May 19, 2016 11:17 Asia/Kabul
  • د لمر په حضور کی
    د لمر په حضور کی

که علم او پوهه له یو ښار سره تشبیه کړو؛ دغه ښار ته د ورتلو لاره، حتماً کتاب ته مراجعه کول او کتاب ویل دي. د علم ښار ته ورتګ؛ د کتاب لوستلو په نامه مجوز لری، او هغه ټولنه علمی بللای شو؛ چی خلګ یی کتاب ته ځانګړې اهمیت ورکړی.

 په حقیقت کی علمی او تکنالوجیکې پراختیا، او په خاصه توګه د هرې ټولنې کلتوری پراختیا، د هغې ټولنې د خلګو د کتاب په مطالعې پوری تړاو لری. د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود، آیت الله العظمی خامنه ای؛ د کتاب او کتاب لوستنې مهمې موضوع ته د اهمیت په قائیلیدو سره، وایی:« مطالعه کول، علم ته د رسیدو یواځنۍ لار ده، او له هغه پرته بله لاره وجود نه لری. که مطالعه نه وی، کوم علم به هم وجود ونه لری.» دوی په دوام کی ټینګار کوی: « د یو ملت لپاره، ډیر زیان دئ، چی خلګ یی د کتاب سره اړیکې ونه لری، او د یو کس لپاره ډیر ستر توفیق دا دئ، چی له کتاب سره علاقمن وی، او تل له هغه څخه د ګټې اخیستو په حال کی، یعنی د نویو څیزونو د زده کولو په حال کی وی.»
آیت الله العظمی خامنه ای باوری دئ، چی کتاب ځانګړئ رول لری، او هیڅ څیز د کتاب ځای نشی ډک کولای. دوی په ځلونو پخپلو ویناؤو کی له خلګو غوښتی دي، چی کتاب لوستلو ته ځانګړی اهمیت ور کړی، او د کتاب پیرودل د ژوندانه په اصلی لګښتونو کی را ولی.
 آیت الله العظمی خامنه ای، د کتاب او کتاب لوستنې په اړه، د اسلامی ایران له ویاړ څخه ډک تاریخ ته اشاره کوی. هغه دوره چی د ایرانی پوهانو علمی لاسته راوړنې، په نړۍ کی د ودې او غوړیدنې سبب شوې. آیت الله العظمی خامنه ای پدې باره زیاتوی:« زموږ تاریخی هیواد(اسلامی ایران) هم، له ډیرو پخوا وختونو راهیسی، د څو زره کلن تمدن، علمی او کلتوری ګنو مرکزونو، د اعتبار لرونکو کتابتونونو، او د تاریخی ارزښتمنو آثارو څخه د برخمنو سترو عالمان په لرلو سره، د نورو دولتونو او ملتونو مخکښ ؤو، او د نړیوال تمدن او کلتور په ډګر کی، د لمر په شان هماغه راز ځلیږی، او پخپلو نیک فطرتو بچیانو سره، هنر نندارې ته ایږدی. په دنیا کی کوم کس دئ، چی د ابو علی سینا، ابو ریحان بیرونی، فارابی او خوارزمی په شان؛ له نومیالیو او سترو ایرانی عالمانو، او د سعدی، حافظ، فردوسی او مولوی د لوړ پوړو شاعرانو سره آشنا نه وی، او د هغوی د برم او عظمت په وړاندی د احترام په نښه سر ټيټ نه کړی؟ آیا د دغو سترو شخصیتونو شتوالئ، د هر ایرانی د ویاړ او سرلوړئ سبب نه دئ؟» دوی په دوام کی ټینګار کوی:« عزیزانو! ټول دغه ارزښتمن ویاړونه، د ډول ډول منابعو او کتابونو د لوستلو او مطالعې له لارې، د علم او پوهې له زده کړې سره، زموږ د ملت له مینې او علاقې څخه سرچینه اخلی.»
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دوام کی، په ایران کی د هر کس د کتاب د مطالعې د کچې کموالی ته په اشارې سره، ګله او نارضایتې ښیې، او انتظار لری چی د کتاب لوستل په ایرانی کورنیو کی نفوذ وکړی. دوی پدغه کار باندی په زیات ټینګار سره څرګندوی: « نن ورځ کتاب لوستل او علم زده کول، نه یواځی یوه ملی دنده، بلکه یوه دینی فریضه ده.
