Mar 02, 2021 13:40 Asia/Kabul
  • د نمر په حضور کښې (د خبرګانو د شورا له غړيو سره د معظم رهبر کتنه)

د نمر په حضور کښې له يو بل مطلب سره ستاسو په خدمت کښې يوو.

د روان هجري نمريز کال د کب د مياشتې په  څلورمه نېټه د رهبرۍ د خبرګانو د شورا استازيو په امام خميني (رح) نومې امامباړه کښې په حاضرېدو سره د اسلامي انقلاب له معظم رهبر آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي سره کتنه وکړه. په دغه کتنه کښې د ديني عالمانو او فاضلاتو شتون ته په پام سره د اسلامي انقلاب معظم رهبر وړومبې د اسلام د معرفتي او ارزښتي مفاهيمو د دغو مفاهيمو د اپډېټ کولو د ضرورت په زمينه کښې د ټولنې د نننيو ضرورتونو په باره کښې څو ټکي بيان کړل.

گوينده:

اسلام يو داسې کارنده دين معرفي شوے چې د وخت په تېرېدو سره يې احکام او قوانين نه زړيږي. اسلامي فقه هم متحرکه ده. نو په دې بنياد او د هغو اصولو او اهدافو په بنياد چې دين تعريف کړي دي د زمان او مکان په دقيقه توګه پېژندلو سره له دين څخه د ټولنې د ضرورتونو مطابق کارآمده لارې چارې وړاندې کېدې شي؛ يعنې د دين نړيوال عناصر استنباط کړي او اسلامي فلسفې ، مکتب او نظان ته لاس رسائي پېدا کړي. د اسلامي انقلاب معظم رهبرله علميه حوزو او د حوزې او پوهنتون له فضلاؤ څخه وغوښتل چې اسلامي مفاهيم دې د عمل مرحلې د او د عمل ډګر ته راوړي.  دوي وفرمايل:

« د اسلام معرفتي او ارزښتي سېسټم د يو لړ مفاهيمو ټولګه ده چې د خلقو مېنځ ته د دغو مفاهيمو راوړل  او هغه د عمل مرحملې ته وړاندې کول يو ډېر ستر او مهم کار دے چې مونږ په هرځاے کښې د هر يو مفهوم په نسبت چې په اجمالي توګه به يې وړاندې کړوو دغه کار ترسره کړ، د ملت او هېواد او د اسلام او اسلامي جمهوريت د عزت او آبرو لپاره ارزښتمن ؤ، او هر ځاے چې مو غفلت وکړ بې برخې پاتې شوو.»

گوينده:

معظم رهبر د موضوع د لا روښانه کېدو لپاره يو شمېر مثالونه بيان کړل چې نوې نمونه يې د کورونا په قضيه کښې رامنځته شوه. دوي وفرمايل:  «مواسات» يعنې له نورو سره مالي مرستې کول د اسلام په معرفتي سېسټم کښې يو ارزښتي مفهوم دے، دغه مفهوم د خلقو ، ځوانانو، حکومتي ادارو او انقلابي ادارو په ذريعې سره عملي شو او په کورونائي حالاتو کښې د مومنانه مرستو يو ستر غورځنګ بڼه ونيوه چې زياتره غوټې يې پرانېستې. په حقيقت کښې د مواسات مفهوم دا کشش او ظرفيت لرۀ چې دا ډول ټولنه تر تاثير لاندې راولي.

آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي په يو بل مثال کښې د توکل، دندې، ايثار، شهادت او جهاد په شان مفاهيمو په عملي کولو کښې د امام خميني (رح) پوهې او غوښتنې ته اشاره وکړه او وې فرمايل: «دغه مطرح شول او د امام په شتون، د امام په تحرک، د امام په بيان او د امام په غوښتنې سره چې د الهي ارادې تائيدونکی و د خلقو عملي ژوند ته داخل شو، نتيجه يې دا شوه چې مونږ مثلاً په اتو کلونو کښې کښې په حقيقت کښې يو نړيوال جنګ کښې په خپلو مخالفانو کامياب شوو.»

آيت الله العظمی سيد علي خامنه اي د سورۀ نساء د ۶۴ آيت په تلاوت کولو سره چې فرمائي: مونږ هيڅ يو پېغمبر ونه لېږۀ مګر دا چې په الهي توفيق سره يې له هغه څخه اطاعت وکړ» يادونه وکړه چې دغه اطاعت او تسليمېدل يوازې د نمانځه او روژې په شان له شخصي کارونو پورې منحصر نه دي بلکه د ژوند په ټولو چارو کښې پکار دے جاری وي.

