Feb 06, 2023 16:32 Asia/Kabul
  • د هیلې رڼا

دا تمه او امید شته چي بشر په خپلې ودې او عقلانیت سره، زده کړي چې یوازې په کلي او هدفمندې لارې کې ګام اخیستل، کولای شي هغه نېکمرغۍ او سعادت ته ورسوي او د دې بدلون او ودې لپاره، ژغورونکي، پوه رهبر، حکیم او فضیلت لرونکي لارښود ته اړتیا لري.

په تېرو برخو کې مو وویل چې انسان په فردي او ټولییز ژوند کې ودې ته د فطري لېوالتیا له امله او همدارنګه لوړ ارزښتونه لکه عدالت او آزادۍ او واقعي سولې لپاره د یوه ستر او بې ساري ژغورونکي او منجي په لټه کې دی، ترڅو دا ډول سترې غوښتنې په خپل نړیوال عادلانه حکومت کې پلي کړي. بل دلیل چې خلک د داسې ستر او صالحه سړي د راتلو په تمه دي، په نړۍ کې ظلم، لوږه، تبعیض او فساد دی، چې تراوسه هېڅوک نه دی توانېدلی هغوی ته سمون ورکړي او دا کار یوازې د آخرالزمان ستر ژغورونکی او منجي  یې کولای شي.

خو له اوسني ناوړه وضعیت څخه د بشر ژ غورلو لپاره ظهور ته په تمه پاتې کېدل، بل دلیل هم لري. موږ ټول پوهېږو چې د هستۍ نظام، ډېر دقیق او قانوني دی. د دې نړۍ موجودات په خپل ځان کې منظم جوړښت لري او له نورو مخلوقاتو سره هم د ټاکلي او نه بدلېدونکو اصولو له مخې، اړیکه لري. د ځمکې له کړۍ بهر، ستوري، سیارې او نور آسماني توکي په ډېرې پراخې فضا کې، خو په ډېر منظم او دقیق ډول شتون لري. په دې توکو کې ترټولو وړه ګډوډي کولای شي خپل ځان او نورو آسماني توکو ته زیان ورسوي. د ځمکې په برخه کې د ټاکلي مدار لپاره د لږ بدلون نه وړاندوینه، کولای شي له نورو توکو او حتی له لمر سره د ټکر او جذب لامل شي او دا یعني د ځمکې د ژوند پایته رسېدل.

د ځمکې پرمخ هم د ټولو موجوداتو پیدایښت او د دوی اړیکې د برنامې او دقیقو قوانینو له مخې تنظیم شوي دي. سیندونه، وچې، غرونه، ځنګلونه، دښتې او همدارنګه ډېری حیوانات او بوټي، له دې سمو قوانینو پیروي کوي. د انسان د بدن غړي په حیرانوونکي ډول رامنځته شوي دي او له یوبل سره اړیکه لري او هغه ته د شتون او د بېلابېلو کارونو د ترسره کولو وړتیا ورکوي، داسې چې په دوی کې وړکې ستونزه د سختو ناروغیو او د مړینې لامل ګرځي.

د هستۍ لویه او بې سارې نړۍ

دا غوره او حیرانوونکی نظم، د دقیقو قوانیونو له امله دی، چې په نړۍ کې شتون لري او تل پر موجوداتو او د نړۍ پر توکو حاکم وو او وې به. یوازې انسان دی چې خدای تعالی ورته عقل او اختیار ورکړی دی، ترڅو خپل برخلیک په خپله وټاکي او د هستۍ له نظام سره په همغږۍ، د خپلو اړتیاوو چمتو کولو لپاره، په طبیعت کې کار وکړي. هغه د داسې مهم امتیاز په ترلاسه کولو سره، کولای شي د خپل پیداکوونکي تر ځای ناستې پوري ورسېږي او یا د حیواناتو تر مقامه ټیټه درجه ترلاسه کړي. انسان د تاریخ په اوږدو کې ښودلې که څه هم د خپل عقل او اختیار څخه یې د دې ودې او پرمختګ لپاره کار اخیستی دی، خو په ټولو برخو کې د خدای تعالی په آزموینه کې بریالی شوی نه دی. هغه ډېری اختراعات او اکتشافات ترسره کړي او د خپل ژوند وضعیت یې ډېر ښه کړی دی، خو ډېری خرابۍ او ورانۍ یې هم رامنځته کړي دي.

انسانانو د ټولو موجوداتو له طبیعي حق څخه په مغرورانه او ډېرې غوښتنې ډول کار اخیستی دی، او دوی ته یې ځیني وختونه ډېری زیانونه اړولي دي. ځیني مغروره او ځان غوښتونکي کسان، د نورو کسانو حقونو ته پام نه کوي او پر دوی ظلم او تېری کوي. په ورانوونکو جګړو کې هم تل د بې ګناه خلکو ځان او مال ته یې زیان اړولی دی او ستر ناورینونه یې رامنځته کړي دي. له دې امله، بشر په ډېرو وختونو کې له خپل عقل او علم څخه په سمه توګه کار نه دی اخیستی او وضعیت یې داسې رامنځته کړی چې همدا اوس په علمي او ټکنالوژيکي پرمختګونو کې، ځان نېکمرغه نه ګڼي او کله په پخوا وختونو کې د ژوند کولو هیله لري.

