May 14, 2016 16:21 Asia/Kabul
  • دلمر په رڼا کې

دتهران دپښتو خپرونې خوږومینه و الو دخپرونې په دې شیبو کې دلمر په حضور نومې لړۍ له یوشپیتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،هیله ده ترپایه راسره مله ووسئ




          دایران داسلامی انقلاب معظم لارښودحضرت آیت ا....العظمی سیدعلی خامنه اي دهیواد علمي خوځښ ته  خاص پام  کوي . د دوي هڅونې او لارښونې      ایران د علمي حرکت دودې اولوړتیا لامل شوي دي .  دوي باؤري دي ؛ د علمي او ټيکنالوجیکي   حرکت چټکتیا   دهیواد  یو  خورا  اساسی لومړیتوب  دی او دهیواد ساینسي  ودې چټکتیا  باید په هیڅ ډول پلمې سره ،  حتی د  ډيرې کمې پلمې له امله هم سسته نه شي  ،بلکې باید  ورځ تربلې  زیاته شي .
 دایران اسلامی جمهوریت  په وروستیو کلونو کې  او له څو لسیزو بندیزونو سره سره ،  دټیکنالوجۍ او علم په ډګر کې  اوڅاره  پرمختګونه  کړي دي ،  په دې ډول  چې   اوس په سیمې کې  لومړنۍ علمي روتبه  او په نړۍ کې  او په دوو سوو هیوادونو کې ،  پنځلمسه روتبه لري .   په نړۍ  کې  د ایران  دعلمی روتبې  دلوړتیا یو مهم عامل  طبي بریاوې دي .  دبنیادي سلولونو څخه داستفادې پوهه ، دنوو درملو جوړیدا او تولید او ماډرن کیدا ،په تیره بیا د نانو درملو تولید  او دنړۍ په سویه  د برلاسه طبي  مقالو وړاندې کول  دي . 
 نن سبا  ایران  دبنیادي سلولونو  دټيکنالوجۍ او څيړنو په زمینې کې د نړۍ دلسم برلاسه هیواد په توګه  حسابیږي .
              ایراني څيړاند توانیدلي دي،دسختو ناروغیو په درملنې کې له بنیادي سلولونو څخه مرسته واخلي .  په هیواد کې دهډوکو،پوستکي،دزړه   دتاواني شویو رګونو او مغزو  په پیوندونو  او بدلولوکې،له بنیادي سلولونو  استفاده کیږي . په دې زمینې   کې د رویان  څیړنیز مرکز دپوهانو او څيړاندو په لوړ همت سره  توانیدلی دی  په تیره بیا د نا امیندوارۍ  په حوژې  کې   او څاره بریالیتوبونه  ترلاسه کړي .  اوس درویان او  اصفهاان  په څیړنیزو مر کز کې   دبنیادي سلولونو  شبیه سازي   کیږي   چې  پخپل  ډول ساری نه لري
   خداي بخښلی  ډاکټر  سعید کاظمي  آشتیاني    درویان څيړنیز مرکز په تاسیس کې  یو خورا مهم کس ؤ .  دغه ځوان او انقلابی  څيړاند  په  ډيرو هلوځلو او زیار سره ،  له بنیادي سلولونو  څخه په استفادې  کې  اوڅاره نتیجې ترلاسه کړې .  داسلامی انقلاب معظم لارښود دخداي بخښلي  ډاکټر سعید  کاظمي آشتیاني  په باب  دهغه دیاد او  خاطرې په درنښت سره  وفرمائيل ؛ ډاکټر سعید کاظمي  آشتیاني ، پخپل ایمان ،زیار او ښه مدیریّت سره و توانیدیوه داسې علمی موسسه جوړه کړي چې په جوړښت کې ئې  له ایمان او تقوا سره یو ځاي   جدي علمی څیړنو ته  بشپړ پام شوی دی .:::   دوي په دوام کې فرمائيلي دي  ؛ رویان موسسه   یوه بریالۍ  او له هغه شي  څخه یوه اوڅاره او بشپړ بیلګه  موسسه ده چې  انسان  ئې هیله کوي ، د دې علت  چې  ما له خداي بخښلي  ډاکټر سعید کاظمي سره   دومره مینه درلوده  او اوس  پخپل  زړه اوذهن کې ددغه  خوږ او  ځوان  څيړاند  لپاره  دډير ارزښت او اهمیّت قایل یم .  