د معنویت راژوندي کول، د اوسمهاله انسان کړکیچونو ته د اسلامي انقلاب ځواب
(last modified Mon, 01 Feb 2021 08:45:51 GMT )
Feb 01, 2021 13:15 Asia/Kabul
  • د معنویت راژوندي کول، د اوسمهاله انسان کړکیچونو ته د اسلامي انقلاب ځواب

د سباوون د لسیزې دویم ځانګړې پروګرام: د معنویت راژوندي کول، د اوسمهاله انسان کړکیچونو ته د اسلامي انقلاب ځواب

 د ایران  د اسلامي انقلاب د کامیابۍ د ۴۲ کلیزې په مناسبت د ځانګړو پروګرامونو د لړۍ له یو بل پروګرام سره ستاسو په خدمت کښې یو. هیله ده چې د دې پروګرام په اوریدو سره د اسلامي انقلاب له یو په زړه پوري اړخ سره اشنا شئ. لکه څنګه چې پوهیږئ د ایران اسلامي انقلاب د ډیرو نظرخاوندانو او شناندو له ګواهۍ، له مختلفو او ډیرو ځانګړو  انقلابي اړخونو څخه د نړۍ له نورو انقلابونو سره فرق لري. د اسلامي انقلاب یوه ډیره مهمه ځانګړتیا دا وه چې په دین او مذهب باندې په ملا تړلو سره کامیاب شوی دی، د په داسې حال کښې وو چې تر هغه وخته د مارکسیسټي تعلیماتو تر اغیز لاندې دین، د پرګنو افیم او د واکمنانو د ظلم او ستم توجیه کونکی ګڼل کیده. خو اسلامي انقلاب ثابته کړه چې د خدای په نوم او د اسلام او تشیع مذهب په وحیاني تعلیاتو باندې باندې په تکیې سره یې د واکمنانو د ظلم او ستم خلاف پاڅون وکړ او ټولنې ته یې آزادي او عدالت ډالۍ کړ.

د ایران اسلامي انقلاب په دې زمانه کښې د دین او معنویت په راژوندي کولو سره وکړې شول ننني انسان ته چې د ټیکنالوجۍ او چټکتیا په اسارت کښې ګیر او سربداله شوی او له ځانه پردی شوی دی، یو مناسب ځواب وړاندې کړي. له دې نظره اسلامي انقلاب په دین او معنویت باندې په ملا تړلو سره د ماډرن ټولنې د زیانونو لپاره یو مرهم او حل لاره وه.

د ډیرو نظر خاوندانو په وینا، ماډرن کیدو که څه هم د انسان لپاره ډیرې لاسته راوړنې راډالۍ کړې دي خو د ژوند په ډیرو انساني او اخلاقي برخو کښې یې نامناسب بدلونونه هم رامینځته کړي دي داشان چې په اوسنۍ دنیا کښې انسان له یولړ نویو او پیچلو کړکیچونو سره مخامخ شوی دی. ځینو نظر خاوندانو د اوسني انسان کړکیچونه په دوو کلي ډلو ویشلي دي. وړومبۍ ډله هغه کړکیچونه دي چې له خپل ځان او خدای سره د انسان د سمون نه خوړلو او ناموافق والي نتیجه ده او بله ډله هغه کړکیچونه دي چې له خپلې ټولنې او چارچاپیره نړۍ سره د انسان د تعارض له امله دي. په وړومبۍ ډله کښې له ځان او خدای سره د انسان د تعارض په وجه نن سبانې انسان په یو ډول د فردي هویت له کړکیچ او د تنهایۍ په احساس اخته شوی دی. نن سبا د اوزاري عقلانیت په سلطې سره د انساني احساساتو او جذباتو په شان د انسان ځینو وجودي اړخونو ته پاملرنه کمه شوې او معاصر انسان نه دی توانیدلی چې د عقل او احساس او جذباتو ترمنیځ انډول او تعادل ته لاس پیدا کړي. په ټولنیزو اړیکو کښې د ګټې اصالت او ظاهري خوند لټونې او مادیت پالنې انسان یوازې په عقل باندې د تکیې له مله په رامینځته شوي شکاکیت کښې ډوب کړی دی او هغه یې د تنهایۍ او له ځانه د پردي والي له کړکیچ سره مخامخ کړی دی. په خواشینۍ سره اوسنې انسان له معنویته په لرې کیدو سره نه دی توانیدلې چې له ځان له خپل خدای سره خپله اړیکه په سمه توګه برابره کړي او په نتیجه کښې د بې معنایۍ او نهیل ازم د ګرداؤ په لور تلی دی.