بشري بېلابېلې ډلې هم نه دي توانېدلي چې انسان ته د ښه ژوند کولو لاره وښيي او کله یې هم بې لارۍ ته بیايي. دا ټول له دې امله دي چې بشر د بېلابېلو عواملو لاندې، په ټولییز او سمې لارې کې  د تلو پرځای، په بې لارۍ کې تګ کوي. خو دا تمه او هیله شته چې بشر په خپلې ودې او عقلانیت سره، زده کړي چې یوازې په دې سمې او مستقیمې لارې کې حرکت کول، کولای شي هغه نېکمرغۍ او سعادت ته ورسوي او د دې بدلون او ودې لپاره، پوه رهبر، حکیم او فضیلت لرونکي لارښود ته اړتیا لري. هغه منجي او لارښوونکی چې د نړۍ په قوانینو او نظام خبر او پوه وي او بشر له دې الهي نظام سره سم، په خپلې سمې لارې کې هدایت کړي.

د آخرالزمان منجي د ظهور یو بل لامل، د بشر دننه آرامښت، خوشحالي او معنویت رامنځته کول ده. هغوی دوې مادي او معنوي برخې لري، چې له یوه بل سره بشپړوونکي دي. بشر خپل معنوي او روحاني اړخ ته له پاملرنې پرته، ناسم او پوچ احساس کوي او نه شي کولای واقعي آرمښت او ودې ته ورسېږي. د انسان د پیدایښت له وخت راهیسي، د دې سترې اړتیا تامین لپاره، ډېری دینونه او ښوونځي رامنځته شوي دي، خو له الهي دینونو پرته نور بریالي نه وو. خلک په ډېرو وختونو او ځایونو کې، د بت، حیوان، انسان او نورو طبیعي څېزونو په عبادت سره، هڅه کړې خپل معنوي او خدای پېژندونکي فطري اړتیا ته ځواب ورکړي. خو دا ټول خرافات او د انسان د پیدا کېدو له اصلي لارې انحراف دی.

الهي انبیاوو هڅه کړې ترڅو په دنیا او آخرت کې د انسان د نېکمرغۍ او بریا لپاره، هغه له اصلي معنویت او یوه خدای سره آشنا کړي. خو دوی هم له ډېرو مخالفتونو سره مخ شول. په اوسني نړۍ کې هم ډېری فکرونه، ښوونځي، او غیر الهي ډلې شتون لري، چې په ظاره معنویت ته پاملرنه کوي، نه یوازې انسان ته قناعت نه ورکوي، بلکې هغه ناسمې لارې ته بیايي. له بل لوري، د لوېدیځو هېوادونو په سیاستونو او د اخلاقي فساد دودوونکو رسنیو په مرستې سره، هڅه کېږي ترڅو بشر ډېر زیات افراطي مادي ګرایۍ په لور د پیسو او قدرت ترلاسه کولو او د اخلاقي فساد او شهوت رانۍ په لور ولاړ شي.

دا ناوړه او زیانمن ګامونه، د انسان روحاني او معنوي برخه څنډي ته کوي او له همدې امله، هره ورځ هغه کسان چې له داسې ناوړه وضعیته او له روحي تشې او رواني افسردګۍ څخه ستړي شوي او د خدای پېژندونکي او فطري معنویت په لور حرکت کوي، ډېرېږي. په داسې شرایطو کې، یو الهي منجي او مصلح کولای شي لوړ او معنوي روح انسان ته راوګرځوي. له دې امله، هغه ډله کسان چې اوس هم د فساد او مادي ګرايۍ په لومه کې بند پاتي دي او د واقعي خدای پېژندنې معنویت یې په خپل باطن کې ژوندی ساتلی دی، د خپلو عقیدو او دین د ساتلو او پراختیا لپاره، تل دعا کوي، ترڅو داسې یو لارښوونکی او ستر مجې ډېر ژر ظهور وکړي. هغه دانا او حکیم منجي چې معنویت او اخلاقو ته د انساني وجود له اړتیاوو او رازونو خبر دی او هغه د فساد او مادیاتو له ناوړه وضعیته ژغوري او په خلکو کې د اخلاقو، معنویت او په خدای د ایمان په درلودو سره، له آرمښت او خوشحالۍ ډکوي.

معنویت، د انسان د ودې زینه.

څرنګه مو چې وویل، هغه کسان چې له ظلم او فساد څخه د بشر په منجي باور لري، تل د هغوی د ظهور لپاره دعا او راز او نیاز کوي .په افتتاح دعا کې د آخرالزمان منجي د ظهور په اړه داسې دعا کوو:

 (اَللّـهُمَّ) اَنْجِزْ بِهِ مَواعیدَنا، وَاسْتَجِبْ بِهِ دَعْوَتَنا، وَاَعْطِنا بِهِ سُؤْلَنا، وَبَلِّغْنا بِهِ مِنَ الدُّنْیا وَالاْخِرَةِ آمالَنا، وَاَعْطِنا بِهِ فَوْقَ رَغْبَتِنا، یا خَیْرَ الْمَسْئُولینَ وَاَوْسَعَ الْمُعْطینَ.

(اې خدایه!) زموږ ژمنې د (منجي په ظهور سره) پلي کړه او زموږ دعا قبوله کړه او د هغوی په وجود سره زموږ غوښتنې ومنه، او موږ د دنیا او آخرت هیلو ته، له هغه څه چې غواړو یې، ورسوه؛ اې هغه ترټولو غوره کسه چې خلک له هغه څخه څه غواړي او اې ترټولو ډېر زیات بښونکیه.

ټیګونه