 د آیت الله العظمی خامنه ای له نظره، د کتاب له رمز او راز څخه ډکې دنیا ته ګام ایښودل، د دغه کار کلتور جوړونې ته اړتیا شته. مطالعه کول هغه وخت په یو عادت باندی بدلیږی، چی له کلتورې اډانې څخه برخمن وی. مطالعه کول یو ښکلئ او د خوښی وړ کلتور دئ، چی لمړئ باید د کورنۍ له دننې څخه پیل شی.
لوړ پوړو سایکا لوجیستانو او روان پیژاندو، د دې مسئلې یادونه کړې ده، چی که ماشوم له هماغه کوچنیوالی څخه، خپل پلار او مور د کتاب د مطالعې په حال کی ووینی، خود په خوده د مطالعې خواته جذبیږی. آیت الله العظمی خامنه، پدې باره کی کورنیو ته سپارښتنه کوی، او زیاتوی:« پلرونه او میندې باید، خپل بچیان له لمړی سر څخه، د کتاب سره آشنا او عادت کړی. حتی کوچنی ماشومان باید له کتاب سره علاقه پیدا کړی. د کتاب پیرودل باید، د کورنۍ له اصلی لګښتونو څخه وګنل شی. آیت الله العظمی خامنه ای، پخپله ډیر مطالعه کوی، او تر اوسه یی په زر ګونه ټوکه کتابونه لوستلی دي.
د نړۍ مشهور رمانونه؛ تاریخی په تیره بیا د اسلام د تاریخ کتابونه، او ډول او ډول او مختلف کتابونه، د هغو له جملی څخه دي. دوی، د خپلې کورنۍ سبک، او په کورنۍ کی د کتاب لوستلو په کار باندی ټينګار لرلو ته اشاره کوی، او یو لړ جالب ټکی بیانوی:« پخپله زما په کور کی، ټول غړی بیله استثنا څخه، هره شپه د مطالعې په حال کی په خوب ځی. زه پخپله هم همداسی یم. نه داچی د مطالعې په منځ کی په خوب لاړ شم. مطالعه کوم تر څو چی خوب می راځی، کتاب پریږدم او ویدیږم. زموږ دکورنۍ ټول غړی هر کله چی غواړی ویده شی، حتماً یو کتاب یی ترڅنګ شته. زه فکر کوم چی ټولې ایرانۍ کورنۍ باید همداسی وی، زما توقع دا ده. باید پلرونه او میندې بچیان له پیل څخه د کتاب سره آشنا او علاقمن کړی. حتی ماشوم بچیان باید له کتاب سره علاقه پیدا کړی.»
ګوینده: یو مهم ټکئ چی آیت الله خامنه ای ورته اشاره کوی، له ضایع کیدونکو وختونو څخه استفاده کول دي. د اسلامی انقلاب معظم لارښود، یوه لاره چی سبب ګرځی انسان د کتاب مطالعه کونکئ شی،له همدغو وختونو څخه استفاده کول ګنی، او وایی:« زه غواړم له خلګو څخه یوه غوښتنه وکړم، او هغه دا ده: هغه کسان چی ضایع کیدونکی وختونه لری؛ مثلاً  په ټکسی یا بس موټر کی سپریږی، یا پخپل شخصی موټر کی ناست دئ، او یو بل څوک موټر چلوی، یا د ډاکتر د انتظار په کوټه کی ناست دئ، او په هر حال د انتظار په حال کی وختونه، په بی کارۍ سره تیروی، پدغو ټولو ساعتونو کی کتاب ولولی. پخپل جیب او بیګ کی کتاب ولری، او کله چی په بس کی کښیناست، کتاب خلاص کړی او ویی لولی. هر کله چی مقصد ځای ته ورسید، په کتاب کی یوه نښانه کیږدی، او بیا په نورو فرصتونو کی، هغه پرانیزی او له هماغه ځای څخه یی مطالعه کړی.» آیت الله العظمی خامنه ای، په دوام کی خپل جالب خاطرات بیانوی، او څرګندوی: « ما پخپله په یو نامه څو ټوکه غټ کتابونه، په بس موټر کی ولوستل! البته دغه مسئله له اسلامی