له بلې خوا له ټولنې او د خواوشا له چاپیریال سره د انسان په اړیکه کښې د انډول د نشتوالي په وجه اوسمهاله انسان او ټولنې له ډیرو کړکیچونو سره مخامخ شوې دي. د انسان د سوکالتیا او هوساینې د سرچینې په توګه له طبیعته بې حده ګټه پورته کونه د ژواک چاپیریال د سترو کړکیچونو سبب شوې ده چې انسان یې د نابودۍ له ستر خطر سره مخامخ کړی دی. د ټولنو ترمینځ توکمیزه فاصله زیاته شوې او د ژوند د ډیرې مهمې برخې په توګه د کورنۍ مرکز د ټوټې کیدو په درشل ولاړ دی. په دې منځومان کښې افراطي تنوع غوښتنې او مصرف پالنې تعادل د انسان له ژونده لرې کړی دی او هغه یې په یو داسې بې هویته مخلوق بدل کړی دی چې هیڅکله د خپل ژوند د په مبدأ او مقصد په هکله فکر نه کوي.

دغې حالت نه یوازې ارامښت او راحتي انسان ته نه ده ډالۍ کړې بلکې هره ورځ یې د خلکو باطني اندیښنه او نفسیاتي پریشاني زیاته کړې ده، داشان چې په ډیرو ټولنو کښې دجرم او جنایت، طلاق، خودکشۍ او د داسې نورو ډیرو ستونزو او لانجو شمیر په عجیبه توګه په زیاتیدو دی. په بله وینا ماډرن نړۍ نه یوازې د انسان لپاره پایداره خوشالي او ارامښت نه ده راوړی بلکې نتیجه یې د کسانو له افسردګۍ او ډپریشن او اضطراب او ناخوښۍ پرته بل څه نه ده پاتې شوې.

یوه پوښتنه چې د ډیرو شناندو ذهن یې په ځان اخته کړی دی، دا ده چې ولې د طب یا میډیکل، سایکالوجۍ او سوشیالوجۍ په شان ټولو تجربي او انساني علمونو کښې د انسان د پام وړ علمي پرمختګونو سره سره دغه علمونه تراوسه نه دي توانیدلې چې د انسان په روحي او رواني ستونزو او د هویت او د ژوند د بې معنا والي په کړکیچ غلبه وکړي او لا مهمه دا چې په دې حالاتو کښې څه کول پکار دي؟

په ماډرن ماتم ځپلې دنیا او د اوسني انسان په سترو او هراړخیزو کړکیچونو کښې د ایران اسلامي انقلاب د انساني ژوند لپاره یوه نوې او بدیع بیلګه وګرځیده. د دغې بدیع بیلګې یوه مهمه ځلا په اوسنۍ دنیا کښې د معنويت راژوندي کول وو، په هم دې بنیاد امام خمیني(رح) په شلمې پیړښ کښې د معنویت د راژوندي کولو بیرغچي بللی شو. دوي اسلام د هغه بشپړ او هراړخیز مکتب په توګه چې د انسان ټولو وجودي اړخونو ته توګه کوي، د سیاسي مبارزو بنیاد او د اسلامي انقلاب د تګلارې چورلیز وټاکه. هغوي باوري وو چې اسلامي مکتب په یو وخت پر عقل او معنویت باندې د ټینګار په وجه  د نورو بشري مکاتبو په پرتله د نسان د ژوند د برابرولو او د حکومت د جوړولو لپاره لامناسب دی ځکه چې د دې دین تعلیمات انسان له تیرو څخه رڼا ته رسوي. امام خمیني فرمايي: اسلام د انسان د نیکمرغۍ لامل دی. اسلام د انسان سازۍ لپاره راغلی دی، د دې لپاره راغلی دی چې انسانان د طاغوت په اپوټه، د نور او رڼا په لور بوځي.

امام خمیني(رح) د ټولنې د نیکمرغۍ لاره او راز معنویاتو او اخلاقو ته ګروهنه بللې او په دې ټکي باوري و چې مادي سوکالتیا د انسان د خوشبختۍ لامل نه ګرځي. دوي فرمايي: مونږ باید کوشش وکړو چې خلک معنویاتو او اسلامي اخلاقو ته راوبولو. شاید ډیر خلک ګمان وکړي چې مادي هوساینه او د بانکونو او پانګې او ځمکې په شان داسې نورو شیانو لرل د انسان لپاره نیکمرغي راوړي نو دا یوه غلطي او تیروتنه ده چې انسان یې کوي.

