Feb 12, 2020 15:43 Asia/Kabul
  •  د رهبرۍ دستر مقام لیدتوګې (د ایران د هوائي ځواک له قوماندانانو او پرسنلو سره کتنه)

د تهران د پښتو خپرونې او د انټرنیټ پاڼې خوږومینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د رهبرۍ د لیدتوګو په مناسبت د لمر په حضور کې نومې د لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده تر پایه راسره د ملګرتیا فرصت ولرئ .

د ایرا ن داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته ، د ایران داسلامی جمهوریت د پوځ هوائي ځواک  هرکال  ددغې مهمې پيښې د درنښت او له  اسلامی نظام سره د وفادارۍ د اعلان لپاره د اسلامی انقلاب  له معظم لارښود سره لیده کاته کوي .

          دوستانو د ۱۳۵۷لمریز کال  د سلواغې د میاشتې په نولسمه نیټه (یعني د ۱۹۷۹کال د فرورۍ په اتمه نیټه) د  هوائي ځواک د پرسنلو یوه مهمه برخه کسان   د حضرت امام خمیني حضور ته ورغلل  او  د پریډ اوسلامئ  په ورکولو سره  ئې د  ولس له اسلامی غورځنګ  سره پيوستون اعلان کړ .  د نړیوالو سیاسی ټولنو  د شناندو او څارونکو له خوا د هوائي ځواک بیعت ، د ایران د ولس دمبارزو په تاریخ کې یو تاریخي او مهم ټکی شمیرل کیږي .

Image Caption

 

 په داسې حساس  وخت کې د  پوځ ددغې مهمې برخې  د وفادارۍ اعلان ،په حقیقت کې  له دښمنانو څخه  له انقلاب سره  د هرډول مقابلې توان واخست  او د قواؤ  انډول ئې  د ا سلامی انقلاب په ګټه بدل کړ.  د ایران د اسلامی انقلاب  له بریالیتوب وروسته ، د پوځ هوائي ځواک ، هرکال ددغې مهمې پيښې د درنښت او  له اسلامی نظام سره د وفادارۍ داعلان  لپاره ، د  اسلامی انقلاب د  معظم لارښود حضور ته ورځي   او ورسره بیعّت نوی کوي . سږ کال هم  دغه لیدۀ کاتۀ په ډيرې ولولناکې او په  زړه پورې فضا کې ترسره شو ل .

            د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې  چې  د له حضرت امام خمیني سره د هوائي ځواک د چارواکو اوچاروالو د  تاریخي بیعت په یو څلویښتمې کلیزې کې شوي ،  دا واقعه ، یوه نه هیریدونکي ، درس ورکونکي او له عبرتونو ډکه پيښه  بللې او فرمائيلي ئې دي ؛د تیر رژيم په پړاؤ کې   د پوځ هوائي ځواک له امریکا  او دقدرت له مرکز سره  یو تر ټولو نزدې ځواک ؤ ، خو  طاغوتي رژيم ،  له همدغه ځواکه داسې سخت ګوزار وخوړ چې هیڅکله ئې  هم تصّور نه کاوۀ.  حضرت آيت ا... العظمي سید علي  خامنه اي  دغه راز په دغې کتنې کې وفرمائيل ؛ مم کنه ده دښمن  له هغه ځایه ګوزار وخوري ، چې  تمه ئې نه لري ،  او تاسو  چې  د خداي پاک نیک بندګان او مومن باالله  او په مستقیمه لاره روان یاست ، ،  له یوه ځایه درته عاید   درته راشي ، چې  : ِرزق لایُحتَسَب  شي ؛ (یعني  له هغه  ځایه  روزي چې  ګمان مو ئې هم نه کاوۀ)، او هیڅ تمه مو  هم نه درلوده.  زما له نظره ،  دا ډير اساسی  ټکی  دی چې   مونږ پام وکړو ، د  نړۍ درستې پيښې  د دینائي او مادي محساباتو په اساس نه دي ؛ دا هم  د هغو محاسباتو یوه برخه ده چې  کله کله  خداوندمتعال  له مینځه یوه لاره جوړوي ،  او دغه شان یو خوځښت راپنځوي .

Image Caption

 