انقلاب څخه په مخکی دورې پوری مربوطه ده، چی د څو ورځو لپاره؛ د یو کار د سرته رسولو لپاره، له مشهد څخه تهران ته راغلئ وم. هغه وختونه چی می پدی توګه تیرول، احساس می نه کاوه ضایع شوی دي. هغه وختونه، نږدی یو ساعت تیریده؛ تر څو یو کس له یو ځای څخه بل ځای ته لاړ شی. ځینی وختونه دغه تګ، لږ یا زیات هم اوږدیده. په هر حال داسی یو ساعته وختونه می احساس نه کاوه چی ضایع کیږی؛ ځکه چی می کتاب لوسته. ټول باید دا ډول عمل وکړو. ځینی وختونه وینئ یو څوک د ټلویزیون په وړاندی ناست دئ،او د یو فیلم انتظار باسی. ټلویژن تبلیغاتی پیغام خپروی، او کله کله تبلیغات ۲۰ دقیقې دوام کوی. یو وخت یو کس هغو تبلیغاتو  ته اړتیا لری. مګر هغه څوک چی اړتیا نه لری تبلیغاتی پیغامونه ووینی، په دغو شلو دقیقو کی ولی بی کاره کښینی؟! یو کتاب ورته نږدی پروت وی، وایی اخلی او شل دقیقې مطالعه وکړی. که خلګ عادت وکړی چی له دغو تیریدونکو وختونو څخه د کتاب د مطالعې لپاره استفاده وکړی، ټولنه به ډیر پرمخ لاړه شی، او د هیواد کلتور به ډیر پرمختګ وکړی.»
 د هیڅ تمدن تاریخ، له کتاب او د کتاب له لیکلو څخه بی برخی نه ؤ؛ ټول کلتورونه او تمدنونه په کتاب سره پیلیږی، او د کتاب په وسیله وده کوی. پدی منځ کی د اسلام مقدس دین، له کتاب څخه تر ټولو زیاته ګټه وړې ده، ځکه چی د اسلام عظیم الشانه پیغمبر ص، خپل رسالت او دنده، د متعال خدای ج له خوا د «لوستل» په دستور پیل کړه. په همدی مقدس کلتور کی وینو، چی متعال خدای ج په قلم باندی قسم یادوی، او د خپل وروستی پیغمبر معجزه، یو کتاب ټاکلئ دئ. سبحان خدای ج، د علق د مبارکې سورې په دریمو او څلرمو آیتونو کی فرمایی:« اِقرَاء وَ رَبُّکَ الْاَکرَم، اَلَّذِی عَلَّمَ بِالْقَلَم» یعنی ولوله چی ستا پرور دګار له ټولو څخه، لا زیات بزرګواره دئ. هماغه ذات چی د قلم په وسیله تعلیم ورکړ.
آیت الله العظمی خامنه ای، د کتاب د مطالعې لپاره د اسلام د هاند او کوښښ په اړه، د قرآنکریم آیتونو ته اشاره کوی. دوی د عالمانو او د فکر د خاوندانو د خصوصیاتو په باره کی، چی په قرآن مجید کی راغلی دي، داسی توضیح ورکوی:« متعال خدای ج د زمر مبارکې سورې په ۹ آیت کی فرمایی: هَلْ یَستَوِی الَّذیْنَ یَعْلَمُونَ وَالَّذیْنَ لا یَعْلَمُون، یعنی ووایه، هغه کسان چی پوهیږی، له هغو کسانو سره چی نه پوهیږی، برابر دي؟
پدغه حکم کی هغه کسان هم شاملیږی، چی د عبادت په پلمه مطالعه کول او د علم زده کول څنګته پری ایښی دي، تر څو پخپل ګمان د ثواب د ترلاسه کولو له لارې، نیکمرغۍ ته ورسیږی. مګر حضرت پیغمبر اکرم ص فرمایی:« په عابد باندی د عالم برترې، ستاسو په کمترین کس باندی زما د برترۍ په شان دئ.»
هو! د پوهې او نا پوهې ترمنځ ډیر واټن شته، او دغه واټن له مطالعې پرته، نه ډکیږی.
له دې کبله ده، چی د اسلامی انقلاب معظم لارښود هم ټینګار کوی: «کتاب،د علم او معرفت د پراخې نړۍ په لور، یوه در وازه ده.»
 
 

ټیګونه