همدادی دهغه حرکت ،  دهغه دکار څرنګوالی  ،  دهغه  مدیریّت  ، د هغه تعقیبونې  یوه بشپړ ټولګه  وه  له هغه  څه څخه چې  انسان ئې  غواړي او هیله ئې کوي .  رویان  موسسه  هم دهغه  او دهم دهغه د  هغو ملګرو په مرستې سره  چې  په رویان کې  له هماغه پیله په کار بوخت وو ، داسې راڅرګندنه شوه  ، وده ئې وکړه او  دغه شان وځلیده  او  ما دا دکار له هماغه پیله احساس  کړې وه ::::::
 درویان څيړنیزه موسسه  یا مرکز  چې نن سبا   دنااُمیندوارۍ   په درملنې او د سلولونو  دڅيړنې په زمینې کې  له هیواده بهر هم دشهرت ګونګوسې آوریدل کیږي،  په نړۍ کې  ددغه ډګر دڅيړاندو لپاره یوه آشنا نامه  ده .  داسلامی انقلاب معظم لارښود       دهغه غوره علم حرکت ته په اشارې سره چې  په وروستیو څو کلونو کې پیل شوی دی ، او دعلم په خاوندانو کې پراخ شوی دی ، ټينګار کړی ؛  درویان څیړنیز مرکز  دلازیات پرمختګ  لپاره ډیرې زیاتې  وړتیاوې او زمینې لري  او دغه مرکز  په حقیقت کې     د هیواد د  علمی حرکت  بنیادي سلول دی  ؛ هماغه ډول چې  دعلم او ایمان په ترکیب باندې عقیده لرونکی   څیړاند او پوه  هم  همدغه شان اعتقاد لري  :::::::  
    د  رویان  څيړنیز مرکز بیلابیلې برخې لري .  داسلامی انقلاب معظم لارښود  د رویّان څیړنیز مرکز دلیدو په وخت   د درملنې اوعلم دغه مرکز    د ؛علم ،ایمان او زیار :له ترکیب څخه   یوه ځلیدونکی نتیجه او بریالی مرکز وباله .  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي   د  دغه مرکز دبیلایلو برخو د کتنې په ترڅ کې  دهرې  څانګې   متخصصانو او ډاکټرانو خبروته ډير پام وکړ او  له هغوي ئې ځیني پوښتنې وکړې .
 درویان دڅيړنیز معاونت  په بیلابیلو  برخو کې د :بنیادي سلولونو لیبارټرۍ او د تجروبي جنین پيژندونکي برخې هم شاملې دي .    همداراز په رویّان څيړنیز مرکز کې     دمعمولي سلولونو  په بنیادي سلولونو دبدلولو  او هم   دعصبی سلولونو ، دیّنې  دانسولین جوړونې  په سلولونو د بنیادي سلولونو دبدلولو په باب دڅيړنو  او ازموینو    لپاره  هم څيړنې او ارزونې کیږی . په دغه علمی مرکز کې  څيړاند او  متخصصان   همداراز  د  لویو کسانو د هډوکو د مغزود بینادي سلولونو دمعلومولو او د آرتروز  ناروغۍ پشمول  دغضروف او دهډوکو دضائعاتو  ددرملنې په موخې سره  دغضروفو او هډوکو  په سیلولونو څیړنې او ارزونې کیږي .  په رویّان څیړنیز مرکز کې  یو بل علمی کار له غیر جینیني  سلولونو څخه     په استفادې سره  شبیه سازي ده چې  په عمل کې  د    رویانا پسهّ  په شبیه سازۍ سره په بریالیتوب سره ترسره شوه .