               دوستانو داسلامی انقلاب معظم لارښود د قرآن کریم  هغو آیتونو ته په اشارې سره چې  روښانه کوي ،خداوندله خپلو بندګانو سره  مرسته کوي ، زیاته کړې ،  یوه بله موضوع، په الهي ژمنو اعتماد دی . خداوندمتعال  دقرآن کریم په څو ځایونو کې په روښانه او جوت ډول  ژمنه ورکړې ده چې که څوک د خداي او د دهغه د دین په لاره کې هڅه وکړي،نو هغه به هم ورسره مرسته وکړي او بریالی به ئې په نصیب کړي ؛دا یوه الهي ژمنه ده .په یوه ځاي کې فرمائي ؛؛ وَلَیَنصُر اللهُ مَن  یَنصُرهُ ،  خداوندمتعال په تاکید سره  له هغو کسانو سره مرسته  کوي،چې  له هغه او د هغه له دین سره  مرسته وکړي . هو!  همدا یوه ژمنه ده،یوه الهي ژمنه  ده،په دغې ژمنې باید اعتماد وکړو .د سلواغې دمیاشتې په هماغه نولسمې ورځې  سره له دې چې  دغه پيښه رامینځة شوه، ومولیدل  چې د پوځ زیات شمیر کسان راغلل او له اسلامی انقلاب سره سره ئې بیعت وکړ .لا همدلته وو، هغه کسان چې  لا ډاډمن نه وو ،خیال ئې راحت نه ؤ ، هیله مند نه وو  چې دغه کار به کومه نتیجه ورکړي او که   نه ،  خو ارواښاد امام  پر الهي ژمنې اعتماد درلود... کله  چې ډاډمن ؤ ،نو  راتلونکي ئې ته هیله  وه ، نو اجازت  نه ورکوي  چې  سست حرکت وشي . دا ډيرې مهمې محاسبې دي  چې انسان پوه شي وخداوندمتعال  پخپلې ژمنې  وفا کوي ؛  دا هم د قرآن کریم یو آیت دی ،؛ وَمَن اَوفی بِعَهدِهِ؛ مِنَ الله::::::  له خداي تعالی  لازیات  وفادار  هیڅوک نه دي ، په هغې ژمنې کې   چې ورکوي ئې.  خداي تعالی  ژمنه ورکړې  او په دغې ژمنې به عمل وکړي .::: 

           بې شکه  د ایران ولس په همدا وروستیو څو کلونو کې  له سختو بندیزونو سره په تنګڅې کې  دي ،خو هغه انسجام ته په پام سره چې  د ایران د اسلامی جمهوری نظام او ولس ترمینځ  موجود دی ، دغه تنګڅې  لامل کیږي ،  اسلامی ایران  د خپل ولس د اړتیاؤ دتامین  لپاره په داخلی توانمنیو او تولیداتو باندې لازیاته تکیه وکړي . داسې توانمنۍ  چې  په عادي شرائطو کې  ورته څوک توجه نه کوي . په حقیقت کې به دغه بندیزونه ،له اسلامی ایران  سره داقتصادي ا و دفاعي غوړیدا ته د رسیدو لپاره مرسته وکړي .  حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي  د هوائي ځواک  د پرمختګ اوبریالیتوب راز،په فرصت د ګواښ  بدلول،له پردیو څخه د هیلې او امید غوڅول او پر  داخلی توانمنیو  او ظرفيَتونو تکیه کول  وبلل او وې فرمائيل ؛ دا موضوع  له درست هیواد سره اړه لري  او د درست هیواد تقدیر بدلوي  او   له هغو بندیزونو سره سره چې یو جنایتکار حرکت دی،د هیواد لپاره ډير زیات فرصتونه رامینځةکولی شي .که  مسئولانو مسئولانه عمل وکړي ،نو د بندیز له شرائطو څخه په استفادې سره،د هیواد اقتصاد  له تیلو سره له  اړوندوالي څخه چې د  ډيرو مشکلاتو مهم عامل دی،نجات موندلی شي.البته د امریکاحاکمه پلاوي  په داخل کې ځيني هوښیارکسان  دې موضوع ته متوجه دي  او وئيلي ئې دي ، چې باید  اجازت ورنکړو ، ایران  له تیلو پرته اقتصاد تجروبه کړي  او په همدې دلیل  باید یوه داسې لاره پرانیستي جوړه کړو څو د ایران اقتصاد په کلي توګه  د تیلو له پیسو جلا نشي .په مقابل کې د اسلامی جمهوری نظام  رودې  هم د تیر وخت به نسبت لاپيچلي  شوي دي،په دې ډول چې اوس د هیواد په بیلابیلو برخو کې،داسې بشپړ منطقي،پیچلي اوپرمخ تلونکي کارونه او رودې روانې دي چې د هیواد دسټراټژیکو اړتیاؤ  تامینونکي دي او دښمن ئې حَک بَک پاتې کړی دی .:::

