Apr 13, 2020 15:24 Asia/Kabul
  • د برات په مناسبت د رهبرۍ د ستر مقام لیدتوګې

اوس بشریت له خپلو تیروتنو او ازمښتونو ستړې دې . هغه د ارامښت په لټون کی ډول ډول لارې کچ کړي دي ، له کمیونزمه واخلې تر لویدیځې لیبرل ډیموکراسۍ پورې ډول ډول مکاتب او مسلکونه تجربه کړل او ډیر پرمختګونه یې هم کړی دي ، خو هماغه راز حیرانه او ښکیل دې

د انسان په تاریخ کښې داسې یو پړاؤ ښايي ډیر کم تیر شوی وي چې په ټوله نړۍ کښې انساني پرګنو د اوسنۍ زمانې په اندازه یو ژغورونکي ته د اړتیا احساس کړې وي . که عالمان او پوهان  دي چې په آګاهۍ او پوهې سره د دې ضرورت احساس کوي او که عام خلک چې په غیراختیاري توګه یا په بې خبرې کښې یوه معصوم امام او مهدي ته اړتیا احساسوي ، دا د دې حقیقت ښودنه کوی چی بیلا بیل بشری مسلکونه او ډول ډول مکتبونه ندي توانیدلي د ملتونو لپاره ارامښت او خوشبختی ډالۍ کړي .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

دا د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت ا.... العظمی سید علی خامنه ای د ویناواصلی چورلیز وو چی د برات یعنی د وروستی الهی حجت حضرت امام مهدی عج له نیکمرغه زوکړې سره سم یې بیان کړې .

 اوس بشریت له خپلو تیروتنو او ازمښتونو ستړې دې . هغه د ارامښت په لټون کی ډول ډول لارې کچ کړي دي ، له کمیونزمه واخلې تر لویدیځې لیبرل ډیموکراسۍ پورې ډول ډول مکاتب او مسلکونه تجربه کړل  او ډیر پرمختګونه یې هم کړی دي ، خو هماغه راز حیرانه او ښکیل دې ، بی عدالتی ، بی وزلی ، ناروغی ، فحشا ، ګناه ، پرګنیز واټن او له علم د قدرتونو ناوړه استفاده سبب شوی ده چی بشری ټولنه سټریس ولري او ښکیله شي . انسان د آرامښت احساس نه کوي.

د رهبرۍ ستر مقام د حضرت امام مهدی عج د نیکمرغه زوکړې په مناسبت په ټیلی ویژیونی وینا کی د ایران ملت او د نړۍ درستو مسلمانانو او ازرادی غواړو ته د دغې مبارکې زوکړې په مبارکی ویلو سره وفرمایل ،  نن سبا په دنیا کښې بې عدالتي له علم څخه کار اخلي یعنې پرمختللی علم د بې عدالتۍ او پر ولسونو د سلطې په خدمت کښې دی.حضرت ایت ا... خامنه ای وفرمایل  د حضرت بقیة الله الاعظم(عج) ستره دنده په دنیا کښې د عدل او انصاف واکمنول دي.

««««««««««««««««««««««««««««««««««

بې شکه د علم  ، پوهې او تجروبې درلودل له سترو الهی نعمتونو دي چی د انسان ډیر مشکلات ختموی خود رهبرۍ د ستر مقام په وینا د عدالت په شان ځینې غوټې د ننی پرمختللی علم او ټیکنالوجۍ په وسیله د اواریدو ندي ، نن سبا بی عدالتی په دنیا کی له علم څخه خوراک اخلی ، یعنی پرمختللې علم د بی عدالتی او جنګ غوښتنې په چوپړ کې دې ، په نورو ملتونو د سلطې اود نورو د ټاټوبیو د نیولو په خدمت کې دې . هغو زیاته کړه دا هغه څه دي چی د الهی قدرت له لاسه پرته چی د حضرت بقیه ا... له لاستوڼي راووځی ، امکان نلری او دا عدل هم چی تمه کیږی حضرت امام زمان عج یې رامینځته کړی ، په یوه خاصه برخه کی عدل ندې بلکې د ژوند په ټولو ډګرونو کی عدل دې . په قدرت ، شتمنۍ ، سلامتیا ، اجتماعی منزلت ،  انسانی کرامت ، د ژوند په ټولو اړخونو کی عدالت ، په معنویت او د ودې په امکان کې عدالت ، دا هغه څیزونه دي چی په ټولو دینونو کی یې هم ژمنه ورکړل شوی ده .

