May 25, 2016 12:32 Asia/Kabul
  • اسلام وپیژنو
    اسلام وپیژنو

هماغه ډول چی ومو ویل؛ مدینې منورې ته د حضرت رسول اکرم ص هجرت، د اسلام د تاریخ د سریزې په توګه پیژندل کیږی. مدینې منورې ته د حضرت پیغمبر ص په ورتلو سره، د ا سلام د دین په پراختیا کی یو نوئ فصل پرانیستل شو. په واقعیت کی د پیغمبر اکرم ص د رسالت لمړئ فصل او پړاؤ، د ۱۳ ؤ کالو په موده، په مکه مکرمه کی تیر شو، او دویم فصل یی په مدینه منوره کی پیل شو. دغه فصل او پړاؤ لس کاله دوام وکړ.


 حضرت محمد ص مدینه؛ د یوې مذهبې، ټولنیز او سیاسی ټینګې اډانې په توګه واړوله، او اسلام یی له دغه ځای څخه په ټوله نړۍ کی خپور کړ. د دینی حکومت د ټینګولو، او د اسلامی امت د پس منظر په ترسیمولو کی د اسلام د پیغمبر اکرم ص، یو ډیر ارزښتمن اقدام دا ؤ، چی مسلمانان د مدینې منورې په ښار کی سره را غونډ کړی، تر څو نوئ کلتوری او ټولنیز هویت رامنځته کړی. جوته ده چی له شرک او بت پرستۍ سره د حضرت پیغمبر اکرم ص مبارزې، او د توحیدی مفکورې په رائیجولو کی د انحضرت هاند او کوښښ، له یو واحد هویت څخه برخمنې ټولنې ته اړتیا درلود. د اسلام ګران پیغمبر ص، دغه واحد هویت ته په توحید باندی د عقیدې په اساس شکل ورکړ. پدی اساس، په ټولنه او هغه حکومت کی چی پیغمبر اکرم ص جوړ کړ، ډیر مهم او اساسی معیار؛ د متعال خدای ج په وحدانیت باندی عقیده لرل، ایمان او معنویت ؤو.
 د خدای ګران رسول ص، د «قولوا لااله الا الله تفلحو» یعنی: ووایاست چی له یکتا خدای پرته بل خدای نشته، تر څو نیکمرغه شئ؛ په آواز سره، د انسانانو سعادت او نیکمرغې، یواځی د واحد او بی ساری خدای په پیژند ګلوې، او د هغه په وحدانیت باندی په اقرار کولو کی، اعلان کړه. د اسلام پیغمبر ص، له ناپوهی او خرافاتو څخه  په یو ډک محیط کی، د توحیدې مفکورې په اساس؛ یو نوئ حکومتی نظام ټینګ کړ. په هغه حکومتی نظام کی چی پیغمبر ص په مدینه کی جوړ کړ، اصلی حاکمیت او واکمنې د عظیم خدای په واګه کی ده، پدې معنا چی حاکمیت لرل او قانون د متعال خدای ج له خوا دی، او هغه د ټولو څیزونو مالک دئ. البته خدای تعالی هم، د خپلو قوانینو او مقرراتو د اجرا لپاره، د پیغمبر اکرم په شان یو شخص، چی له خطا او ګناه څخه پاک دئ، په اسلامی ټولنه کی ټاکی. پدغه توحیدی نظام کی، د بشر او جامداتو لپاره د انسان هر ډول عبودیت رد شوئ، او عبادت او بندګې خاص متعال خدای لره ده. پدې توګه،د حضرت پیغمبر  په توحیدی ټولنه کی انګیزه او د حرکت ځواک،  دخدایتعالی سره مینه، او په هغه باندی ایمان ؤ، داسی ایمان چی د خلګو له زړونو څخه یی سرچینه اخیستله، او هغوی ته یی په درسته لاره کی حرکت ورکاوه.
 عدالت ته پام لرل، د اسلام د پیغمبر ص په حکومتی روده کی له مهمو معیارونو څخه ؤو. عدالت د خلقت د عالم د ضروریاتو له جملی څخه دئ، او الهی قوانین او سنتونه، د هغه په اساس ټینګ شوی دي. انسان د   ټولنیز عدالت له عملی کیدو پرته، نیکمرغۍ ته نه رسیږی، او بشری ټولنې او سیاسی قدرتونه، له هغه پرته؛ خود سرۍ او هلاکت ته کښل کیږی. د اسلام ګران پیغمبر ص، د خپل حکومت او سیاسی نظام د جوړولو یو مهم هدف، د عدل او انصاف پلی کول، او په خلګو باندی له ظلم او ستم څخه مخنیوی کول وټاکل. انحضرت فرمایل:« د ستم ځپلی کس له شړا څخه وویریږئ، چی د داشان شړا، او د خدای له خوا د منل کیدا ترمنځ هیڅ مانع او پرده نشته.» انحضرت ستم ځپلی کسان له دې څخه، چی د ستمګرو د ظلم په وړاندی چوپتیا غوره کړی، منع کول.