امام خمیني د بشري ټولنې درد د معنویت نشتوالی بللی دی او ټینګار کوي چې د اسلام او د اسلامي انقلاب د کړنلارې هدف ددغه معنویت راژوندي کول دي، او وايي: مونږ او زمونږ ولس ویاړي چې د یو داسې مذهب پیروکار دی چې هغه قرآني حقایق چې ټول د مسلمانانو ترمینځ بلکې د ټول انسانیت ترمینځ د یووالي خبره کوي، له مقبرو او ادیرو یې وژغورل او انسان ته یې د فنا او نابودۍ او  د طاغوتیانو له غلامۍ نجات ورکړ.     */*/*/*

د معنونيت د راژوندي کولو په لړ کښې د امام خمیني کړنلاره یوازې تر فردي ژونده محدوده او پیئلې نه وه بلکې دوي باوري وو چې معنویت باید د حکومت په جوړولو او د واکمنانو په سیاسي او کړچاري چوکاټونو کښې هم څرګند او منعکس شي او که داسې ونه شي نو هغه طاغوتي سیاسي نظام دی. د اسلامي انقلاب د بنسټګر د فکري او سیاسي فیصلو څیړنه ښودنه کوي چې د امام خمیني مطلوب حکومت په نوې زمانه کښې د ورک شوي معنویت مصداق دی. امام خمیني د اسلامي انقلاب له افکارو د رامینځته شوي سیاسي نظام په توګه د دیني ولسواکۍ د اصولو او حدودو په انځورولو او د هر ډول استبداد او د ښاریزو د سیاسي او مدني آزادیو د محدویت په نفي کولو او د لوټمارو قدرتونو د استعمار او استمثار خلاف په څرګندې دریځنیونې او د خپلواکۍ په دفاع سره د حکومت د جوړولو فاینل هدف د انسانانو په ژوند کښط د معنویت راژوندي کول بللي دي او د اسلامي جمهوریت ټولو کارګزارانو ته یې په ځلونو ټینګار وکړ چې هر ډول دنیا غوښتنه او په مادیاتو کښې غرقیدل به د اسلامي حکومت د زوال سبب شي.

امام خمیني د انقلاب اصلي پیغام د معنویت او اخلاقو له ودې سره سم د آزادۍ، خپلواکۍ، عدالت او پراختیا، پرمختګ او تمدن جوړونې لپاره باله او باوري و په کومه پراختیا او پرمختګ کښې چې اخلاق او معنویت نه وي هغه زیان راوړونکې او د طاغوتي نظام له ځانګړتیاؤ څخه ده. دوي د نړۍ د مظلومو او ځپل شویو ولسونو لپاره د اسلامي انقلاب اصلي بریا دین او د هغه په بنیاد معنونیت ته دوباره پاملرنه بلله او دا کار یې په ټولو فردي، ټولنیزو او سیاسي ډګرونو کښې د یو بل لازم او ملزوم باله.

په زړه پورې دا چې د اوسمهاله انسان د ورک شوي په توګه معنویت او د اسلامي انقلاب اصلي هدف ته د میشل فوکو په شان سترو متفکرانو هم پاملرنه کړې ده. فوکو د ماډرن ازم یو منتقد و او په دې باور و چې ماډرن ازم په یو داسې فکر دود باندې ولاړ دی چې د عقل ، خلاصون او ترقۍ ترمینځ یوشان والی او تړون نفي کوي او ننې انسان یې له اخلاقیاتو لرې کړی دی. فوکو چې د اسلامي انقلاب دیني محتوا يې نظر ځانته اړولی و، په دې باور و چې اسلامي انقلاب یعنې په ایران کښې ماډرن ازم (ته د ورته) بهیر ماتې. د فوکو له نظره د اسلام د دین کلیت د ایران انقلابیانو ته یو داسې ځواک ورکړ چې په تش لاس د دنیا د یو ډیر ماډرن پوځ په وړاندیږي اودریږي او بریالي شي. هغه د شلمې پیړۍ د بشریت د درد درملنه په هغه معنویت کښې لټوي چې بیرغچي یې د ایران اسلامي انقلاب دی.

د قوکو له نظره معنوي تشه او هغه کمښت چې نړۍ یې بې روحه کړې ده، د لویدیځ تمدن او د اوسني انسان کړکیچ دی او د اسلامي انقلاب مکتب له عقلانیت څخه د یو نوي تعریف د وړاندې کولو په لټه کښې دی چې په کښې معنویت یوه مهمه ونډه او مقام لري. د فوکو په اند، دا د اسلامي انقلاب هم هغه خاص ځانګړنه ده چې هغه یې له نورو انقلابونو ځانګړی کړی دی او په یو نوي مثال یې بدلوي. د فوکو له نظره، د موجود انقلابونو په لړۍ کښې د اسلامي انقلاب نوښت په هم دې اصل کښې د عقلانیت او معنویت ترمینځ تلازم دی، په تیره بیا د سیاست په دنیا کښې. دغه تړون د اوسمهاله انسان د ضرورت او کړکیچ یوه حل لاره ده.

*/*/*/*/*/*/*

 

ټیګونه