لکه امام خميني (رح) له دغو آيتونو څخه په استفادې سره د دين نظريات اجتماعي او د هېواد د چارو د چلولو ډګرونو ته راوړل. ارواښاد امام د سوره سبا له ۴۶ آيت څخه په استفادې سره چې فرمائي: زۀ تاسو ته يوازې يو نصيحت کوم چې دوه په دوه او يوازې د خداے لپاره راپاڅئ.» په ۱۳۴۱ هجري نمريز کال کښې يو غورځنګ شروع کړ . آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي زياته کړه، «بيا د وختونو په دوران کښې متفکرين او د امام مينه وال، عقيدتمن او شاګردان او د ټولو په سر کښې امام دغه فکر تقويت کړ چې د انقلاب د وجود د انقلاب د رامنځته کېدو، د انقلاب د کاميابۍ او له انقلاب څخه د رامنځته شوي نظام د تشکيل  سبب شو. يعنط وګورئ، قرآني او اسلامي مفاهيم او د اسلام معرفتي مفاهيم دا ډول چې کله د عمل ميدان ته داخل شي په ژوند تاثير کولې شي. ښه نو دا د دغې لارې او دغه حرکت د معجزه ناک تاثير يوه نمونه ده.»

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر له نظره اوس چې اسلامي نظام تشکيل شو او خپل آئيډيالونه يې د نۀ استکبار، د ظلم د نيشتولي، د پاک ژوند، د انسان د اخلاقي عظمت او د فضائلو د رواجولو په بنياد مطرح کړل پکار دے چې دغو آئيډيالونو ته د رسېدو وسيلې رامنځته کړي او دغه مفاهيم چې د اسلام د معرفتي مفاهيمو او معرفتي سېسټم يوه برخه ده ولټول شي،وموندل شي او عملي کړې شي او وکارول شي، يعنې په  حقيقت کښې دا کار يو نراوزاري کار د ے د اسلامي حکومت د سخت اوزار لپاره. معظم رهبر وفرمايل: «دغو آئيډيالونو ته د رسېدو لپاره  يو لړ اوزار ضروري دي. دغه اوزارونه هم چې مونږ دغو آئيډيالونو ته ورسوي  بيا هم بې له شکه د اسلام په معرفتي سېسټم کښې موجود دي، ځکه چې امکان نه لري چې مقصد راته بيان کړي او هغه مقصد ته رسېدو ته مو وهڅوي خو لار راته خلاصه نه کړي.»

د معظم رهبر له نظره د اسلامي نظام دوه څلوېښت کلنې تجربې وښودله چې هر څومره وخت تيريږي د اسلامي نظام لپاره نوي مشکلات، نوي مېدانونه او نوي کارونه مطرح کيږي او دا چاره يې دې اړمن کوي چې د نظام د وده ورکونکې فکري برخه هم پراختيا پېدا کړي ا هغه نرم اوزار او معنوي ټولګه په نوي ډول د ژوند تجديد وکړ او اپډېټ يې کړي. دوي له هغو نظر لرونکو فضلاو او متفکرينو څخه چې له فکري جمود، تجر او ګډو وډو افکارو څخه لري وي د دغه ضرورت د غوښتنې ترڅنګه د يو مهم ټکي ذکر وکړ او وې فرمايل: « دا چې وايو د اسلامي تفکر اپډېټ کول او هغه يعنې  اسلام معرفتي سېسټم نوي کول او اپډېټ کول هيڅکله په هغه معنوي سېسټم کښې د لاس وهلو او بدلولو په معنا نه بلکه معنا يې دا دهچې په کتاب او سنتو کښې يو لړ حقائق شته چې مونږ تر هغه چې احتياج ورته پېدا نه کړوو ورته مو پام نه کيږي، خبردار نه يوو ، کله چې مو احتياج پېدا کړ ترې خبريږوو.»

دوي په دې باره کښې دا خبره څرګنده کړه چې د مثال په توګه کله چې اسلامي نظام د دښمن له شرطي دباونو سره مخامخ کيږي او هغه د بنديزونو لرې کول له يو يا څو شرطونو سره تړي چې ترسره کول يې کېدې شي سخت ګمراه کونکي او هلاک کونکي وي، نو اسلامي نظام بايد څه وکړي؟ آيت ا... العظمی خامنه اي دغې پوښتنې ته په ځواب کښې تاکيد وکړ: په داسې حالاتو کښې پکار دے د استقامت او صبر ديني مفهوم په ټولنه کښې په يو ډله ايز حرکت بدل شي، هغه هم په داسې حالاتو کښې چې خلق له يو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي چې ځينې يې د دښمن د دباونو په وجه دي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د خپلې وېنا په دويمه برخه کښې ايټمي مسئله بيان کړه. دوي د برجام ايټمي موافقې په اړه د ايران په اړه د امريکې او دريو اروپائي هېوادونو د وروستيو ورځو ادبيات، مستکبرانه، پورغوښتونکي، غلط او خطا وګڼل او وې وفرمايل: « د ايران د برجامي ژمنو په اړه په مرتبه توګه بحث کوي چې ولې مو ځينې ژمنې لغو کړې او دې ته يې پام نه دے خپله هغوي له وړومبنۍ ورځې راهسې په دغو ژمنو اصلاً عمل ونه کړ، يعنې هغه څوک چې پکار دے د عتاب  او خطاب وړ وګرځي خپله هغوي دي. اسلامي جمهوريت تر اوږدې مودې پورې په هغو ټولو ژمنو چې يې کړې وې د اسلامي تعليماتو په بنياد چې پکار دے په ژمنو عمل اوشي عمل وکړ، بيا چې کله يې وليدل چې هغوي دا ډول عمل نه کوي، هغه يوه (يعنې امريکه) چې ترې بهر شوه نورو هم ورسره ملګرتيا وکړه، قرآن مجيد فرمائي: نو ته يې هم پرېږده.»