قرآنکریم هم، د عدالت په اصل باندی په ټینګار سره، ټول کسان د هغه اجرا کولو ته تشویق کړی دي. حضرت پیغمبر ص زیاته هڅه وکړه، عدالت او انصاف د خپلې زمانې په ټولنه کی اجرا کړی. د پیغمبر اکرم ص د دورې په اسلامی ټولنه کی، ټول سره برابر او وړونه ؤو، او هیچا په بل یو باندی برترې نه درلوده، مګر د تقوا په وسیله. حضرت پیغمبر اکرم ص، د برترۍ ملاک؛ پانګه او قدرت نه باله. انحضرت نه کوم مسکین او بینوا کس، د هغه د فقر په خاطر تحقیراوه، او نه کوم پانګه وال؛ د هغه د شتمنۍ په خاطر، ستر باله، بلکه فرمایل یی:« هر څوک که یو پانګه وال ورته راشی، او پدی خاطر چی د دنیا او پانګې څخه یی برخمن شی، هغه ته تواضع وکړی، د خپل دین د درو برخو، دوې برخی یی له لاسه ورکړی دي.»
د همدغه اصل په لړ کی، د توکم پالنې، قوم ګروهنې او ناروا تیعیضونو ردول، د پیغمبر اکرم ص د ټولنیز او حکومتی نظام له نورو چارو څخه ؤو. انحضرت پخپل نوی جوړ شوی نظام کی، له قومی او توکم پالو تعصبانو سره مبارزه وکړه، او د برترۍ معیار  تقوا او درستکارې وټاکله. د اسلام ګران رسول ص د توکم پالو تعصبانو د ترټلو په منظور، بلال چی یو تور پوستکئ ؤ؛ خپل ځانګړئ مؤذن وټاکه، او له سلمان فارسی څخه چی یو ایرانئ ؤ لمانځنه او هرکلئ وکړ. حضرت پیغمبر ص، پدې طریقې سره عملاً په ټولنې باندی دواکمن تبعیض له روح سره مقابله کوله، او پر ځای یی الهی ارزښتونه، د مقامونو او ټولنیزو مرتبو ملاک ټاکه.
 د حضرت پیغمبر ص په نوې او تنکې ټولنه کی یو بل معیار، علم او معرفت ته پاملرنه ده. په پیغیمبر اکرم ص باندی په لمړنیو نازل شویو مبارکو آیاتو کی، د لوستلو په اړه سپارښتنه کیږی، او د قلم او علم د اهمیت په باب خبری کیږی. دا پخپله په اسلام کی د علم او پوهې موقعیت روښانه کوی. په هغې ټولنه کی چی رسول اکرم ص رامنځته کړ، د افرادو د برترۍ یو معیار، له علم او عقل څخه برخمنتیا وه.
په اصل کی، یو عامل چی د تمدنونو او د سیاسی او ټولنیزو نظامونو د پراختیا، سبب ګرځی، د علم او عقل سره د هغو سمون خوړل دي. لکه څرنګه چی د تاریخ د جوتو شواهدو په اساس، په مسیحیت کی د یو لړ خرافاتو او غیر علمی افکارو داخلول، او د هغه انحراف، د کلیسا د اعتبار د کمیدو سبب شو. په حقیقت کی له علم او پوهې سره د منځنیو پیړیو د کلیسا مخالفت کول، او پدې هکله د هغوی غیر منطقی کړچار، په لویدیځه نړۍ کی، له سیاست څخه د دین د بیلوالی د مفکورې د ودې لپاره مناسبه زمینه او لاره برابره کړه. مګر هغه ټولنیز نظام او پاتیدونکئ تمدن چی د اسلام پیغمبر ص نړیوالو ته وړاندی کړئ، نه یواځی د علمی او عقلی کشفیاتو او اصولو سره مخالف نه دئ، بلکه تل انسانان د علم تر لاسه کولو، له عقل څخه کار اخیستو او فکر کولو ته تشویقوی. پداسی طریقې او کړچار سره اسلام، په مختلفو علومو کی د سترو پوهانو او عالمانو د روزنې مرکز شو. پدې توګه، د رسول اکرم ص په توحیدی حکومت کی، چی د نړیوال لید په اساس شو، د لیاقت واکوالې، علمی توانایې، تقوا او عدالت د خلګو د برترۍ معیارونه ؤو.