د رویان علمی مرکز   یو لوي امتیاز   د :  نوم د بند د وینو د ساتلو بانک :  دی  چې  درویان  دڅيړنیز مرکز  یوه مهمه برخه شمیرل کیږي . دنوزیږي  دنوم  د بند یا    رګ   وینه  دبنیادي سلولونو یوه بډایه سرچینه ده  او دهغو ساتل  د هغو   ډيرو  سختو ناروغیو     له در ملنې سره مرسته  کولی شي  چې ممکنه ده     نوزیږی  او دهغه کورنۍ  یا په نړۍ کې نور کسان پکې په راتلونکي کې ککړ شي  او  په بینادي سلولونو سره  دنوم د  بند   وینې سره د درملنې وړ دي .
داسلامی انقلاب معظم لارښود  درویّان څيړنیز مرکز دلیدو په وخت،  دانساني علومو ، کرهڼيزو،بنیادي علومو،تخصصي  تخنیکي  انجینریئنګ او طبي علومو په ډلو کې  ددغه مرکز   دعلمی بریاؤ او کړچارونو او پلانونو کتنه هم وکړه . په صنعتي  کارخانو کې  دهوا دککړتیاؤ دکنټرولونکو آلو  دسسټم   پلانولو او جوړول ، دسرنګونو دکندلو   دکنټرول سسټم پلانونه  ، دایم  ایف او ایم ډبلیو قدرتمندو ریډیوئي  بوسټرونو  جوړول ،  دژواک  چاپيریال  منظمول او  دکرهڼيزو محصولو دتولید او وړاندې کونې دجوړښت اصلاح    درویان په څیړنیز مرکز  په نندارتونو کې وړاندې شوي  پلانونې  او څيړنې  وې .
  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي  همد اراز  د رویاّن  دڅيړنیز مرکز دنااُمیندوارۍ  د درملنې دبرخې  کتنه هم وکړه .  ددغې څانګې  کړچار  دکیفیّت او کمیّت له پلوه    دنړیوالو معارونو ترحده دی  او دنړۍ ددرملنې  له  خورا ښو مرکزونو سره دسیالۍ  توان لري .  په دې  کتنې کې  چې  دبیلابیلو برخو  دمسئولانو له توضیحاتو سره یو ځاي وه ،  اعلان وشو چې تراوسه پورې په د غه مرکز کې  کابو  اویا زره ایرانۍ جوړې  جوړې شوي  او درملنه ئې شوې ده  او په سلګونو  نااُمیندوارۍ بهرنۍ ښځې   هم په دغې موسسې کې معالجه شوي دي .
    ویل کیدلی شي دبنیادي سلولونو  پوهې ته  رسیدا ، هغه هم  دبندیز په شرائطو کې ،  دایرا ن داسلامی  جمهوریت لپاره  لوي ویاړ  شمیرل کیږي .  دغې پوهې  دسختو علاجونو  په  درملنې کې  لوي بدلون راوستی دی  او دبشریّت په وړاندې ئې  نوي کړکۍ  پرانیستلی دی .  دغه ماډرن علم  سره له دې چې  په لومړنیو مرحلو کې دی   او متخصصان او ډاکټران  هماغه راز  لاز یاتې هڅې کوي ، خو اوس  ئې هم  دناروغیو په درملنې کې  ډ يرې اوڅاره   اغیزې  شیندلي دي .   