          حضرت آيت ا.... العظمی سید علی خامنه اي د توانمنیو په لاره کې په حرکت کونې او دهیله منیداپه ضرورت باندې په ټينګار سره  وئيلي دي،هغه شی چې زه غواړم ووایم دا دی چې تاسو په تیره بیا ځوانان،د ایران د اسلامی  جمهوریت د پوځ  په هوائي ځواک کې ، راتلونکي ته په  هیله مند زړه،په بشپړ امیدوار نظر سره،هغه کارونه چې  ددغه ځواک  د پياوړتیا لپاره ضروري دي ،ترسره کړئ . هر یو کس  چې هرچرته وي،هماغه  ځاي اصل وګڼئ، مرکز ئې وګڼئ،هغه دنده چې ستاسو په غاړه ده،هغه څه چې له تخنیکی مسئلو او موضوعګانوسره اړونده دی،هغه څه چې له هوائي او الوتونو له موضوعګانو سره اړه لري،هغه څه چې له اداري او سازماني  موضوعګانو سره اړه لري،نور هغه مهم کارونه چې شته دي،په دقت او ځيرتیا سره ئې پر مخ بوځئ. مونږ ضرورت لرو چې هیواد له هر اړخه پیاوړي شي چې یو اړخ ئې پوځي اړخ دی.مونږ نه غواړو څوک وګواښو،مونږ،چې پرپوځي قوت او پوځي اقتدار ټينګار کوو،سپارښتنه کوو،د یوه هیواد او د یوه ملت لپاره هم ګواښ نه دی،دا د ګواښ لپاره نه،بلکې د ګواښ د مخنیوي لپاره دی،د هیواد   د امنیت دساتلو لپاره  دی . ::::::

Image Caption

 

             د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمی سید علی خامنه اي  پخپلو وروستیو ویناؤ او کتنو کې د پياوړي کیدا په موضوع  ټينګار کړی دی . د هغه له نظره که دغه تفکر او روحیّه  په هرې ایماندارې ټولنې او ټولګې  واکمنه شي،د هغې ټولګې کسان به په کلک هوډ ،سره ، ګواښونه  په فرصت بدل کړي .هماغه ډول چې  هوائي ځواک د امریکا له بندیزونو سره سره،د  جنګي  او نورو الوتکو پر بیارغاونې سربیره ،  دجنګي   الوتکو پلانول او جوړول هم ترسره کړي دي .  د اسلامی انقلاب معظم لارښود، وسلوال پوځ، په تیره بیا د پوځ هوائي ځواک،د سپاه پاسدارانو هوائي ځواک  او ددفاع  صنائعو اورګان په بیلابیلو  اړخونو کې د دفاعی بنیادونو د پیاوړتیالپاره ،له ظرفیَتونو اووړتیاؤ څخه د لازیاتې استفادې او د مهمو کارونو په پرمخ بیولو کې د دقت  د پياوړتیا لپاره  هڅې ته بللي او وئيلي ئې دي ؛ که تاسو پياوړي  شئ ،نو دښمن هیڅ جراءت نه کوي،ستاسو خوا ته نزدې شي، پياوړي شو څو جنګ ونه شي،پیاوړي شو څو د دښمن ګواښل پاي ته ورسیږي،هم تاسو،هم دسپاه هوافضا ځواک ، هم ددفاع وزارت دصنعت برخه  د تجهیزاتو په برخې کې،د انساني مدیریتونو په برخې کې او په هغو ډیرو کارونو کې  چې د تاسو دټولګې په شان د یوې ټولګې په غاړه دي ، خپلې درستې هڅې وکاروئ څو په الهي توفیق،په الهي فضل سره هغه ټکي ته چې د یوې خپلواکه،آزادې اوسرلوړي ټولنې ضرورت دی،ان شاا... ورسیدلی شئ. زه په بشپړ ډول  ورته هیله مند یم .

Image Caption

 

            ددغې کتنې په پاي کې  حضرت آیت ا... العظمي سید علی خامنه اي د دښمن باطلې لارې ته په اشارې سره ، بریالیتوب نزدې او حتمي بللې او وئيلي ئې دي،پوه شئ چې  د ایران د ملت دښمن په ماتې محکوم دی ؛ علت ئې هم دا دی چې د ایران د ملت  دښمن  په باطله لاره روان دی ، که د امریکا تیر مشرانو په ځينو پوښښونو سره ځیني کارونه کول ، نو اوس  نور له کوم پوښښ پرته او په څرګنده،خپل فسادونه ، خپل انحرافات ،خپل جنګ غواړي خوي، خپلې فتنې جوړونې،د نورو ښتمنیو او مالونو ته  خپل تمه دار نظر  نندارې ته وړاندې کوي . دغه لاره،باطله لاره ده،د شیطان لاره ده  او د شیطان دغه لاره  هماغه ده چې خداوندمتعال فرمائيلي دي،اُولئِکَ الّذینَ لَعَنَهُم وَ مَن یَلعَنِ الله  فَلَن تَحِدَ لهُ نَصیراً؛؛؛  چې  خدای ورباندې لعنت کوي  او له خپل درګاه څخه ئې لیرې کوي ، نو هیڅ بریالیتوب به ونه ویني ، هیڅ مرستندوي  به ونه ګوري ، د قضيې حقیقت هم همدغه دی . خو تاسو مرسته کونکی لرئ او هغه مرسته کونکی  خداوندمتعال  او لوی خداي دی  او ان شاا....  تاسو به کامیابیږئ  او خپل مقصد ته به ورسیږئ . ان شا ا...

(سیماب)

********************************************************************************************************************************************************************************

 

ټیګونه