 د حضرت پیغمبر اکرم ص په حکومتی طریقه کی یو بله مهمه مسئله، د اسلام د امت وحدت او یو والئ ؤ. هماغه ډول چی ومو ویل: مدینې ته د حضرت پیغمبر اکرم ص ورتګ، د مختلفو پرګنو او ډلو ترمنځ د مختلفو تړونونو له لاسلیکیدو سره مل ؤ. د مدینې منورې عمومی ژمن لیک، د دغو تړونونو یو ډیر مهم تړون ؤ، چی د ګران پیغمبر ص او په مدینه کی د شته قبایلو او طوایفو ترمنځ لاسلیک شو. دغه لاره چاره، د ملی وحدت او دینی پیوستون د رامنځته کولو لپاره ډیره ښه لاره وه، ځکه چی د سره ښکیلو قبایلو ترمنځ وحدت، د یو سیاسی او حکومتی وحدت د بڼه نیولو لپاره، لازمې مقدمې چمتو کوی. د مهاجرینو او انصارو ترمنځ ژمن لیک هم، د ملی وحدت د رامنځته کولو لپاره، د حضرت پیغمبر له نورو اقدامونو څخه ؤ. د قومی انګیزو د نه منلو په اساس،او په واحد خدای ج باندی د ایمان د چورلیز په بنسټ د یو زړه توب رامنځته کیدلو په اساس، د ورور ولۍ تړون بڼه ونیوله. دغې لارې چارې، په خدایتعالی ج باندی د ایمان په اساس، د یو ټولنیز تعلق او تړاو د رامنځته کولو لپاره، د حضرت پیغمبر ص کوښښ وښود. پدې توګه رسول اکرم ص د اخوت او ورور ولۍ د تړون په طرحې سره، وکولای شول مسلمانان له یو لړ خطرونو او ګواښونو څخه وساتی.
 د عاطفی او ټولنیزو تړاؤونو  رامنځته کول، او د مسلمانانو ترمنځ د سولې او روغې جوړې ټینګول، د هغو مسایلو له جملی څخه ؤو چی د اسلام ګران پیغمبر ص، په مختلفو پړاؤونو کی؛ هغه ته خاصه پاملرنه درلوده. په قرآنکریم کی هم، د مؤمنانو د عاطفی تړاؤونو چوکاټ، په ډیره لوړه ممکنه سطح؛ یعنی د ورورۍ په حد کی مطرح کیږی.
بیله شکه، د قهر؛ کینې؛ حسد، او دښمنۍ روانی اغیزه؛پدی ډول ده چی د انسانانو روانی روغتیا ته زیان رسوی، او هغوی له فعالیت او نووښت څخه را ګرځوی. هیڅکله، له تند خویه، قهرجن، او کینه ای افرادو څخه د رغونکو او نووښتګرو افکارو انتظار نشو لرلای. اختلاف؛ دښمنې او بدبینې، د ډله ایز ژوند لطف، او صفا له منځه وړی. په همدې زمینه کی د اسلام د ګران پیغمبر ص په یو حدیث کی لولو:«آیا تاسی له داسی یو عمل څخه خبر کړم، چی له روژې، لمونځ او صدقې څخه لا لوړ دئ. هغه عمل د خلګو ترمنځ اصلاح او سوله را وستل دي. په رښتیا چی د انسانانو ترمنځ فساد، د هلاکت سبب دئ.»
 د اخلاقی ارزښتونو پلی کول او د هغو رواجول، د حضرت پیغمبر ص د حکومتی نظام له نورو د نظر وړ اهدافو څخه ؤو. انحضرت برسیره پر دې چی، د یادو ارزښتونو د عملی کیدو په لاره کی هڅه کوله، د دغو فضیلتونو د خاوندانو احترام هم کاوه. پیغمبر اکرم ص، اخلاقی ارزښتونه په هر کس چی لیدل، د هغه احترام او عزت یی کاوه، حتی که هغه کس له اسلام څخه په غیر، په یو بل دین باندی عقیده من ؤ.
په بل مطلب کی به، د حضرت پیغمبر اکرم ص د سیرې او سنت په باره لازیات بحث وکړو، تر هغه مو په لوی خدای سپارو.