د اسلامي انقلاب معظم رهبر هغه کس چې مدام وائي مونږ به اجازه ورنکړوو چې ايران ايټمي وسلو ته لاسرسائي پېدا کړي د صهيونېزم مسخره وبلۀ او وې فرمايل: «تاسو څوک يئ چې اجازه نه ورکوئ چې ايران ايټمي وسلې جوړې کړي! مونږ که غوښتلې چې ايټمي وسلې جوړې کړوو، نو تاسو او ستاسو هغه ستر هم نه شوو کولې خنډ جوړ شي. مونږ نه غواړوو چې ايټمي وسلې جوړې کړوو، دا زمونږ اسلامي فکر دے، زمونږ اسلامي فکر وائي هغه وسلې چې پکښې، بې وسلې خلق، غېر فوځي خلق او عامه خلق ضائع کيږي دغه وسلې منعې دي، دغه وسلې منعې دي اوس که دغه وسلې ايټمي وي او که کيميائي وي يا نورې؛»

معظم رهبر همدارنګ زياته کړه: « تاسو خپله ولې د دغو خيال نه ساتئ، امريکې په يوه ورځ کښې دويشت زره عامه خلق قتل عام کړل، اوس دا دي پينځه کاله اوشول چې په يمن کښې په مرتبه توګه د لويديځوالو لخوا سنبال کړې شوې الوتکې راځي او خلق، لارې، بازارونه، جوماتونه، روغتونونه او ښؤنځي بمباري کوي، عامه خلق وژني او دغه شان خلق سخت محاصره کوي، دا د دغو کسانو کار دے. د ايران اسلامي جمهوريت دغه لار او دغه طريقه نه مني نو ځکه مونږ اصلاً د ايټمي وسلو په فکر کښې نه يوو. البته نور کارونه ولې نه. زمونږ د يورانيمو د پخولو حد هم شل فيصده نه دے،. مونږ که ضروري وګڼو و مثلاً د ايټمي راتلونکي لپاره يا نورو مسائلو لپاره کېدې شي چې د يورانيمو پخول شپېته فيصدو ته هم ورسوو.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر دا خبره په ګوته کړه چې د ايټمي وسلو موضوع هسې يوه بهانه ده، هغوي حتی متعارفو وسلو ته د زمونږ له لاسرسائۍ سره هم مخالف دي، ځکه چې غواړي له ايران څخه د قوت او اقتدار وسيلې واخلي. دوي دې حقيقت ته په اشارې سره چې د زياتې روغې، زياتې پاکې او زياتې ارزانې انرجۍ پوره کول به په راتلونکو نزديو وختونو کښې د انرجۍ يوه ترټولو مهمه سرچينه وي د يورانيمو پخولو ته د هېواد ضرورت يوه مسلمه چاره وبلله او وې فرمايل، د يورانيمو پخول په هغه ورځ نه شي شروع کېدې بلکه پکار له هم نن څخه د هغه وخت د ضرورت لپاره چمتو شي.

لويديځوال غواړي هغه ورځ چې ايران ايټمي انرجۍ ته ضرورت پېدا کړي، د هغوي محتاجه وي او هغوي زمونږ دغه ضرورت د خپل تسلط، زوروينې او قلنګ غوښتنې لپاره يوه وسيله وګرځوي، خو د ايران اسلامي جمهوريت به په ايټمي قضيه کښې هم  د نورو قضيو په شان په شاتګ ونه کړي، مونږ په الهي توفيق او مرستې سره هغه څه د هېواد مصلحت دے پکښې ، هغه څه چې د هېواد ضرورتدے، که هغه د نن ورځې ضرورت وي او که د راتلونکو وختونو ضرورت وي، تر هغه اندازې چې زمونږ وس رسيږي چې الحمدل... زمونږ وس هم کم نه دے، تر هغه وخته چې کولې شوو ان شاء الله مخ په وړاندې به ځوو.

-------

 

ټیګونه