نن سبا  داسلامی ایران  څيړاند له بنیادي سلولونو  دزړه  او یّنې   دناروغیو او د رګونو دبدلولو او نورو تاوانونو په ختمولو کې  او دغه راز دشکرې  او مرئ د ناروغیو په لیرې کولو کې ترې  استفاده کوي .  دسختو ناروغیو    د درملنې په موخې سره  د جنین  دسلولونو ماډرن کولو ټیکنالوجۍ ته دایران لاس رسی   هم  په طبی  حوزې کې   دایرانیو څیړاندو یوه بله بریا ده . لکه څنګه چې  بنیادي سلولونه  ځان ته د ورته سیلولونو د جوړولو ورړتیالري   او  هم  دیوه یا په  ډول ډول پاخو سلولونو بدلیدلی شي  او دناروغیو  په درملنې کې  ډير اغیزشیندونکي دي . اوس په هیواد کې   دسترګو دقرینې  په پيوندولو کې   له بنیادي سلولونو  هم استفاده کیږي . همداراز دسرطان په ناروغۍ  او یا دزړه درګونو  دتاواني کیدا   ددرملنې  او هډوکو  دسلولونو،عصب ، دنخاعي ضائعاتو په بدلولو یا پيوندولو ، شبیه سازۍ  او دجنین دبنیادي  سلولونو دتولید په خاطر  د :نوم :   دبنیادي سلولونوله زیاتولو استفاده کییږي  .
 همدااوس    دشبیه سازۍ علم او   دجنین   بینادي سلولونه  هم په هیواد کې  په یوې ځاي پوهې بدل شوي دي  او  په همداوروستیو کلونو کې   د   بزې ،  پسه او سخی (د غوا بچی )   په څير دحیوانانو  شبیه سازي   لامل شوې چې  ایران    دبنیادي سلولونو  په زمینې کې  په دې زمینې کې  دمطرحو هیوادونو په لیکه کې راشي .
   داسلامی انقلاب معظم لارښود  حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي   دداخلی پوهانو ا و څيړاندو  په هڅو او زیار  دخوښۍ په ښودلو سره  فرمائيلي دي ؛ څو ګروهمن استعداد لرونکي  ځوانانو  دبنیادي سلولونو قضیه تعقیب کړه ،  له هغو ډ یر کم ملاتړد وشو ، ناڅاپي ټولو ولیدل چې  په دنیا کې د غوره کسانو برخه شول .  دنیو ټيکنالوجۍ بحث  هم  همداسې دی،  ځیني نور ډول ډول بحثونه هم همداسې نتیجې لري .   له توغندیو سره اړونده دغه بحثونه، هغه که  له فضا سره  داړونده توغندیو او دسپوږمکۍ  د وړونکو توغندیو  په باب وي او که دپوځي توغندیو ، ،  دا ټول هغه ک ارونه دي چې  دیوې ډلې  له خوا په شوق ، ګروهنې او  انګیزې سره  له یوه ځایه پیل شول ،  وروسته ئې نتیجې ټولو ولیدې .  زه غواړم عرض و  کړم چې  د هیواد په  سویه     توانمنۍ  او استعدادونه ، بې نهایت ډیر دي . مونږ  له دې ډير زیات مخکې هم تللی شو .:::::   داسلامی انقلاب معظم لارښود  په دوام کې  دایران داسلامی  جمهوریت په نسبت    دمستکبرانو اوزیات  غواړو   دښمنۍ ته په پام سره  ټيڼګار کړی ؛دایران دملت دسپکاوي   او په وروستیو پیړیو کې  دایران په ټولنې کې  دسپکاوي او بې وسۍ داحساس دشتون لپاره  داستعمار ګرو هڅه     ،  دداخلی ډيرو زیاتو وړتیاؤ له لوئې خ زانې   څخه  له استفادې دمخنیونکي بند په څیر  شوې ده ، خو   دجنین د بنیادي سلولونو دتولید ،تکثیر او  انجماد  پوهې ته درسیدا په شان  ویاړمنو  هلو ځلو  دغه شان خنډونه  سره ګډ وډ کړي دي  او ایران   دخپلو نه ختمیدونکو انساني  ظرفیّته   داستفادې مرحلې  ته نزدې کیږي .
                                                                                                                                                                      ( سیماب)
*****************************************************************************************




ټیګونه