«««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلام په منطق کې ژغورونکې پیړۍ پیړۍ کیږی چی په غیبت کې دې او هر کله چی د هغو د شتون زمینه برابره شي او خدای تعالی اراده وکړی ، ظهور به وکړی او نړۍ به  له عدل ډکه کړی . انسان د داسې ورځې د  رارسیدا انتظار کوی ، خوله دغه ا انتظار بیلابیل اخیستونونه شوی دي . یو اخیستون ډیر سطحی دې یعنی په ارام سره کښینستل او له عمل پرته په ژبه د انتظار ټکې راوستل . د اسلامی انقلاب له نظره د انتظار معنا او مفهوم له دې ډیر اوچت دې او اتفاقا پکې  حرکت ، غوړیدا او چمتووالې موجود دې . هغو فرمایی ، انتظار یعنی امید انتظار یعنی په دې باور چی یو پریکنده راتلونکې موجود دې ، یوازې اړتیا نده بلکې رغنده انتظار دې . له حضرت امام علی علیه سلام نقل شوی دي ، انتظار فرج ولرلې شئ  له الهی رحمت ، ګشایش او روح ناهلی نشئ .

پس په انتظار فرج کی هیله ده ،خوځښت او اقدام دې . د رهبرۍ ستر مقام د انتظار فرج په اړه څو روایتونو ته په اشاره کړی ده .

پخپله  انتظار فرج یو ډول فرج دې ، پخپله د انسان لپاره یوه پراختیا ده ، انسان د ناامیدۍ  او ستړیاله حالته  چی انسان عجیبه کارونو ته مجبوروی ، ژغوری . انتظار یوازې همداسې بیکاره کښینسل ندي بلکې د چمتو کیدو په معنا دې ، په دې معنا دې چی انسان احساس وکړی ، یو عاقبت لری چی ورته رسیدلې شی ، او هغه عاقبت ته د رسیدا لپاره باید هڅه وکړی . مونږه چی د حضرت بقیه ا... (ارواحنا فداه ) د ظهور انتظار لرو ، باید هڅه وکړو د مهدوی ټولنې د رامینځته کولو په لاره کې  چی مهدوی ټولنه د عدل ، انصاف ، معنویت او معرفت ټولنه ده ، د وروګلوي ، اخوت ،علم او عزت ټولنه ده .

««««««««««««««««««««««««««««««««««

حقیقی انتظار فرج وخت نلري  او له بی صبری او د حضرت د ظهور لپاره له وخت ټاکلوسره په تضاد کې ده . هغو وفرمایل په یوه روایت کی راغلی دی چی که تاسو بیړه کوئ نو معنا یې دا نده چی خدای تعالی هم د تاسو د بیړې په رڼا کې فیصله وکړی ، نه هر څه یو وخت لري  یو ټاکلې وخت لري ، حکمت لري او هغه حکمت په اساس فیصله کیږی . بل ټکې ، فرج له سختي وروسته دې یعنی فرج له سختو او پراخو پیښو وروسته لکه همدغه پیښې چی نن په دنیا کی موجودې دي چی ډیر  ناهیلي کوي ، ډیر ځان وژنې ته مجبوروي خو کله چی انتظار فرج موجود دې نو انسان بیا له دغو پیښو نه ناهیلې کیږی او د خپل ارامښت په ساتلو سره پوهیږي چی دا حالات به بې شکه بدل شي .

د نفس ډاډ او روانی ارامښت په انتظار فرج کی بل ټکې دې چی باید د عا له لارې زیات شي . د رهبرس ستر مقام فرمایی ، د خدای تعالی یاد انسان ته ارامښت ورکوی ، خوشحالی ورکوی او الهی رحمت هم جلبوی . په دو برکتناکو میاشتو شعبان او رمضان کې په ډیرو لوړو مضامینو سره ډیرې دعاګانې موجودې دي چی له پالونکی سره په مناجاتو ، استغاثې او له ایمه اطهارو سره په راز و نیاز سره الهی رحمت جلب اود زیات ارامښت احساس کیدلې شي .

««««««««««««««««««««««««««««««««««««

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د خپلو ویناو په بله برخه کی  په کرونا ویروس د دنیا اخته کیدا یوه عمومی اخته کیدنه او یو ازمښت وباله چی پکې هم حکومتونه امتحان کیږي او هم ملتونه . مهم ټکې دا دې چی د کرونا په ازمښت کې ، په دغه عمومی ناروغۍ او د رهبرۍ د ستر مقام په خبره ، ماډرنه وبا کې د ایران ملت  ښه وځلیده . هغو د دغه ملی ویاړ اوج د هیواد درکلیزو ټولګو پورې اړونده وباله چی په ایثار او له خپل ځانه په تیریدا سره د خلکو په خدمت کې دي . په ایران کښې د کرونا ناروغۍ په خپریدو سره طبي ټولنه او نرسان له دغه وژونکي وایرس سره د مبارزې په وړومبۍ لیکه کښې ودریدل او د نورو پرګنو خلک هم له انسانانو سره د مینې د ژور کلتور په برکت په دغه ډګر کښې حاضر شوې دي. په ایران کښې کرونايي ورځې د انساندوستۍ او د خلکو د مینې د اوج د نندارې ورځې دي چې په ډیرو سختو حالاتو کښې د یو بل مرسته کول نه هیروي او شپه او ورځ په مختلفو طریقو له کرونا سره په مقابلې لګیا دي.

