، هغه سړی چې کله به پرې پیښې او مشکلات راتلل هغه دومره ډیر وو چې یو ولس به یې لړزوه خو هغه به ړک نه وهه، هغه سړی چې د نړیوالو قدرتونو سترتوب او دبدبه یې به نظر کښې هیڅ او پوچه وه، هغه سړی چې د خدای د عظمت په وړاندې به یې د دعا او استغاثې په حال کښې داسې اوښکې بهولې.

آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د امام خمیني(رح) په هکله په یوې بلې وینا کښې فرمايي: امام له خدای سره د اړیکې او رابطې په خاطر د الهي فضل وړ ګرځیده. راځئ چې مونږ هم په هم هغه توکل او اخلاص او زیار او هوډ سره د هغه لارې ته دوام ورکړو.

*/*/*/*/*/*/*/*/*/*/

 

ټیګونه