خلکو، ځوانانو او جهادي ډلو، بسیج، د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران او پوځ د درملیز یونټ ترڅنګ خپل ټول توان کارولی چې د ایراني او اسلامي کلتور په سیوري کښې کوویډ-۱۹ ډوله وایرس ته زرترزره ماتې ورکړي. په ټول ایران کښې د عامه خلکو، بسیجي ځوانانو او جهادي ډلو له خوا د ماسکونو او وایرس ضده موادو جوړول او په بې وزلو خلکو یې وړیا ویشل، د کرونايي ناروغانو د درملنې لپاره د ایران د وسله والو ځواکونو له خوا د روغتونونو جوړول او له هر څه لا مهم، له طبي او درملیز سټافه معنوي ملاتړ په دې سختو شپو ورځو کښې د ایران د خلکو د انساندوستانه کارونو د سمندر وړه نمونه ده.

«««««««««««««««««««««««««««««««««

حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د ځینو اروپايي هیوادونو او امریکا له خوا د نورو هیوادونو د ماسکونو او دستانو د مصادره کیدو، د وسلو اخیستو لپاره د خلکو د اوږدو قطارونو، د بوډا او زړو ناروغانو د علاج نه کولو او د کرونا له ویرې د خلکو د ځان وژنې په شان نمونو ته په اشارې سره وویل: په دې پیښه کښې لویدیځ کلتور او تمدن ځان څرګند کړ چې دا په فرد پالنې، مادیت پالنې او غالباً بې خدایۍ باندې په ولاړ لویدیځ تمدن باندې د واکمنې فلسفې طبیعي نتیجه ده.

یوه لودیځ وال سناتور همدغه څو ورځې وړاندې ویلی وو چی وحشی لویدیځ ژوندې شوې دې  ، دا د دوي خبرې دي ، مونږه چی کله وایو په لویدیځ کې د څاروی توب یو روح وجود لري چی ظاهرا اراسته ، خوشبو لګولې او کراوات تړلې دې ، نو ځینې تعجب کوی او انکار ترې کوي ، خو اوس دا پخپله وایی ، وایی چی دا د وحشی لویدیځ د ژوندی کیدا سمبول دې .

«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««

کرونا یوه ستره ستونزه او د ننی بشریت لپاره یوه خطرناکه بلا ده ، خو دا پیښه باید مونږه د نړۍ له نورو مهمو مشکلاتو او پیښو غافله نکړی ځکه چی په تیرو کلونو کی دنیا او یا زمونږ هیواد له دې هم سترو مشکلاتو او پیښو سره مخامخ وو . د رهبرۍ ستر مقام په دې رابطه د عراق په حلبچه او د ایران په ځینو سرحدی سیمو د صدام د بعث رژیم د الوتکو کیماوی  حملې ته اشاره وکړه چی ۳۲ کاله مخکې وشوه او ویې فرمایل په هغه وخت کی ځینو همدغه د ترقۍ او تمدن مدعی هیوادونو صدام ته کیماوی وسلې ورکړې او تر ننه هم په هغو کې هیڅ یوه د خپل جنایت ځواب ندې ورکړې .

لومړې او دوهم نړیوال جنګ ، د ویتنام جنګ او په افغانستان او عراق حمله د تیرو کلونو هغه نورې مهمې او سترې پیښې دي چی پکې میلیونونو کسان ووژل شول .

حضرت ایت ا... خامنه ای  همداراز جوته کړه د کروناپیښه  مونږه باید په بیلا بیلو ملتونو د دنیا د قدرتمندانو له ظلم او ستم څخه غافل نکړی  ځکه چی همدااوس  په یمن ، فلسطین  او د نړۍ په نورو سیمو کې په دیر انسانان د  د زورواکه دښمنانوتر ظلم و ستم لاندې دي  او همداراز باید د استکبار له دښمنۍ او دسیسې غافل نشو ځکه چی د ځینو د تصور په اپوټه چی وایی که مونږه دښمنی ونکړو نو هغو به همدښمنی ونکړي ، د استکبار دښمنی د اسلامی جمهوریت د نظام له اصل او دینی ولسواکۍ سره ده .

پای

 

 

 

ټیګونه